د جودو او کورش پخوانی افغان لوبغاړی اسماعیل کاکړ په جرمني کې ومړ

د افغانستان د کورش، سامبو او غېږ نیونې فدراسیون د جرمني په برلین کې د افغانستان د ملي جوډو او کورش لوبډلې د پخواني غړي اسماعیل کاکړ مړینه تایید کړې ده. د راپورونو له مخې؛ دغه مشهور افغان لوبغاړی د چهارشنبې په ورځ د جرمني په برلین کې د زړه د حملې له امله مړ شوی.
