• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قزاقستان او ایران غواړي د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د ایران او قزاقستان د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیرانو په استانه کې د لیدنې پرمهال دسوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي ټینګار کړی او پرېکړه یې کړې، چې د دواړو هېوادونو د خپلمنځي سوداګرۍ کلنۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د ایران دولتي اژانس د راپور بنسټ، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک په دې لیدنه کې د بانکي خنډونو لرې کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا اصلي کیلي وبلله.

هغه زیاته کړه، چې د اوراسیا له اقتصادي اتحادیې سره د سوداګرۍ تړون د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د بین‌البانکي معاملو د اسانتیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.
سید محمد اتابک د اوسپنې، فولادو، غلو دانو، غوړیو، لمرګلي، کنجالې او بېلابېلو کانونو په برخو کې د همکارۍ لپاره د ایران چمتووالی وښود او په اړینو مواردو کې یې د پایاپای یا جنس په جنس تبادلو پر کارولو ټینګار وکړ.

د راپور له مخې د دواړو لوریو ترمنځ په هوکړه کې د تخنیکي او انجینري خدماتو د صادراتو پراختیا، د ساینس او ​​ټکنالوژۍ د پارکونو جوړول، د صنعتي تجربو شریکول، د لوژستیک او ریل پټلۍ ټرانسپورټ پراختیا او د خوراکي توکو دوه اړخیز صادرات هم شامل و.
د دغو همکاریو د عملي کولو لپاره د کارپوهانو په کچه د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړولو اعلان هم شوی دی.

ترویج لرونکی

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته
۱
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په لبنان کې هره ورځ ۱۱ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) پر لبنان د اسراییل د بریدونو په غبرګون ویلي، چې تېره اوونۍ په لبنان کې په اوسط ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

یونېسف د لبنان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو په حواله ویلي، چې په تېرو اوو ورځو کې په ټولیز ډول ۷۷ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د اپرېل پر ۱۶مه د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۵۵ ماشومان وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي. د یونیسف ویاند ریکارډو پیرس له ښکېلو غاړو وغوښتل چې اوربند ته بشپړ درناوی وکړي. نوموړي وویل: «د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، باید د ماشومانو او ملکي زېربناوو ساتنه وشي».

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان هم نن د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې د پوځي فعالیتونو د پراخېدو ګواښ د لبنان د خلکو لپاره د روغتیا په برخه کې سختې اندېښنې راپارولې دي. د دغه سازمان په وینا، د اوربند له پیل راهیسې په لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو د ۲۷ بریدونو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې ۲۵ تنه مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي دي. روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې په ټولیزه توګه ۱۶ روغتونونه او ۱۳ د لومړنیو روغتیایي خدمتونو مرکزونه هم زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: کانګو کې د ایبولا ۹۰۶ مشکوکې پېښې او ۲۲۳ مړینې ثبت شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په کانګو کې د ایبولا د نادر ډول «بونډیبوګیو» خپرېدل لا هم دوام لري او تر دې مهاله ۹۰۶ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي او د ۲۲۳ مړینو په اړه څېړنې روانې دي.

بونډیبوګیو په نوم د ایبولا نادر ډول خپرېدل په کانګو کې دوام لري او د دې ناروغۍ ځینې پېښې په ګاونډي هېواد یوګانډا کې هم ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په کانګو کې تر اوسه د ایبولا ۱۲۵ مثبتې پېښې تایید شوې دي چې ۱۷ تنه پکې مړه شوي دي. دغه پېښې د ایتوري، شمالي کیوو او جنوبي کیوو ولایتونو کې ثبت شوې دي. په یوګانډا کې هم اووه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې درې یې له کانګو څخه انتقال شوې وې او یوه مړینه یې هم لرلې ده. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، تر اوسه د ټولنې دننه د ناروغۍ د پراخ انتقال کومه نښه نه ده لیدل شوې.

روغتیا نړیوال سازمان د مې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د کانګو په ختیځ کې د ایبولا دا خپرېدنه ښايي شاوخوا دوه میاشتې مخکې پیل شوې وي. د بونډیبوګیو ډول لپاره تر اوسه واکسین نه شته او د روغتیا نړیوال سازمان دا وضعیت د نړیوالې اندېښنې وړ روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړی دی.

کارپوهان اندېښنه لري چې ناروغي د اوږدې مودې لپاره له کشف پرته په یوه ګڼ مېشته سیمه کې خپره شوې، چې له امله یې د ناروغانو د تماسونو موندل او جلا کول ستونزمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي بېړنیو پروګرامونو د «لوړ ګواښ لرونکو ناروغیو» د ډلې غړې انايیس لیګانډ ویلي، د تایید شوو ناروغانو ترمنځ د مړینې کچه د ۳۰ او ۵۰ سلنې ترمنځ اټکل شوې ده.

