په برېتانیا کې د رېګارډ کچې ګرمۍ د اوبو رسولو سیستمونه له جدي ستونزو مخ کړي دي

په برېتانیا کې د بېسارې ګرمۍ د څپې او وچ پسرلي له امله د اوبو رسولو سیستمونه تر فشار لاندې راغلي او ځینې سیمې د اوبو له جدي کمښت سره مخ شوې دي.

په برېتانیا کې د بېسارې ګرمۍ د څپې او وچ پسرلي له امله د اوبو رسولو سیستمونه تر فشار لاندې راغلي او ځینې سیمې د اوبو له جدي کمښت سره مخ شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپا د نورو هېوادونو په څېر بریتانیا هم په تېره یوه اونۍ کې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ شوې چې له امله یې د اوبو غوښتنه په روښانه ډول زیاته شوې ده.
د برېتانیا د چاپېریال ادارې ویلي، چې د مارچ او اپرېل په میاشتو کې د باران اندازه له منځنۍ کچې څخه ډېره کمه وه، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د اوبو زېرمې تر فشار لاندې راغلې دي.
په همدې حال کې د وېټسټبل په سیمه کې ډېری کاروبارونه د کال تر ټولو بوختې اونۍ پر مهال، چې د ښوونځیو رخصتي هم پکې شامله وه تړل شوي دي، ځکه د اوبو کمښت د خدماتو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
رویټرز د یو سیمهییز اوسېدونکي جورج له قوله ویلي، چې هغه د اوبو د رسولو سیمهییز شرکت «ساوت ایسټ واټر» ملامتوي، چې لا دمخه د څارونکې ادارې «اوفواټ» تر څېړنې لاندې دی، ځکه د دې شبکې په نورو برخو کې هم د اوبو پرېکونونه رامنځته شوي دي.
هغه ویلي: «زه نه غواړم چې د اوبو شرکتونه د پانګونې د نشتوالي پر ځای اقلیمي بدلون یا د خلکو زیات استعمال پلمه کړي.»
په ورته مهال د برېتانیا د اقلیمي بدلون خپلواکې کمېټې خبرداری ورکړی چې دغه هېواد به په راتلونکو کلونو کې لا ډېر ګرم او وچ اوړي تجربه کړي او د دې وضعیت د مدیریت لپاره به شاوخوا یوولس میلیارده پونډه کلنۍ پانګونې ته اړتیا وي.