• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران پر لبنان د اسراییل بریدونه وغندل

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د بیروت په څنډو او د لبنان پر سویلي او ختیځو سیمو د اسراییل بریدونه وغندل. بقايي نړۍوالې ادارې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په «بې‌غورۍ» تورنه کړه او زیاته یې کړه، چې د دوی چلند د اسراییل «د لا زړورتوب» لامل شوی دی.

هغه له لبنان سره د ایران پر «بشپړ پیوستون» هم ټینګار وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په صور، بقاع او سویلي سیمو کې د حزب‌الله تر ۱۳۵ ډېر هدفونه له‌منځه وړي دي.
د اسراییلي پوځ د معلوماتو له‌مخې؛ په دغه بریدونو کې د راکټ توغولو له امله شاوخوا ۱۰ هغه ځایونه په نښه شوي، چې حزب‌الله ترې د اسراییلي پوځیانو او ملکي وګړو پر وړاندې کار اخیست. د اسراییل پوځ همداراز ویلي، دغه د توغندیو اډې د بقاع او د سویلي لبنان په اړوندو سیمو کې په نښه شوې دي.
د اسراییل پوځ زیاته کړې، چې د بقاع په «بریتال» سیمه کې یې د حزب‌الله یو لوی روزنیز کمپ هم تر سختو هوايي بریدونو لاندې راوستی او زیانمن کړی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري
۱

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۲

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۳

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۴

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۵

افغانه خبریاله:د طالبانو بیا واکمنۍ د افغان ښځو غږ کمزوری او لاسته راوړنې یې له منځه یووړې