• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره هند ته ولاړه

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د هند په وړاندې د ټېسټ او یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لپاره هند ته تللي دي. ټاکل شوې ده، چې افغان لوبډله به د هند پر وړاندې یوه ټېسټ او درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.

دغه سیالۍ به (د غبرګولي په ۱۶مه) د هند په کوربه‌توب پیل شي. دواړه لوبډلې به لومړی د ټېسټ لوبې لپاره له یو بل سره مخامخ شي او بیا به درې پنځوس اوریزې لوبې وکړي.
دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې مشري یې نوی روزونکی ریچارډ پایبس کوي؛ د نړۍ له یوې پیاوړې لوبډلې سره مخ کېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ د پخوانۍ اعلامیې پر بنسټ؛ دغه سیالۍ به په هند کې د ۱۴۰۵کال (د غبرګولي په ۱۶مه) پیل شي.
دا دویم ځل دی، چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د هند پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې برخه اخلي. دارنګه افغان لوبډله به د لومړي ځل لپاره د هند په وړاندې د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کړي.
د ټېسټ لوبې مهالوېش:
شنبه، د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۱۶-۲۰ – افغانستان د هند په وړاندې – چندیګړ کرېکټ لوبغالی
د یو ورځنیو لوبو مهالوېش:
یکشنبه، د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۲۴مه – افغانستان د هند په وړاندې – درمشالا کرېکټ لوبغالی
چهارشنبه، د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۲۷مه – افغانستان د هند په وړاندې – د لکنو کرېکټ لوبغالی
شنبه، د ۱۴۰۵کال د غبرګولي ۳۰مه – افغانستان د هند په وړاندې – د چنای کرېکټ لوبغالی
د افغانستان کرېکټ بورډ دغه دوو مهمو نړۍوالو سیالیو لپاره د غوره شویو لوبغاړو نوملړ هم خپور کړی دی.
ټېسټ لوبې لپاره غوره شوي لوبغاړي:
حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، عبدالمالک، صدیق الله اتل، رحمت شاه زرمتی، رحمان الله ګربز، رحمان الله ځدراڼ، افسر ځاځی (وېکټ ساتونکی)، اکرام علي‌خېل (وېکټ ساتونکی)، عظمت‌الله عمرزی، شرف الدین اشرف، ننګیالی خروټی، قیس احمد، بلال سامي، ضیا شریفي او سالم صافی.
احتیاطي لوبغاړي:
بشیر احمد، بهیر شاه او عصمت عالم.
د یو ورځنیو لوبو لپاره غوره شوي لوبغاړي:
حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، رحمت شاه زرمتی، اکرام علي‌خېل (وېکټ ساتونکی)، محمدنبي عیسی خېل، عظمت‌الله عمرزی، راشد خان، ننګیالی خروټی، الله‌محمد غضنفر، ضیاءالرحمان شریفي، فرید احمد ملک او بلال سامي.
احتیاطي لوبغاړي:
قیس احمد، سلیم صافی او بشیر احمد.

ترویج لرونکی

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی
۱

د امریکا د کورني امنیت وزارت: میرزا کټوازی د کډوالۍ قانون له مخې له امریکا د اېستلو وړ دی

۲

د پاکستان د دفاع وزیر: د طالبانو پر متضادو پیغامونو باور خطرناک دی

۳

د پاکستان او چین استازو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي

۴

فضل محمود فضلي: د کایا کالاس دریځ افغانستان د «دویمې غزې» پر لور بیايي

۵

انډیا ټوډې: روسیه د طالبانو لپاره په یوه مهم ستراتیژیک شریک بدلېږي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ افغان ښځینه لوبغاړې: نړۍوال رسمیت او د لوبېدو حق غواړو

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱
د کرېکټ افغان ښځینه لوبغاړې: نړۍوال رسمیت او د لوبېدو حق غواړو
100%

د بنفشه هاشمي په ګډون د کرېکټ افغان ښځینه لوبغاړې وايي، سره له دې چې له افغانستان نه جلاوطنه شوې او لاهم په نړۍواله کچه په رسمیت نه‌دي پېژندل شوې؛ د کرېکټ لپاره یې هیلې او مبارزه نه‌ده کمزورې شوې.

بنفشه هاشمي وایي، د جمهوریت پرمهال په افغانستان کې د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله د جوړېدو په حال کې وه؛ خو په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته نوموړې او ګڼې نورې لوبغاړې اسټرالیا ته کډوالې شوې.

