پر لبنان د اسراییل په برید کې ۶ کسان وژل شوي دي

د لبنان دولتي رسنیو خبر ورکړی، اسراییل د لبنان په سویلي نبيساري سیمه کې د ډرون برید کړی چې له کبله یې ۶ کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د لبنان دولتي رسنیو خبر ورکړی، اسراییل د لبنان په سویلي نبيساري سیمه کې د ډرون برید کړی چې له کبله یې ۶ کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
ورته مهال الجزیرې راپور ورکړی، د امریکا په منځګړیتوب له شوي اوربند سره، سره اسراییل په لبنان کې خپل پوځي عملیات پراخ کړي چې نږدې هره ورځ لسګونه کسان وژل کېږي او یا هم ټپيان کېږي.
له بل پلوه ایران ټینګار کوي، چې دغه بریدونه باید له امریکا سره د هر ډول تړون د یوې برخې په توګه پای ته ورسېږي.

وروسته له هغه چې اووه افغان پناه غوښتونکي د ماشومانو پر وړاندي په جنسي ځورونې او تېري تورن شول، د برېتانیا په ختیځ نارویچ ښار کې یوشمېر د کډوالۍ ضد لاریون کوونکي په یوې راټولېدنه کې سره راغونډ شول. دغه راټولېدنه د چهارشنبې په ورځ د نارویچ ښاروالۍ ودانۍ مخې ته ترسره شوه.
لاریون کوونکو د برېتانیا د لومړي وزیر کېير سټارمر پر ضد شعارونه ورکړل. لاریون کوونکو پر لویو پاڼو په لیکل شویو شعارونو کې د برېتانیا له حکومته غوښتي وو، چې دغه هېواد ته د پناه غوښتونکو د داخلېدو مخه ونیسي او د هغوی د اېستلو بهیر پیل کړي.
د نورفولک سیمې پولیسو ویلي، چې د یادې قضیې دوه قربانیان تنکي ځوانان وو. دغه اووه کسان د ماشومانو د ډلهییزې جنسي استفادې د یوې قضیې په تړاو تورن شوي دي.
پولیسو همدارنګه ویلي، چې دغه اووه کسان افغانان دي. په دغه راټولېدنه کې شاوخوا ۱۵۰ کسان د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راټول شوي وو، لاریون کوونکو د لوډسپیکر له لارې ویناوې کولې او د برېتانیا بېرغونه یې پورته کړي وو.
تورن کسان د تېرې جمعې په ورځ د نورویچ مجسټریټ محکمې ته حاضر شول. قاضي امر وکړ، چې هغوی دې تر راتلونکې محکمې په توقیف خونه کې وساتل شي. د نارویچ یوشمېر اوسېدونکي چې د کډوالۍ پر وړاندې د دغه لاریون مخالف وو، له سیمې د تېرېدو پرمهال یې شعارونه ورکول؛ خو پولیسو هغوی له هغه ځایه لرې کړل.
د یادې قضیې راتلونکې محکمه به (د غبرګولي په ۲۹مه) د نورویچ کراون په محکمه کې ترسره شي.
یو امریکایي چارواکی وايي، امریکایي پوځ په ایران کې پر یوه پوځي سایټ تازه بریدونه کړي دي. دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغې وشول چې ټرمپ د دغې ستراتیژیکې اوبولارې له لارې د بېړیو د تګ راتګ د بېرته پیلولو په اړه د ایران له لوري د یوې هوکړې په تړاو راپور رد کړ.
یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط د پنجشنبې په سهار وختي (د غبرګولي ۷مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکايي پوځ څو ایراني بریدګرې بېپيلوټه الوتکې چې د هُرمز تنګي په شاوخوا کې یې ګواښ پېښاوه، راغورځولې دي. چارواکي زیاته کړه، په دغه برید سره په ساحلي ښار بندر عباس کې د ایران د ځمکني کنټرول یو مرکز په نښه شوی، چې په وینا یې، غوښتل یې پنځم ډرون هم وتوغوي.
له دې سره سم، د ایران د یوې رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د پنجشنبې په سهار وختي د یاد بندر په شاوخوا کې درې چاودنې شوې دي. د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تړون د اپریل په لومړیو کې نافذ شوی وو.
