• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۲:۵۰ GMT+۱

له کابل څخه افغانستان انټرنشنل- پښتو ته په یوې رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې یوه نجلۍ د قرغې پر سړک دولتي تور پلېټ لرونکی موټر چلوي. د کابل یوه اوسېدونکي ویلي، چې طالبان نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه نه‌ورکوي، خو د کورنۍ ښځینه غړې یې بیا دولتي موټر چلوي.

دغه کس وویل: «زه له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې دولتي دنده لرم، خو تر اوسه مې زوړ موټرسایکل نوی نه‌شو، خو په همدې امارت کې چې نوی راغلی د طالبانو د چارواکو د کورنۍ غړې دولتي موټر کې ګرځي».

هغه نیوکه کوي، چې طالبان نجونو ته د زده‌کړو حق نه‌ورکوي، خو د دغې ډلې د کورنیو ښځینه غړې په کابل کې ان دولتي موټر چلوي. نوموړي په یوه غږیز پېغام کې زیاته کړې: «دا به حتمي د طالبانو د کوم وزیر او یا هم د کوم رییس لوري وي. موږ یو شخصي موټر نه‌لرو، خو د دوی لورګانې لا ۱۵ کلنې شوې نه‌دي او موټر یې ورکړی دی».

طالبانو لا تر اوسه د یوې نجلۍ له لوري د دولتي پلېټ لرونکي موټر د چلولو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي. د ملا هبت‌الله د جزایي قوانینو تر څنګ د ښځو په تړاو د محدودیتونو او بندیزونو اړوند تر سلو ډېر فرمانونه صادر شوي دي. پر کابل واکمنه ډله په نړیواله کچه د ښځو د ځپونکو په توګه پېژندل کېږي او د بشري حقونو د سرغړونو پراخې نیوکې پرې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

د تخار اوسېدونکي له طالبانو د ویجاړ شوي پُل د بیارغونې غوښتنه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دشت‌روبا او فرخار ولسوالۍ ترمنځ د سېلابونو له امله د عمومي لارې یو مهم پلچک په بشپړ ډول ویجاړ شوی او تر اوسه پورې نه دی رغول شوی.

د سیمې اوسېدونکو د یوډیويي پیغام په لېږلو سره ویلي، چې دغه سړک د فرخار ولسوالۍ پر لور د عامو وګړو د تګ راتګ تر ټولو مهمه لاره ده او د دغې ستونزې له امله د یادې لارې پر سر تېرېدونکي موټر له ۴ تر ۵ ساعتونو انتظار کوي. د دغې ستونزې دوام د سیمې پر اوسېدونکو او مسافرو باندې خورا منفي اغېز کړی دی. یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو ادعا کړې چې په سیمه کې د ترافیکو او نورو اړوندو مسوولو ادارو هېڅ ډول شتون نه لیدل کېږي او تر دې دمه د لارې د پاکولو یا د موټرو د تګ راتګ د تنظیم لپاره کوم عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د سیمې اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې یاد پُل او شاوخوا سیمه پاکه او ورغوي، څو خلک په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او ناروغان وکولای شي پرته له اوږد انتظار او ستونزو خپل سفرونه ترسره کړي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږل شوې ویډیو کې لسګونه موټر ښکاري چې په اوږدو کتارونو کې ولاړ دي او د یادې سیمې له لارې د تېرېدو انتظار باسي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د تخار ولایت د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

غلو زموږ یو ملګری له تښتولو وروسته وژلی، خو طالبانو موضوع پټه ساتلې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۱

د کابل د پغمان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په رالېږلي پیغام کې ادعا کړې چې ناپېژاندو کسانو د عرفې په ورځ د دوی یو ملګری تښتولی او وروسته یې وژلی دی.

د پیغام لېږونکي د معلوماتو له مخې، منګل احمدزی د عرفې په ورځ له تښتول کېدو وروسته تر دویمې ورځې پورې نادرکه و او کورنۍ یې په بېلابېلو سیمو کې د هغه د موندلو پراخې هڅې کولې. سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ د دغه ځوان بې‌ساه جسد په کابل کې د عدلي طب په مرکز کې وموندل شو. د نوموړي په وینا، د وژل شوي احمدزي پر مخ او بدن د چاقو د بریدونو ګڼې نښې لیدل کېدې او داسې ښکاري چې هغه د اختر په لومړۍ ورځ وژل شوی وي. دغه راز غلو د منګل احمدزي موټر، نغدې پیسې او ګرځنده ټیلیفون هم له ځان سره وړي دي

سرچینې په‌ خپل لېږلي پیغام کې دا ادعا هم کړې چې منګل احمدزی په سیمه کې یوازینی قرباني نه دی، بلکې په وروستیو میاشتو کې ورته نورې پېښې هم شوې دي، خو د دغو ټولو پېښو په اړه معلومات په پراخه کچه نه دي خپاره شوي؛ ځکه طالبانو د دغو جنايي پېښو د رسنیز کېدو مخه ډب کړې ده.

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته دا ادعا هم کړې چې د طالبانو امنیتي ځواکونو دوی ته خبر ورکړی و چې د پغمان په غرنیو سیمو کې د څو کسانو جسدونه موندل شوي دي. د هغه په وینا، ځینې جسدونه د اوږدې مودې تېرېدو له امله زیانمن شوي او د ځنګلي حیواناتو له خوا هم خوړل شوي وو.

