• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزیر: داسې مسلکي دفاعي سیستم جوړول غواړو چې د افغانستان امنیت تضمین کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربه‌توب د امنیت شورا نړۍوال فورم په لومړۍ غونډه کې ویلي، دوی د یوه داسې ځواکمن دفاعي سیستم جوړولو په لټه کې دي چې د افغانستان د امنیت په ګډون د سیمې د ټیکاو لامل شي.

مجاهد ویلي: «موږ غواړو داسې مسلکي دفاعي سیسټم رامنځته کړو، چې نه یوازې د افغانستان امنیت تضمین کړي؛ بلکې د سیمې د ټیکاو لپاره هم مثبت ثابت شي». نوموړي له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر ښه‌والي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې «افغانانو ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه خپلو ګاونډیو ته تل ښه نیت لرلی، د تاریخ په اوږدو کې یې نه پر چا ظلم کړی او نه هم تجاوز».
نوموړي همداراز ویلي، «زموږ اساسي دريځ دا دی، چې امنيت د تقابل پر ځای د تفاهم له لارې ټینګ شي. موږ هېڅکله چا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د بل هېواد په ضرر وکاروي».
د طالبانو د دفاع وزیر د داعش ډلې په هکله ویلي، چې په افغانستان کې د یادې ډلې له بیا واکمنېدو راهیسې داعش ډله په بشپړ ډول له‌منځه تللې او اوس ترې هغه ګواښونه چې پخوا اټکل کېده؛ متوجه نه‌دي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

د روسیې دفاع وزارت مرستیال او ملا یعقوب د پوځي همکاریو په اړه خبرې کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۴ GMT+۱

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسماکوف د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره لیدلي دي. د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د سیمه‌ییزو امنیتي مسلو او دوه اړخیزه پوځي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

100%

دغه وزارت ویلي: «د یادې غونډې پرمهال داوړه خواوو په مرکزي او سویلي اسیا کې د سیمه‌ییز امنیت اړوندو مسلو او همدارنګه د ګډو ګټو په برخه کې پر دوه اړخیزو پوځي همکاریو خبرې کړې دي». د دغه خبرو اترو په اړه نور جزییات لا نه‌دي خپاره شوي.

100%

دغه ناسته یوه ورځ وروسته له هغې شوې، چې (چهارشنبه د غبرګولي ۶مه) د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو او ملا یعقوب د نړۍوال امنیتي فورم په څنډه کې د «پوځي-تخنیکي همکارۍ» په اړه رسمي تړون لاسلیک کړ.
ملا یعقوب د سرګي شویګو سره په لیدنه کې وویل: «له روسیې سره همکاري زموږ لپاره خورا اړینه ده. افغانستان او روسیه اوږدمهاله او تاریخي اړیکې لري او موږ غواړو، چې په دې برخه کې نور ګامونه پورته کړو. موږ خپلې دوه اړخیزې اړیکې پراخې کړې دي».
که څه هم د دغه امنیتي تړون جزییات لاتراوسه په رسمي ډول نه‌دي خپاره شوي؛ خو په متن کې یې ابهام په اروپا او اوکراین کې سختې ګنګوسې او اندېښنې راپارولې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغه پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، هغه ښځې چې د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو پر ضد غږ پورته کوي؛ له خپلسرو نیونو، شکنجو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.

راپور زیاتوي، چې د ښځو لپاره د روغتیايي، حقوقي او ټولنیزو خدمتونو ډېری مرکزونه د بودجې د کمښت او د طالبانو محدودیتونو له امله تړل شوي دي. ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ودروي، محدودوونکي قوانین لغوه کړي او له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان ژمنو او هوکړو ته درناوی وکړي.
ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ویلي، چې د طالبانو سختو قوانینو د بشري مرستو رسولو بهیر ستونزمن کړی. په راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیت‌ پر بنسټ تاوتریخوالي د یادو پېښو ترڅنګ د مرستندویه موسسو فعالیتونه هم له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
د راپور له مخې؛ د بودجې کمښت، اداري محدودیتونو او د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر تګ‌راتګ بندیزونه د دې لامل شوي چې بنسټیز خدمتونه په پراخه کچه کم شي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو له لوري پر ښځو د کار، زده‌کړو، تګ‌راتګ او ټولنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د ښځینه مرستندویو کارکوونکو پر فعالیتونو بندیزونو د بشري مرستو رسولو بهیر نور هم ستونزمن کړی دی.