یاد امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي: «دا اقدامات په بشپړ ډول د دفاعي موخو لپاره او د اوربند د ساتلو په نیت ترسره شوي دي».
امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ هم د ایران پر سویل بریدونه کړي وو، چې امریکا هغه دفاعي اقدام بللی وو، خو ایران ویلي وو، چې دا له اوربند څخه «سخته سرغړونه» ده.
د چهارشنبې په ورځ د امریکا کابینې په یوې غونډه کې چې رسنیو هم پهکې حضور درلود، ټرمپ د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دوی د هُرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته پخوانۍ کچې ته د رسولو لپاره د یوې غیر رسمي هوکړې مسوده ترلاسه کړې ده، چې له مخې به یې ایران او عُمان په ګډه دا تګ راتګ اداره کوي.
ټرمپ وویل: «هېڅوک به پر (تنګي) کنټرول ونهلري. دا نړیوالې اوبه دي او عُمان به د نورو ټولو په څېر چلند کوي، که نه نو موږ به هغوی والوځوو. هغوی پوهېږي، هغوی به سم شي».
د هوکړې په اړه د ایران د ټلوېزیون په راپور کې ویل شوي وو، چې متحده ایالات به د ایران د بندرونو کلابندي هم پای ته ورسوي او خپل پوځي ځواکونه به د ایران له شاوخوا سیمو څخه وباسي.
د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې د ټرمپ «فشارونه او ګواښونه» به ایران اړ نهکړي چې د یورانیمو د غني کولو، پر تنګي د واکمنۍ او د بندیزونو د لرې کولو له غوښتنو څخه لاس په سر شي.
عزیزي په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «دا ښکاره ده، چې ټرمپ له دغه ستراتیژیک بندون څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی او کله ګواښونه کوي او کله د هوکړې غوښتنه کوي».
دغې درې میاشتنۍ جګړې په زرګونو کسان وژلي او د انرژۍ نړیوالې بیې یې په بې ساري ډول لوړې کړې دي. ټرمپ په وار وار ویلي، چې یوې هوکړې ته رسېدل نږدې دي.
د هُرمز تنګی، چې تر جګړې وړاندې یې د نړۍ پنځمه برخه تېل او مایع ګاز لېږداوه، د ایران د اټومي وړتیاوو له منځه وړل او روان بندیزونه د هغو خبرو اترو اصلي ستونزې دي، چې د دغې درې میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره لا هم پر خپل ځای دي.
د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د دوی په اجازه ۲۳ بېړۍ، چې پهکې د تېلو ټانکرونه، د کانټینرونو بېړۍ او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې، له هُرمز څخه تېرې شوي، چې دا له جګړې وړاندې د ورځني د ۱۲۵ تر ۱۴۰ بېړیو پر تله یوه ډېره کوچنۍ برخه جوړوي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د بلوچستان صوبې ژوب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې پر ډیورند کرښه له مېشتو عسکرو سره د لوی اختر لمونځ کړی دی. نوموړي په دې سفر کې ویلي، چې پاکستاني پوځیان د ترهګرۍ د مخنیوي او وسلهوالو د ځپلو لپاره عالي مورال لري.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عاصم منیر په ژوب کې له پوځیانو سره د اختر لمونځ ادا کړ او د خپل هېواد د سولې، ثبات او د وژل شویو عسکرو ارواحو ته یې دعاګانې وکړې.
عاصم منیر د کوټې وروستي برید ته په اشارې سره وویل، چې دا ډول بېرحمانه بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو او د دغه هېواد د ملت هوډ نهشي کمزوری کولی.
هغه زیاته کړه، چې د دوی د عسکرو او ولس روحیه نه ماتېدونکې ده او پوځ به د امنیتي ارګانونو او د بلوچستان د خلکو په همکارۍ، د وسلهوالو د ټولو ملاتړو او عاملینو په نښه کولو ته په پوره ځواک سره دوام ورکړي.
د تېرې یکشنبې په سهار (د غبرګولي ۳مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني سرتېرو پر لېږدونکي اورګاډي د موټر بم برید له امله شاوخوا ۲۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر ټپیان شول.