د قرباني د کورنۍ او ملګرو له لوري غوښتنه شوې چې د طالبانو امنیتي بنسټونه دې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملان دې عدالت ته وسپاري.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل د پغمان ولسوالۍ د یوه هېوادوال روایت دی افغانستان انټرنشنل یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو شکایت؛ دوه سمستره کېږي چې بدل اعاشه نه ده راکړل شوې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱

د خوست د شیخ زاید پوهنتون یو شمېر محصلان شکایت کوي چې له تېرو دوو سمسترونو راهیسې ورته د بدل اعاشې پیسې نه دي ورکړل شوې او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یوه محصل ویلي چې مخکې به مسوولینو ورته ویل د بدل اعاشې لپاره بودیجه نشته، خو اوس چې بودیجه تصویب شوې، بیا هم پیسې نه ورکول کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ په بازار کې د اوسېدو او مصرف توان نه لرو. کله چې لیلیې ته مراجعه کوو، راته وایي ځای نشته او لیلیه نه درکول کېږي».

د محصلانو په وینا، د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمېر زده‌کوونکي له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي او نه شي کولای د کرایې، خوړو او نورو ورځنیو اړتیاوو لګښتونه برابر کړي.

دوی له اړوندو مسوولینو غواړي چې د بدل اعاشې د ورکړې بهیر ژر تر ژره بشپړ کړي او د لیلیې ستونزې ته هم عملي حل پیدا کړي، څو محصلان وکولای شي خپلو زده کړو ته په مناسب ډول دوام ورکړي.

شیخ زاید پوهنتون د افغانستان له مهمو دولتي پوهنتونونو څخه دی چې د خوست ولایت په مرکز کې موقعیت لري. دا پوهنتون په اصل کې په ۲۰۰۰ کال کې د “افغان پوهنتون” په نوم په پېښور کې جوړ شو، خو وروسته خوست ته ولېږدول شو او په ۲۰۰۳ کال کې یې رسمي فعالیت پیل کړ. وروسته د متحده عربي اماراتو د بنسټ‌ايښودونکي شیخ زاید بن سلطان ال نهیان په نوم ونومول شو، ځکه د پوهنتون د ودانۍ او پراختیا په برخه کې یې مالي ملاتړ کړی و.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د شیخ زاید پوهنتون محصلانو روایت دی. افغانستان انټرنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۴۵ GMT+۱

یوه افغان کډوال چې تازه له تاجکستان څخه په زوره اېستل شوی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په رالېږلې ویډیو کې د طالبانو له مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده څخه بښنه غوښتې او ویلي یې دي، چې غواړي په هېواد کې له خپلې کورنۍ سره عادي او ارام ژوند وکړي.

دغه کس وایي چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په کابل کې د نجونو د زده کړو او د ښځو د حقونو اړوند لاریونونو کې ګډون کړی و. د نوموړي په خبره، وروسته یې په ۲۰۲۴ کال کې په یوه بل اعتراض کې هم برخه اخیستې وه چې موخه یې د طالبانو د مشر موندل او ورسره حضوري لیدل وو. نوموړی ادعا کوي چې غوښتل یې له ملا هبت‌الله څخه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو، د ښځو د کار حق او نورو مدني حقونو غوښتنه وکړي، خو وایي له همدې امله له ستونزو سره مخ شو او اړ شو افغانستان پرېږدي او تاجکستان ته کډه شي.

نوموړي په خپلې ویډیو کې له ملا هبت‌الله بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې اجازه دې ورکړل شي څو افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره عادي ژوند وکړي.

دغه افغان همداراز ویلي، ګاونډي هېوادونه له افغان کډوالو سره «ناوړه چلند» کوي. هغه په ځانګړي ډول د ایران، پاکستان او تاجکستان نومونه یاد کړي او ادعا یې کړې چې افغان کډوال په دغو هېوادونو کې له فشارونو او ستونزو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې له تاجکستان څخه د یوه افغان اېستل شوي کډوال روایت دی. افغانستان انټرنشنل- پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۴ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د کابل د پنځمې حوزې له محکمې څخه رسېدلي اسناد ښيي، چې د دغې حوزې درېیو قاضیانو "مولوي نعمت الله فیصل، مولوي حضرت ولي صفي الله او مولوي نقیب الله" د پېسو په بدل د پنځمې ناحیې اړوند د یو کور قباله د جعلي شهادت پر بنیاد ورکړې ده.

د پنځمې حوزې اړوند یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې یاده کشاله د دغې حوزې د محکمې له رییس سره هم شریکه شوې ده.

نوموړی وايي: "قضیه داسې ده چې موکیل او شاهدان له افغانستانه بېرون دي، مګر وکیل او قاضیانو په جعلي شهادت د کور قباله یو بل چا ته ورکړې ده."

په تر لاسه شویو اسنادو کې ښکاري چې د پنځمې حوزې اړوند درېیو قاضیانو پر جعلي شهادت لیک لاسلیکونه هم کړي دي او پر بنسټ یې کور پلورل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې د طالبانو له خوا د بهرمېشتو افغانانو د کورونو د خپلسري پلور قضیه راپورته کیږي، بلکې له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته له ننګرهار، کابل، لغمان، کندهار او بلخ ولایتونو څخه ورته سندونه رسېدلي وو.