طالبان: له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له یو مېلیارد ډالرو اوښتې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۲۰۲۶کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له یو مېلیارد او ۲۷۰ مېلیون ډالرو اوښتې چې له دې ډلې شاوخوا ۷۴ مېلیون ډالره یې د افغانستان صادرات او پاتې برخه یې واردات جوړوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده زیاته کړې، چې د افغانستان په صادراتو کې وچه او تازه مېوه، تالک ډبره، سبزیجات، طبي بوټي او بېلابېل جوسونه شامل دي.

نوموړي ویلي: «شاوخوا ۷۴ مېلیون ډالره صادرات او یو مېلیارد او ۲۰۴ مېلیون ډالره واردات وو، چې زموږ د صادراتو ډېره برخه تازه مېوې، وچه مېوې، ډول ډول جوسونه، تالک ډبره، کچالو، پیاز، طبي بوټي او هنګ جوړوي».

یوشمېر سوداګر له منځنۍ اسیا هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو لپاره مهې یادوي. د طالبانو تر واک لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مخکې ویلي و، چې په تېرو میاشتو کې د خصوصي سکټور او سیمې هېوادونو ترمنځ یوشمېر هوکړه لیکونه او تړونونه لاسلیک شوي او د سوداګرۍ کچه هم لوړه شوې ده.

د طالبانو دفاع وزیر: ځینې هڅه کوي افغانستان د ناورین په لور بوځي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د مسکو په یوې امنیتي غونډه کې خبرداری ورکړی، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان د ناورین په لور بوځي. هغه د کوم هېواد نوم اخیستلو پرته ویلي: «هغه چې ناسمه محاسبه یې کړې ده، هیڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي».

مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) وویل، تاریخي تجربې ثابته کړې چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې هر ډول «ظالمانه او مغرورانه» اقدام په پای کې د یرغلګرو په ماتې تمام شوی دی.

هغه وروسته د طالبانو د هغو څه یادونه وکړه، چې نوموړي یې «لاسته راوړنې» وبللې او ویې ویل: «له پنځو کلونو وروسته، په افغانستان کې زورواکي پای ته رسېدلې ده». نوموړي همدارنګه ادعا وکړه، چې د نشه‌یي توکو کر، تولید او قاچاق په بشپړه توګه درول شوی دی.

هغه دا ادعا هم وکړه، چې داعش «په بشپړه توګه له‌منځه تللی» او نور په افغانستان کې د یادې ډلې له لوري هېڅ ګواښ نه‌شته. دغه ادعا داسې مهال مطرح کېږي، چې د نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې داعش لاهم په سیمه کې د ځواکونو جلب‌ و جذب او د خپل حضور پیاوړتیا ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کر او د تریاکو تولید کم شوی، خو په مقابل کې د صنعتي نشه‌يي توکو لکه شیشې تولید زیات شوی دی.

محمد یعقوب مجاهد د چهارشنبې په ورځ د یادې غونډې په څنډه کې د روسیې د ملي امنیت له وزیر سرګي شویګو سره ولیدل. هغه یوه ورځ مخکې د منځنۍ اسیا له خپلو سیالانو سره په غونډه کې ویلي و: «په افغانستان کې وضعیت لاهم ستونزمن دی. د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق ګواښ پر خپل ځای پاتې دی او د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو او ډلو فعالیتونه دوام لري».

هغه ان په افغانستان کې د امریکايي پوځي تاسیساتو د ځای پر ځای کېدو په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده؛ هغه موضوع چې نه طالبانو او نه هم امریکايي چارواکو یاده کړې، خو روسي چارواکو یې په اړه په پرله‌پسې توګه خبرداری ورکړی دی.