دغه لوبغاړو وروسته په جلاوطنۍ کې خپله لوبډله جوړه کړه او تېر کال یې په ملبورن کې خپله لومړنۍ لوبه ترسره کړه. اغلې هاشمي وايي، دوی غواړي د نړۍ د نورو ښځینه لوبډلو په څېر په رسمیت وپېژندل شي او نړۍوالو سیالیو ته لار ومومي.

نوموړې زیاته کړه، چې د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال لوبډلې ته د نړۍوال فدراسیون له‌خوا د رسمي ګډون اجازې د دوی هیلې هم پیاوړې کړې دي. د هغې په وینا؛ د فوټبال نړۍوال فدراسیون د هغو افغان ښځینه فوټبالرانو لپاره ځانګړي اصول بدل کړل، چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او د کرېکټ نړۍوالې شورا لاهم د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د رسمیت پېژندنې په اړه پرېکړه نه‌ده کړې.

بنفشه هاشمي وایي: «موږ غواړو خپل حقونه ترلاسه کړو او د نورو لوبډلو په څېر ولوبېږو». دغه افغان ښځینه لوبغاړو تر دې وړاندې هم د کرېکټ نړۍوالې شورا پر چوپتیا او کم ملاتړ نیوکې کړې دي؛ خو تېر کال د کرېکټ نړۍوالې شورا د دوی لپاره ځانګړی مرستندوی پروګرام پيل کړ، چې په‌کې روزنې، لوبغالو او مسلکي تمرینونو ته لاسرسی شامل و.

دغه لوبغاړو په هند کې تمریني سیالۍ هم ترسره کړې او د ښځو نړۍوال جام ځینې لوبې یې هم له نږدې کتلې دي. اغلې هاشمي وایي، په افغانستان کې د یوې نجلۍ لپاره د کرېکټ لوبډلې ته رسېدل اسانه کار نه‌وو او هغې کلونه مبارزه وکړه؛ څو خپلې کورنۍ ته قناعت ورکړي.

اوس بنفشه هاشمي او د هغې ملګرې په استرالیا کې خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي او هیله لري، چې یوه ورځ به د افغانستان په نوم په نړۍوالو سیالیو کې ولوبېږي.

په خوست کې د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لپاره تمریناتي کمپ پای ته ورسېد

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۰ GMT+۱
په خوست کې د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لپاره تمریناتي کمپ پای ته ورسېد
100%

د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر په خوست کې ویلي، د افغانستان کرکټ‌ بورډ د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د جوړښت لپاره تمریني او ازمایښتي کمپ له اته ورځنیو تمریناتو او سیالیو وروسته پای ته رسېدلي دي. د معلوماتو له مخې، په دغه کمپ کې ټول ۶۴ لوبغاړو ګډون کړی و او ازموینې ترسره شوې.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د تمریناتي او ازمایښتي کمپ دویم پړاو به د جون پر لومړۍ نېټه پیل شي. چارواکي وایي دا بهیر د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د ټاکلو لپاره روان ساتل کېږي او ټاکل شوې ده چې غوره لوبغاړي بل پړاو ته ولېږدول شي.

د لومړي پړاو په جریان کې ګډونوالو لوبغاړو تمریناتي ناستې او داخلي سیالۍ ترسره کړې چې موخه یې د تخنیکي مهارتونو ارزونه او د لوبغاړو فټنس کچه سنجول یاد شوي دي. د خوست ولایتي رسنیز دفتر د ټاکنیزو معیاراتو جزییات نه دي خپاره کړي، خو ټینګار یې کړی چې پروسه به پرلپسې روانه وي.

کرېکټ‌بورډ تر اوسه د دویم پړاو د دقیقو ورځنیو مهالوېشونو، د روزونکو نومونو او د وروستۍ لوبډلې د اعلان نېټې په تړاو نور جزئیات نه دي شریک کړي. ټاکل شوې ده چې بل پړاو کې هم ازمایښتي سیالۍ او معیاري تمرینات شامل وي.

د هند پر وړاندې لوبو کې د افغان کرکټ لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱
د هند پر وړاندې لوبو کې د افغان کرکټ لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي
100%

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې حشمت‌الله شهیدي به د هند پر وړاندې په راتلونکې لوبلړۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو مشري کوي. د هند او افغانستان ټیسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې او درې یو ورځنۍ لوبې د جون پر ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۰مه کیږي.

کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د دې لوبلړۍ لپاره دوه جلا ۱۵ کسیزې لوبډلې اعلان کړې،چې یوه د یو ورځنیو لوبو لپاره او بله د یوازینۍ ټیسټ لوبې لپاره ده او شهیدي به په دواړو کې کپتان پاتې کېږي.

په لوبډله کې ستوري لوبغاړي لکه راشد خان، رحمان‌الله ګوربز، محمد نبي او عظمت‌الله عمرزی هم شامل دي.

د یو ورځنیو لوبو په سکواډ کې رحمان‌الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د پیل لوبغاړو په توګه راځي. محمد نبي او عمرزی بیا د الراونډرانو په توګه د لوبډلې توازن پیاوړی کوي.

په توپ اچوونکو کې د راشد خان تر څنګ ځوان سپېنر غضنفر او تیز توپ اچوونکي بلال سميع، فرید ملک او ضیاالرحمن شرفي شامل دي.

د ټیسټ لوبې لپاره بیا ځینې بدلونونه راغلي دي. عبدالمالک، رحمان‌الله ځدراڼ او شرف‌الدین اشرف په سکواډ کې ور اضافه شوي دي. رحمت شاه او ګوربز خپل ځایونه ساتلي او د ویکټ ساتنې لپاره اکرام علي خېل او افسر ځاځی ټاکل شوي دي.

راشد خان په ټیسټ لوبډله کې شامل نه دی او پر ځای یې قیس احمد، ننگیال خروټی او شرف‌الدین اشرف اخېستل شوي دي.

د هند او افغانستان ترمنځ ټیسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې پورې په نیو چندیګړ کې کېږي او وروسته به درې یو ورځنۍ لوبې د جون په ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۰مه په ترتیب سره په دهرمشاله، لکنهو او چینای کې کیږي.

افغان لوبغاړی علي‌رضا شهیداني په جرمني کې د نارینه‌و د بدن ښکلا سیالیو اتل شو

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۱
افغان لوبغاړی علي‌رضا شهیداني په جرمني کې د نارینه‌و د بدن ښکلا سیالیو اتل شو
100%

د بدن جوړونې په برخه کې یو افغان لوبغاړی علي‌رضا شهیداني د جرمني په بایرن ایالت کې د نارینه‌و د فزیک په سیالۍ کې د بدن ښکلا سیالیو اتل شو. له یادې بریا سره، سره شهیداني د جرمني د بدن جوړونې او فزیک ملي لوبډلې په سیالیو کې د ګډون جواز هم ترلاسه کړ.

د جرمني د بدن جوړونې ټولنې او اروپايي اتلتیک د اعلان له مخې؛ د دغه سیالیو په وروستۍ ډلبندۍ کې له علي‌رضا شهیداني وروسته مورلزا عزیزي دویم ځای خپل کړ او مارکو بیلوس درېیم ځای خپل کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ شهیداني په جرمني کې په ملي سیالیو کې هم په بریالیتوب سره فعالیت وکړ او د لومړي مقام د ګټلو سربېره د سیالۍ د «اورال» لقب یې هم ترلاسه کړ.

100%
100%

په کابل کې د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ؛ ۲۶ لوبغاړي ولایتي لوبډلې ته غوره شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱
په کابل کې د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ؛ ۲۶ لوبغاړي ولایتي لوبډلې ته غوره شوي
100%

د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ، چې د طالبانو تر چتر لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست تر سره کړې، له پای ته رسېدو سره ۲۶ تنه ورزشکاران د ولایت د ټاکنیزې لوبډلې لپاره غوره شوي دي.

د یاد ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې سیالیو کې شاوخوا ۶۰۰د ورزش لوبغاړو ګډون کړی و، چې د لویانو په عمري کټګورۍ او ۱۳ بېلابېلو وزني کټګوریو کې سره سیالۍ ته راووتل.

د پایلو له مخې، له دې سیالیو وروسته ۲۶ تنه ورزشکاران د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې غړیتوب ته وټاکل شول.

د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د دا ډول ټاکنیزو سیالیو موخه د مسلکي لوبغاړو پېژندل او د ملي لوبډلو لپاره د قوي ترکیب رامنځته کول دي.