د بلوڅانو د ازادۍ پوځ چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د ایران د زاهدان د اهل سنت امام جمعه، مولانا عبدالحمید د «لوی اختر» په مراسمو کې هیله وښوده، چې د ایران او امریکا ترمنځ هغه خبرې اترې چې «ټاکل شوې ده د جګړې مخنیوی وکړي»، پایلې او دواړه لوري یوې هوکړې ته سره ورسیږي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د هوکړې له جزییاتو خبر نهدی وویل، چې په تېرو وختونو کې یې په ځلونو پر یوې «عادلانه هوکړې» ټینګار کړی او زیاته یې کړه، ځینې چې پخوا له دې لیدلوري سره مخالف وو اوس ورسره موافق شوي دي.
عبدالحمید همدا راز وویل، په تېرو وختونو کې داسې خبرې مطرح شوې وې، چې د ځینو له نیوکو سره مخ شوې، خو په پای کې معلومه شوه چې هغه خبرې «سمې او پر ځای» وې.
د زاهدان د اهل سنت امام جمعه زیاته کړه: «موږ د ایران د هېواد او ملت خیر غوښتونکي یو» او د هېواد لپاره یې تر ټولو ستره ښېګڼه «د ایران د خلکو د غږ اورېدل او د هغوی د رضایت ترلاسه کول» وبلل.
هغه ټینګار وکړ: «هېواد، حکومت او دولت د خلکو اړوند دي، له همدې امله باید خلکو ته د خدمت او د هغوی د رضایت ترلاسه کولو په لاره کې هڅې وشي».
عبدالحمید په پای کې وویل: «موږ هیله لرو چې په خپل هېواد کې مو داسې نوی فصل پیل شي، چې د هېواد ټولې ګټې بېرته خلکو ته ولېږدول شي. ملي ګټې خورا مهمې دي او هر څه باید د خلکو د ګټو لپاره قرباني شي».
د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت خبرداری ورکړی، که روانې خبرې اترې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونهنیسي، هېواد به یې یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي.
پیټ هېګسېت په سپینه ماڼۍ کې د کابینې په غونډه کې وویل، واشنګټن د ایران پر وړاندې داسې شرایط رامنځته کړي، چې د امریکا او د نړۍ خلک به د تل لپاره د تهران له اټومي ګواښ څخه خوندي شي.
د امریکا د جګړې وزیر د خپلو خبرو په لړ کې د «حماسي غوسې» په نوم پوځي عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د تېرو دودیزو جګړو برخلاف، په دغو عملیاتو کې له اعظمي پوځي ځواک او پرېکنده تګلارې څخه کار واخیستل شو، څو مقابل لوری کمزوری کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو اقداماتو له امله د ایران اسلامي جمهوریت سمندري او هوایي ځواکونه، د هوایي دفاع سیستمونه او دفاعي صنعتي بنسټونه سخت زیانمن شوي، چې له امله یې اوس مهال د نویو توغندیو، ډرون الوتکو او کښتیو د تولید وړتیا نهلري.
پیټ هېګسېت د تهران د اقتصادي وضعیت په اړه وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت پر بندرونو د نړیوالې محاصرې له امله د هغوی اقتصاد په کلکه زیانمن شوی او هېڅ ډول واردات او صادرات نه شي کولای. د هغه په وینا، همدا سخت اقتصادي او پوځي فشارونه د دې لامل شوي چې د اسلامي جمهوریت استازي د خبرو اترو مېز ته کښېني، چې دا مهال د امریکایي چارواکو لهخوا په مهارت سره پرمخ وړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړيکې په جینوا کې د درې پړاوونو غیرمستقیمو خبرو اترو او په اسلاماباد کې د مستقیمو خبرو له ناکامېدو وروسته په بېساري ډول ترینګلې شوې دي. واشنګټن د نطنز، فردو او اصفهان د اټومي تاسیساتو د تړلو غوښتنه کړې وه، خو د ایران اسلامي جمهوریت د نه منلو او د امریکا لهخوا د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د پیل له امله دغه کړکېچ لا پسې پراخ شوی دی.