هغې وویل: «دا ډېره لوړه کچه ده. مانا یې دا ده چې له هرو لسو اخته کسانو څخه تر پنځو پورې ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي».

نوموړې زیاته کړه چې دا شمېرې لا لومړنۍ دي او نورو څېړنو ته اړتیا لري، خو ژر روغتیايي پاملرنه کولی شي د مړینې کچه راټیټه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز اعلان کړی چې د ایبولا لومړنی رغېدلی ناروغ له روغتیايي مرکز څخه تر دوو منفي ازموینو وروسته رخصت شوی دی. سازمان هیله څرګنده کړې چې نور ناروغان هم روغ شي او پر وخت درملنې ته د لاسرسي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې د لابراتواري ازموینو ظرفیت پراخېږي او تمه لري چې د مشکوکو پېښو د نمونو پاتې ازموینې به په راتلونکو ورځو کې بشپړې شي.

سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي د مشکوکو پېښو شمېر لا زیات شي، خو دا د څارنې او ناروغۍ د موندنې د بهیر د اغېزمنتیا نښه بلل کېږي.

ناټو په رومانیا کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې برید وغانده

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱

د رومانیا چارواکو اعلان کړی، چې د روسیې یوه بې‌پیلوټه الوتکه د دغه هېواد په ختیځ کې د ګالاتي ښار په یوه ګڼ مېشته ودانۍ کې لګېدلې، چې له امله یې دوه تنه ټپيان شوي دي. ناټو دا پېښه د اوکراین په جګړه کې د روسیې د بې پروايۍ نښه بللې ده.

د رومانیا د بېړنیو حالاتو د رسېدو ادارې ویلي چې پر یوه ودان د ډرون لګېدو له امله اورلګېدنه رامنځته شوې او لږ تر لږه دوه تنه ټپیان شوي دي. د دغې ادارې په وینا، له پېښې او اورلګېدنې وروسته شاوخوا ۷۰ کسان له یادې ودانۍ څخه په خوندي ډول ایستل شوي دي.

له یادې پېښې وروسته د ناټو ویاندې الیسون هارت ویلي، د دغه سازمان عمومي منشي مارک روټه د بې‌پيلوټه الوتکې له لګېدو وروسته د رومانیا له چارواکو سره د دغې پېښې په اړه خبرې اترې کړې دي. د چارواکو په وینا، دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۸مه، د اوکراین او مالدووا سره د رومانیا د ختیځېې پولې په اوږدو کې په ګالاتي ښار کې رامنځته شوې ده. د روسیې چارواکو تر اوسه پورې په رسمي ډول په‌دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال د رومانیا ولسمشر نیکوشور دان د دغې پېښې په غبرګون کې د دغه هېواد د دفاع د عالي شورا بېړنۍ غونډه وربللې او د دغه ډرون لګېدل یې د اوکراین او روسیې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو جدي پېښه بللې ده.

سي‌اېن‌اېن: ایران په چټکۍ سره د خپلو توغندیو او ډرونونو زېرمې رغوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن شبکې د سپوږمکۍ انځورونو د شننې پربنسټ راپور ورکړی، چې ایران په چټکۍ سره د خپلو توغندیو او ډرونونو زېرمې بېرته رغوي او د دغه هېواد د پوځي وړتیاوو د بیا جوړولو بهیر پراخ او چټک بلل شوی دی.

د راپور له مخې؛ سي‌اېن‌اېن د ایران په ۱۸ د ځمکې لاندې توغندیزو اډو کې ۶۹ تونلونه ارزولي دي. انځورونه ښيي، چې د اوربند له پیل راهیسې لږترلږه ۵۰ تړل شوې دروازې بېرته پرانیستل شوې دي او ګڼې نورې دروازې هم د رغېدو په حال کې دي.

سي‌اېن‌اېن د ایران په لوېدیځ کې یوې بېلګې ته په اشارې لیکلي، چې د کرمان‌شاه په باختران سیمه کې د ځمکې لاندې تاسیسات څو اوونۍ وړاندې تر برید لاندې راغلي وو او د هغو ټولې څلور دروازې ویجاړې شوې وې. خو تازه انځورونه ښيي، چې اوس دوه دروازې په بشپړه توګه بېرته خلاصې شوې ښکاري او هغه سړکونه هم رغول شوي چې د توغندیو د لېږد لپاره کارېږي.

د راپور له مخې؛ ایران د دغه اډې د دوو نورو دروازو د پاکولو چارې هم روانې کړې دي او د هغو لسګونه کندو د بیا رغولو هڅه کوي، چې د امریکايي مهماتو د لګېدو له امله رامنځته شوې وې.

