• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا په ایران کې پوځي موخې په نښه کړې؛ واشنګټن وایي بریدونه «دفاعي» وو

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د امریکا پوځ د ایران په بندر عباس ښار کې پر یوه پوځي مرکز تازه بریدونه کړي او هرمز تنګي ته نږدې یې څلور ایراني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي. رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، هغه اډه چې په نښه شوې د ایران د ډرونونو او د ځمکني کنټرول مرکز و.

هغه ویلي، ټاکل شوې وه له هغه ځایه یوه بله بې‌پیلوټه الوتکه هم وتوغول شي. دغه امریکايي چارواکي ویلي، یاد بریدونه «محدود، حساب شوي او دفاعي» وو او موخه یې د اوربند ساتل دي.
دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ د درې میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې لاهم روانې دي. دغه جګړه (د فبرورۍ په ۲۸مه) د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته پیل شوې وه، چې له امله یې زرګونه کسان وژل شوي او د نړۍ د انرژۍ بیې لوړې شوې دي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران دولتي رسنیو هغه راپور رد کړی، چې ګواکې تهران او عمان به د سولې د یوې هوکړې په چوکاټ کې د هرمز تنګي د بېړیو تګ‌راتګ په ګډه اداره کوي.
بل لور ته ټرمپ ویلي، د هرمز تنګی به پرانیستی پاتې شي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا تر دې وړاندې هم د دوشنبې په ورځ پر ایران بریدونه کړي وو، چې واشنګټن یې «دفاعي اقدامات» بولي؛ خو ایران دغه کار له نازک اوربند نه ښکاره سرغړونه ګڼلې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په وینا؛ په دغه عملیاتو کې هغه کښتۍ او توغندیز مرکزونه په نښه شوي، چې امریکايي ځواکونو ته یې ګواښ پېښاوه.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۵

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

•
•
•

نور کیسې

د ایران کړکېچ:ټرمپ د هرمز تنګي په اړه د هوکړې له ردولو وروسته پر ایران بریدونه بیا پیل کړل

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۰۲:۳۳ GMT+۱

یو امریکایي چارواکی وايي، امریکایي پوځ په ایران کې پر یوه پوځي سایټ تازه بریدونه کړي دي. دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغې وشول چې ټرمپ د دغې ستراتیژیکې اوبولارې له لارې د بېړیو د تګ راتګ د بېرته پیلولو په اړه د ایران له لوري د یوې هوکړې په تړاو راپور رد کړ.

یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه خپرېدو په شرط د پنجشنبې په سهار وختي (د غبرګولي ۷مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، امریکايي پوځ څو ایراني بریدګرې بې‌پيلوټه الوتکې چې د هُرمز تنګي په شاوخوا کې یې ګواښ پېښاوه، راغورځولې دي. چارواکي زیاته کړه، په دغه برید سره په ساحلي ښار بندر عباس کې د ایران د ځمکني کنټرول یو مرکز په نښه شوی، چې په وینا یې، غوښتل یې پنځم ډرون هم وتوغوي.

له دې سره سم، د ایران د یوې رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د پنجشنبې په سهار وختي د یاد بندر په شاوخوا کې درې چاودنې شوې دي. د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند تړون د اپریل په لومړیو کې نافذ شوی وو.

یاد امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي: «دا اقدامات په بشپړ ډول د دفاعي موخو لپاره او د اوربند د ساتلو په نیت ترسره شوي دي».

امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ هم د ایران پر سویل بریدونه کړي وو، چې امریکا هغه دفاعي اقدام بللی وو، خو ایران ویلي وو، چې دا له اوربند څخه «سخته سرغړونه» ده.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا کابینې په یوې غونډه کې چې رسنیو هم په‌کې حضور درلود، ټرمپ د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دوی د هُرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ د بېرته پخوانۍ کچې ته د رسولو لپاره د یوې غیر رسمي هوکړې مسوده ترلاسه کړې ده، چې له مخې به یې ایران او عُمان په ګډه دا تګ راتګ اداره کوي.

د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د کابنیې غونډه
100%
د ټرمپ په مشرۍ د امریکا د کابنیې غونډه

ټرمپ وویل: «هېڅوک به پر (تنګي) کنټرول ونه‌لري. دا نړیوالې اوبه دي او عُمان به د نورو ټولو په څېر چلند کوي، که نه نو موږ به هغوی والوځوو. هغوی پوهېږي، هغوی به سم شي».

