بونډیبوګیو په نوم د ایبولا نادر ډول خپرېدل په کانګو کې دوام لري او د دې ناروغۍ ځینې پېښې په ګاونډي هېواد یوګانډا کې هم ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په کانګو کې تر اوسه د ایبولا ۱۲۵ مثبتې پېښې تایید شوې دي چې ۱۷ تنه پکې مړه شوي دي. دغه پېښې د ایتوري، شمالي کیوو او جنوبي کیوو ولایتونو کې ثبت شوې دي. په یوګانډا کې هم اووه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې درې یې له کانګو څخه انتقال شوې وې او یوه مړینه یې هم لرلې ده. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، تر اوسه د ټولنې دننه د ناروغۍ د پراخ انتقال کومه نښه نه ده لیدل شوې.
روغتیا نړیوال سازمان د مې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د کانګو په ختیځ کې د ایبولا دا خپرېدنه ښايي شاوخوا دوه میاشتې مخکې پیل شوې وي. د بونډیبوګیو ډول لپاره تر اوسه واکسین نه شته او د روغتیا نړیوال سازمان دا وضعیت د نړیوالې اندېښنې وړ روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړی دی.
کارپوهان اندېښنه لري چې ناروغي د اوږدې مودې لپاره له کشف پرته په یوه ګڼ مېشته سیمه کې خپره شوې، چې له امله یې د ناروغانو د تماسونو موندل او جلا کول ستونزمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي بېړنیو پروګرامونو د «لوړ ګواښ لرونکو ناروغیو» د ډلې غړې انايیس لیګانډ ویلي، د تایید شوو ناروغانو ترمنځ د مړینې کچه د ۳۰ او ۵۰ سلنې ترمنځ اټکل شوې ده.
هغې وویل: «دا ډېره لوړه کچه ده. مانا یې دا ده چې له هرو لسو اخته کسانو څخه تر پنځو پورې ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي».
نوموړې زیاته کړه چې دا شمېرې لا لومړنۍ دي او نورو څېړنو ته اړتیا لري، خو ژر روغتیايي پاملرنه کولی شي د مړینې کچه راټیټه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان همداراز اعلان کړی چې د ایبولا لومړنی رغېدلی ناروغ له روغتیايي مرکز څخه تر دوو منفي ازموینو وروسته رخصت شوی دی. سازمان هیله څرګنده کړې چې نور ناروغان هم روغ شي او پر وخت درملنې ته د لاسرسي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
دغه سازمان ویلي چې د لابراتواري ازموینو ظرفیت پراخېږي او تمه لري چې د مشکوکو پېښو د نمونو پاتې ازموینې به په راتلونکو ورځو کې بشپړې شي.
سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي د مشکوکو پېښو شمېر لا زیات شي، خو دا د څارنې او ناروغۍ د موندنې د بهیر د اغېزمنتیا نښه بلل کېږي.