د یاد مرکز د ۱۵۶ مخونو اروزنه ښيي: «د سیمې هېوادونه او هغه ځواکونه چې ستراتیژیکې ګټې لري، خپلې اټومي وسلې زیاتوي. هغه هېوادونه چې اټومي وسلې نهلري، هم هڅه کوي د لرې واټن دودیزو بریدونو وړتیاوې پراخې کړي. دغه دواړه بهیرونه ستراتیژیک ثبات له ګواښ سره مخ کوي».
د نړۍوالو ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په لندن کې یو څېړنیز مرکز دی، چې د امنیتي او دفاعي چارو په اړه څېړنې او شننې وړاندې کوي. دغه راپور د سنګاپور د «شانګریلا ډیالوګ» غونډې تر جوړېدو مخکې خپور شوی.
دغه غونډه د اسیا تر ټولو لویه کلنۍ دفاعي ناسته ګڼل کېږي او د یاد بنسټ په کوربهتوب ترسره کېږي. په دغه نارسمي غونډه کې د دفاع وزیران، پوځي قوماندانان، استخباراتي مشران، ډیپلوماتان، شنونکي او د وسلو د صنعت استازي ګډون کوي؛ څو د امنیتي ستونزو په اړه بحث وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ تمه کېږي چې «د ایران جګړه، د تایوان شخړه او په سیمه کې د امریکا د ژمنو پر عملي کېدو شکونه» به د یادې غونډې اصلي موضوعات وي. د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت به په دغه غونډه کې ګډون وکړي؛ خو د چین د دفاع وزیر دونګ جون ګډون لاتراوسه نهدی تایید شوی.
چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او څو ځلې یې ګواښ کړی، که اړتیا وي دغه ټاپو به په زور له چین سره یوځای کړي. (د غويي په ۲۴مه) د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په بیجېنګ کې د لیدنې پرمهال خبرداری ورکړ، که د تایوان مسله په سمه توګه اداره نهشي؛ نو د بیجېنګ او واشنګټن اړیکې ښايي «ډېر خطرناک» پړاو ته ورسېږي او ان د شخړې یا جګړې لامل شي.
هغه ټینګار وکړ، چې تایوان د بیجېنګ او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده. رویټرز لیکلي، چې د شي جېن پېنګ او ټرمپ لیدنې په تایوان کې دغه اندېښنې زیاتې کړې، چې امریکا به د یاد ټاپو د دفاع لپاره څومره پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي.
د بشپړې جګړې د رامنځته کېدو احتمال
د نړۍوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په راپور کې راغلي، چې د تایوان پر سر د امریکا او چین هر ډول پوځي شخړه ښايي په پراخ کړکېچ او ان په اټومي جګړې بدله شي. د راپور له مخې؛ که دغه احتمالي جګړه رامنځته شي، نو د دواړه خواوو موخې به سره توپیر ولري؛ چین به هڅه وکړي چې امریکا او د هغې متحدین له سیمې لرې وساتي، خو واشنګټن به د تایوان د دفاعي ځواک او د هغې د «مقاومت او پایښت» پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.
دغه څېړنیز بنسټ ټینګار کړی، ډېر لږ شواهد شته چې وښيي امریکا او چین د جګړې د اصولو او د کړکېچ پراخېدو د مخنیوي پر لارو چارو سره هوکړې ته رسېدلي دي. د دغه مرکز په وینا؛ د دواړه خواوو د قوماندې، کنټرول، مخابراتو، استخباراتو، څارنې او کشفي سیسټمونو په نښه کېدل کولای شي د جګړې د پراخېدو ګواښ نور هم زیات کړي.