د هوکړې په اړه د ایران د ټلوېزیون په راپور کې ویل شوي وو، چې متحده ایالات به د ایران د بندرونو کلابندي هم پای ته ورسوي او خپل پوځي ځواکونه به د ایران له شاوخوا سیمو څخه وباسي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمېټې مشر ابراهیم عزیزي ویلي، چې د ټرمپ «فشارونه او ګواښونه» به ایران اړ نه‌کړي چې د یورانیمو د غني کولو، پر تنګي د واکمنۍ او د بندیزونو د لرې کولو له غوښتنو څخه لاس په سر شي.

عزیزي په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا ښکاره ده، چې ټرمپ له دغه ستراتیژیک بندون څخه د وتلو د لارې په لټه کې دی او کله ګواښونه کوي او کله د هوکړې غوښتنه کوي».

دغې درې میاشتنۍ جګړې په زرګونو کسان وژلي او د انرژۍ نړیوالې بیې یې په بې ساري ډول لوړې کړې دي. ټرمپ په وار وار ویلي، چې یوې هوکړې ته رسېدل نږدې دي.

د هُرمز تنګی، چې تر جګړې وړاندې یې د نړۍ پنځمه برخه تېل او مایع ګاز لېږداوه، د ایران د اټومي وړتیاوو له منځه وړل او روان بندیزونه د هغو خبرو اترو اصلي ستونزې دي، چې د دغې درې میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره لا هم پر خپل ځای دي.

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د دوی په اجازه ۲۳ بېړۍ، چې په‌کې د تېلو ټانکرونه، د کانټینرونو بېړۍ او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې، له هُرمز څخه تېرې شوي، چې دا له جګړې وړاندې د ورځني د ۱۲۵ تر ۱۴۰ بېړیو پر تله یوه ډېره کوچنۍ برخه جوړوي.

عاصم منیر: د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ د پوځ روحیه عالي ده

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۸ GMT+۱

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د بلوچستان صوبې ژوب ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې پر ډیورند کرښه له مېشتو عسکرو سره د لوی اختر لمونځ کړی دی. نوموړي په دې سفر کې ویلي، چې پاکستاني پوځیان د ترهګرۍ د مخنیوي او وسله‌والو د ځپلو لپاره عالي مورال لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عاصم منیر په ژوب کې له پوځیانو سره د اختر لمونځ ادا کړ او د خپل هېواد د سولې، ثبات او د وژل شویو عسکرو ارواحو ته یې دعاګانې وکړې.

عاصم منیر د کوټې وروستي برید ته په اشارې سره وویل، چې دا ډول بې‌رحمانه بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو او د دغه هېواد د ملت هوډ نه‌شي کمزوری کولی.

هغه زیاته کړه، چې د دوی د عسکرو او ولس روحیه نه ماتېدونکې ده او پوځ به د امنیتي ارګانونو او د بلوچستان د خلکو په همکارۍ، د وسله‌والو د ټولو ملاتړو او عاملینو په نښه کولو ته په پوره ځواک سره دوام ورکړي.

کوټه کې د اورګاډي چاودنې ورستي جزیات؛ ۲۲ کسان وژل شوي او له ۷۰ زیات ټپیان دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېرې یکشنبې په سهار (د غبرګولي ۳مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني سرتېرو پر لېږدونکي اورګاډي د موټر بم برید له امله شاوخوا ۲۴ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر ټپیان شول.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

مولانا عبدالحمید: د هېواد لپاره تر ټولو ستره ښېګڼه د ایرانیانو د غږ اورېدل دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱

د ایران د زاهدان د اهل سنت امام جمعه، مولانا عبدالحمید د «لوی اختر» په مراسمو کې هیله وښوده، چې د ایران او امریکا ترمنځ هغه خبرې اترې چې «ټاکل شوې ده د جګړې مخنیوی وکړي»، پایلې او دواړه لوري یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

هغه دې ته په اشارې سره چې د هوکړې له جزییاتو خبر نه‌دی وویل، چې په تېرو وختونو کې یې په ځلونو پر یوې «عادلانه هوکړې» ټینګار کړی او زیاته یې کړه، ځینې چې پخوا له دې لیدلوري سره مخالف وو اوس ورسره موافق شوي دي.

عبدالحمید همدا راز وویل، په تېرو وختونو کې داسې خبرې مطرح شوې وې، چې د ځینو له نیوکو سره مخ شوې، خو په پای کې معلومه شوه چې هغه خبرې «سمې او پر ځای» وې.

د زاهدان د اهل سنت امام جمعه زیاته کړه: «موږ د ایران د هېواد او ملت خیر غوښتونکي یو» او د هېواد لپاره یې تر ټولو ستره ښېګڼه «د ایران د خلکو د غږ اورېدل او د هغوی د رضایت ترلاسه کول» وبلل.