سي‌اېن‌اېن ویلي، د رامنځته شویو کندو پراخوالی ښيي چې یوازې د دوو تونلونو د بندولو لپاره ډېر دروند پوځي ځواک کارول شوی و؛ خو ایران اوس د دغه لارو د بېرته پرانیستلو لپاره تر ډېره د بار وړونکو موټرو او بلدوزرونو کار اخلي.

د تایوان شخړه کولای شي د امریکا او چین ترمنځ د «اټومي مقابلې» لامل شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د نړۍوالو ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د راپور له مخې لیکلي، چې د تایوان په سر د امریکا او چین هر ډول جګړه کولای شي وضعیت تر اټومي مقابلې ورسوي. دغه بنسټ ویلي، نړۍ د نوې اټومي وسله‌والې سیالۍ په درشل کې ده او د اسیاـ‌ارام سمندر سیمه به د یادې سیالۍ مرکز وي.

د یاد مرکز د ۱۵۶ مخونو اروزنه ښيي: «د سیمې هېوادونه او هغه ځواکونه چې ستراتیژیکې ګټې لري، خپلې اټومي وسلې زیاتوي. هغه هېوادونه چې اټومي وسلې نه‌لري، هم هڅه کوي د لرې واټن دودیزو بریدونو وړتیاوې پراخې کړي. دغه دواړه بهیرونه ستراتیژیک ثبات له ګواښ سره مخ کوي».

د نړۍوالو ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په لندن کې یو څېړنیز مرکز دی، چې د امنیتي او دفاعي چارو په اړه څېړنې او شننې وړاندې کوي. دغه راپور د سنګاپور د «شانګریلا ډیالوګ» غونډې تر جوړېدو مخکې خپور شوی.
دغه غونډه د اسیا تر ټولو لویه کلنۍ دفاعي ناسته ګڼل کېږي او د یاد بنسټ په کوربه‌توب ترسره کېږي. په دغه نارسمي غونډه کې د دفاع وزیران، پوځي قوماندانان، استخباراتي مشران، ډیپلوماتان، شنونکي او د وسلو د صنعت استازي ګډون کوي؛ څو د امنیتي ستونزو په اړه بحث وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ تمه کېږي چې «د ایران جګړه، د تایوان شخړه او په سیمه کې د امریکا د ژمنو پر عملي کېدو شکونه» به د یادې غونډې اصلي موضوعات وي. د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت به په دغه غونډه کې ګډون وکړي؛ خو د چین د دفاع وزیر دونګ جون ګډون لاتراوسه نه‌دی تایید شوی.

چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او څو ځلې یې ګواښ کړی، که اړتیا وي دغه ټاپو به په زور له چین سره یوځای کړي. (د غويي په ۲۴مه) د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په بیجېنګ کې د لیدنې پرمهال خبرداری ورکړ، که د تایوان مسله په سمه توګه اداره نه‌شي؛ نو د بیجېنګ او واشنګټن اړیکې ښايي «ډېر خطرناک» پړاو ته ورسېږي او ان د شخړې یا جګړې لامل شي.

هغه ټینګار وکړ، چې تایوان د بیجېنګ او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده. رویټرز لیکلي، چې د شي جېن پېنګ او ټرمپ لیدنې په تایوان کې دغه اندېښنې زیاتې کړې، چې امریکا به د یاد ټاپو د دفاع لپاره څومره پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي.

د بشپړې جګړې د رامنځته کېدو احتمال

د نړۍوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په راپور کې راغلي، چې د تایوان پر سر د امریکا او چین هر ډول پوځي شخړه ښايي په پراخ کړکېچ او ان په اټومي جګړې بدله شي. د راپور له مخې؛ که دغه احتمالي جګړه رامنځته شي، نو د دواړه خواوو موخې به سره توپیر ولري؛ چین به هڅه وکړي چې امریکا او د هغې متحدین له سیمې لرې وساتي، خو واشنګټن به د تایوان د دفاعي ځواک او د هغې د «مقاومت او پایښت» پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.

دغه څېړنیز بنسټ ټینګار کړی، ډېر لږ شواهد شته چې وښيي امریکا او چین د جګړې د اصولو او د کړکېچ پراخېدو د مخنیوي پر لارو چارو سره هوکړې ته رسېدلي دي. د دغه مرکز په وینا؛ د دواړه خواوو د قوماندې، کنټرول، مخابراتو، استخباراتو، څارنې او کشفي سیسټمونو په نښه کېدل کولای شي د جګړې د پراخېدو ګواښ نور هم زیات کړي.