کابل مېشتی: طالبانو د اختر په دویمه ورځ د کورنیو لپاه د تفریحي پارک دروازه وتړله

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د لوی اختر په دویمه ورځ د کابل د «امېد ښارګوټي» پارک د خلکو پر مخ تړلی دی. د نوموړي په وینا؛ د طالبانو امر بالمعروف محتسبانو هغه مهال پارک وتاړه، چې په پارک کې یې یوشمېر ښځې او ماشومان په زانګوګانو او تفریحي وسایلو کې ولیدل.