هغه ټینګار وکړ: «هېواد، حکومت او دولت د خلکو اړوند دي، له همدې امله باید خلکو ته د خدمت او د هغوی د رضایت ترلاسه کولو په لاره کې هڅې وشي».

عبدالحمید په پای کې وویل: «موږ هیله لرو چې په خپل هېواد کې مو داسې نوی فصل پیل شي، چې د هېواد ټولې ګټې بېرته خلکو ته ولېږدول شي. ملي ګټې خورا مهمې دي او هر څه باید د خلکو د ګټو لپاره قرباني شي».

پیټ هېګسېت: که مذاکراتو کې د ایران د اټومي وسلو مخه ونه‌نیول شي پوځي اقدام ته چمتو یو

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت خبرداری ورکړی، که روانې خبرې اترې د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونه‌نیسي، هېواد به یې یو ځل بیا پوځي اقدام وکړي.

پیټ هېګسېت په سپینه ماڼۍ کې د کابینې په غونډه کې وویل، واشنګټن د ایران پر وړاندې داسې شرایط رامنځته کړي، چې د امریکا او د نړۍ خلک به د تل لپاره د تهران له اټومي ګواښ څخه خوندي شي.

د امریکا د جګړې وزیر د خپلو خبرو په لړ کې د «حماسي غوسې» په نوم پوځي عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې د تېرو دودیزو جګړو برخلاف، په دغو عملیاتو کې له اعظمي پوځي ځواک او پرېکنده تګلارې څخه کار واخیستل شو، څو مقابل لوری کمزوری کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو اقداماتو له امله د ایران اسلامي جمهوریت سمندري او هوایي ځواکونه، د هوایي دفاع سیستمونه او دفاعي صنعتي بنسټونه سخت زیانمن شوي، چې له امله یې اوس مهال د نویو توغندیو، ډرون الوتکو او کښتیو د تولید وړتیا نه‌لري.

پیټ هېګسېت د تهران د اقتصادي وضعیت په اړه وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت پر بندرونو د نړیوالې محاصرې له امله د هغوی اقتصاد په کلکه زیانمن شوی او هېڅ ډول واردات او صادرات نه شي کولای. د هغه په وینا، همدا سخت اقتصادي او پوځي فشارونه د دې لامل شوي چې د اسلامي جمهوریت استازي د خبرو اترو مېز ته کښېني، چې دا مهال د امریکایي چارواکو له‌خوا په مهارت سره پرمخ وړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ اړيکې په جینوا کې د درې پړاوونو غیرمستقیمو خبرو اترو او په اسلام‌اباد کې د مستقیمو خبرو له ناکامېدو وروسته په بې‌ساري ډول ترینګلې شوې دي. واشنګټن د نطنز، فردو او اصفهان د اټومي تاسیساتو د تړلو غوښتنه کړې وه، خو د ایران اسلامي جمهوریت د نه منلو او د امریکا له‌خوا د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د پیل له امله دغه کړکېچ لا پسې پراخ شوی دی.

عمران خان ته په زندان کې د اختر د لمانځه اجازه نه‌ده ورکړل شوې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱

د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشر جنید اکبر ویلي، د دغه ګوند بندي بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته اډیاله زندان کې د اختر د لمانځه د ادا کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې. راپورونه وایي، نوموړي ته د امنیتي اندېښنو له امله د اختر لمانځه کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

جنید اکبر د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي، چې حتی د نړۍ په تر ټولو بدنام زندان ګوانتانامو کې هم د غیر مسلمانانو له‌خوا بندیانو ته د قران کریم او د لمانځه د ځای یا جاینماز بندوبست کېده.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان اوسنی حکومت د خپلو داسې کړنو له امله په نړیواله کچه رسوا شوی او په وینا یې دا ښيي چې هېواد د یو دولت په توګه له څومره اخلاقي زوال او «پستي» سره مخ دی.

د خیبر پښتونخوا دغه سیاسي مشر ادعا کړې، له کله راهیسې چې عمران خان نیول شوی دی، هغه ته په زندان کې د اختر د لمانځه د ادا کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې نن د ورځې په اوږدو کې ګڼو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې عمران خان د امنیتي ګواښونو له امله د اختر له لمانځه محروم ساتل شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له تېرو درېیو کلونو راهیسې په زندان کې بندي دی او په محکمو کې یې پر ضد ګڼې دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

د دغه ګوند پلویان او مشران په پرله پسې ډول د پاکستان پر حکومت تور پورې کوي، چې د دوی د مشر د اساسي او مذهبي حقونو سرغړونه کوي، خو حکومتي چارواکو تل د امنیتي تدابیرو په اساس د داسې پرېکړو دفاع کړې ده.