له پاکستان سره پټې ترینګلتیاوې

د طالبانو دفاع وزیر پرته له دې چې مستقیم د پاکستان نوم واخلي، پر ډیورنډ کرښه وروستیو نښټو او سیاسي ترینګلتیاوو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې ځینې لوري هڅه کوي د افغانستان وضعیت ګډوډ او ناارامه کړي. هغه وویل، دغه لوري خپلې کورنۍ ستونزې او ننګونې پر افغانستان ور اچوي.

مجاهد په دې ټینګار سره چې د طالبانو اداره د افغانستان په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه مني وویل، دوی ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اسلام‌اباد په وار، وار طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بېلتون‌پاله ډلو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړي دي.

تر اوسه د دواړه خواوو ترمنځ د چین، سعودي عربستان، قطر او ترکیې په منځګړیتوب څلور پړاوه مستقیمې خبرې شوې دي؛ خو ټولې پرته له کومې ښکاره پایلې پای ته رسېدلې دي.

د طالبانو بهرنۍ پالیسي او امنیتي لیدلوری

د طالبانو د دفاع وزیر د خپلې وینا په پای کې د مقابلې پر ځای د «پوهاوي او خبرو اترو» له لارې د امنیت د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «زموږ بهرنۍ پالیسي د بې‌طرفۍ، توازن او متقابلې همکارۍ پر بنسټ ولاړه ده».

هغه د طالبانو د «پیاوړي امنیتي ځواک» د جوړولو پلان په اړه خبرې وکړې، چې په ورته وخت کې د افغانستان کورنی او سیمه‌ییز امنیت ډاډمن کړي او هیله یې څرګنده کړه چې د مسکو امنیتي غونډه به «د سیمې هېوادونو ترمنځ د عملي همکارۍ د پیل لپاره یو مناسب فرصت» برابر کړي.

دغه څرګندونې د نړۍوال امنیتي فورم په لومړۍ غونډه کې وشوې، چې د روسیې د امنیت شورا له‌خوا د ۲۰۲۶کال د مئ له ۲۶مې تر ۲۹ پورې د مسکو کې په کوربه‌توب ترسره شو.

طالبان غواړي د کډوالو د ایستلو په بدل کې اروپايي هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان واستوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د جرمني «این ډي ار» خبري شبکې راپور ورکړی چې طالبان غواړي له اروپا څخه دافغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د همکارۍ په بدل کې، له جرمني وروسته د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته هم خپل ډېپلوماټان واستوي.

د راپور له مخې، طالبانو له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې که اروپايي هېوادونه د دوی استازي ومني، نو دوی به د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته لېږلو په بهیر کې همکاري وکړي.

دغه رسنۍ ویلي چې بروکسل کې د راتلونکې غونډې پر مهال به د اروپايي هېوادونو له لوري د نورو طالب ډېپلوماټانو منل، د طالبانو له مهمو غوښتنو څخه وي.

یو شمېر افغان ډېپلوماټانو «ان ډي آر» ته ویلي، هغه هېوادونه چې غواړي طالبان د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي، باید د جرمني په څېر لږ تر لږه د طالبانو یو استازی د افغانستان په سفارت کې ومني.

خو د طالبانو منتقدینو خبرداری ورکړی چې طالبان ښايي له دې لارې په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو او ډېپلوماټیکو استازولیو کنټرول ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه لا هم د هغو ډېپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې تر تحولاتو وړاندې د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوي وو.

په اروپا کې طالبانو تر اوسه یوازې جرمني او ناروې ته خپل استازي لېږلي دي.

د راپور له مخې، له تېر کال راهیسې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي د برلین په سفارت او د بن په قونسلګرۍ کې حضور لري، څو د جرمني چارواکو په وینا، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر اسانه کړي.

خو «ان ډي ار» ویلي چې دغو دوو طالب استازو په عملي ډول د دغو مرکزونو اداره په لاس کې اخیستې، که څه هم د جرمني حکومت تر اوسه دا موضوع په رسمي ډول نه ده منلې.

په ورته وخت کې، د ناروې په پلازمېنه اسلو کې هم له ۲۰۲۵کال راهیسې د طالبانو یو استازی په رسمي ډول د افغانستان د ډېپلوماټیک ماموریت مسؤلیت پر غاړه لري.