• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزیر: ځینې هڅه کوي افغانستان د ناورین په لور بوځي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د مسکو په یوې امنیتي غونډه کې خبرداری ورکړی، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان د ناورین په لور بوځي. هغه د کوم هېواد نوم اخیستلو پرته ویلي: «هغه چې ناسمه محاسبه یې کړې ده، هیڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي».

مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) وویل، تاریخي تجربې ثابته کړې چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې هر ډول «ظالمانه او مغرورانه» اقدام په پای کې د یرغلګرو په ماتې تمام شوی دی.

هغه وروسته د طالبانو د هغو څه یادونه وکړه، چې نوموړي یې «لاسته راوړنې» وبللې او ویې ویل: «له پنځو کلونو وروسته، په افغانستان کې زورواکي پای ته رسېدلې ده». نوموړي همدارنګه ادعا وکړه، چې د نشه‌یي توکو کر، تولید او قاچاق په بشپړه توګه درول شوی دی.

هغه دا ادعا هم وکړه، چې داعش «په بشپړه توګه له‌منځه تللی» او نور په افغانستان کې د یادې ډلې له لوري هېڅ ګواښ نه‌شته. دغه ادعا داسې مهال مطرح کېږي، چې د نړۍوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې داعش لاهم په سیمه کې د ځواکونو جلب‌ و جذب او د خپل حضور پیاوړتیا ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ که څه هم په افغانستان کې د کوکنارو کر او د تریاکو تولید کم شوی، خو په مقابل کې د صنعتي نشه‌يي توکو لکه شیشې تولید زیات شوی دی.

محمد یعقوب مجاهد د چهارشنبې په ورځ د یادې غونډې په څنډه کې د روسیې د ملي امنیت له وزیر سرګي شویګو سره ولیدل. هغه یوه ورځ مخکې د منځنۍ اسیا له خپلو سیالانو سره په غونډه کې ویلي و: «په افغانستان کې وضعیت لاهم ستونزمن دی. د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق ګواښ پر خپل ځای پاتې دی او د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو او ډلو فعالیتونه دوام لري».

هغه ان په افغانستان کې د امریکايي پوځي تاسیساتو د ځای پر ځای کېدو په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې ده؛ هغه موضوع چې نه طالبانو او نه هم امریکايي چارواکو یاده کړې، خو روسي چارواکو یې په اړه په پرله‌پسې توګه خبرداری ورکړی دی.

له پاکستان سره پټې ترینګلتیاوې

د طالبانو دفاع وزیر پرته له دې چې مستقیم د پاکستان نوم واخلي، پر ډیورنډ کرښه وروستیو نښټو او سیاسي ترینګلتیاوو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې ځینې لوري هڅه کوي د افغانستان وضعیت ګډوډ او ناارامه کړي. هغه وویل، دغه لوري خپلې کورنۍ ستونزې او ننګونې پر افغانستان ور اچوي.

مجاهد په دې ټینګار سره چې د طالبانو اداره د افغانستان په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه مني وویل، دوی ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اسلام‌اباد په وار، وار طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅ بېلتون‌پاله ډلو پر ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړي دي.

تر اوسه د دواړه خواوو ترمنځ د چین، سعودي عربستان، قطر او ترکیې په منځګړیتوب څلور پړاوه مستقیمې خبرې شوې دي؛ خو ټولې پرته له کومې ښکاره پایلې پای ته رسېدلې دي.

د طالبانو بهرنۍ پالیسي او امنیتي لیدلوری

د طالبانو د دفاع وزیر د خپلې وینا په پای کې د مقابلې پر ځای د «پوهاوي او خبرو اترو» له لارې د امنیت د ټینګښت پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «زموږ بهرنۍ پالیسي د بې‌طرفۍ، توازن او متقابلې همکارۍ پر بنسټ ولاړه ده».

هغه د طالبانو د «پیاوړي امنیتي ځواک» د جوړولو پلان په اړه خبرې وکړې، چې په ورته وخت کې د افغانستان کورنی او سیمه‌ییز امنیت ډاډمن کړي او هیله یې څرګنده کړه چې د مسکو امنیتي غونډه به «د سیمې هېوادونو ترمنځ د عملي همکارۍ د پیل لپاره یو مناسب فرصت» برابر کړي.

دغه څرګندونې د نړۍوال امنیتي فورم په لومړۍ غونډه کې وشوې، چې د روسیې د امنیت شورا له‌خوا د ۲۰۲۶کال د مئ له ۲۶مې تر ۲۹ پورې د مسکو کې په کوربه‌توب ترسره شو.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان غواړي د کډوالو د ایستلو په بدل کې اروپايي هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان واستوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د جرمني «این ډي ار» خبري شبکې راپور ورکړی چې طالبان غواړي له اروپا څخه دافغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د همکارۍ په بدل کې، له جرمني وروسته د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته هم خپل ډېپلوماټان واستوي.

د راپور له مخې، طالبانو له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې که اروپايي هېوادونه د دوی استازي ومني، نو دوی به د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته لېږلو په بهیر کې همکاري وکړي.

دغه رسنۍ ویلي چې بروکسل کې د راتلونکې غونډې پر مهال به د اروپايي هېوادونو له لوري د نورو طالب ډېپلوماټانو منل، د طالبانو له مهمو غوښتنو څخه وي.

یو شمېر افغان ډېپلوماټانو «ان ډي آر» ته ویلي، هغه هېوادونه چې غواړي طالبان د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي، باید د جرمني په څېر لږ تر لږه د طالبانو یو استازی د افغانستان په سفارت کې ومني.

خو د طالبانو منتقدینو خبرداری ورکړی چې طالبان ښايي له دې لارې په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو او ډېپلوماټیکو استازولیو کنټرول ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه لا هم د هغو ډېپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې تر تحولاتو وړاندې د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوي وو.

په اروپا کې طالبانو تر اوسه یوازې جرمني او ناروې ته خپل استازي لېږلي دي.

د راپور له مخې، له تېر کال راهیسې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي د برلین په سفارت او د بن په قونسلګرۍ کې حضور لري، څو د جرمني چارواکو په وینا، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر اسانه کړي.

خو «ان ډي ار» ویلي چې دغو دوو طالب استازو په عملي ډول د دغو مرکزونو اداره په لاس کې اخیستې، که څه هم د جرمني حکومت تر اوسه دا موضوع په رسمي ډول نه ده منلې.

په ورته وخت کې، د ناروې په پلازمېنه اسلو کې هم له ۲۰۲۵کال راهیسې د طالبانو یو استازی په رسمي ډول د افغانستان د ډېپلوماټیک ماموریت مسؤلیت پر غاړه لري.

نیویارک ټایمز: طالبان په پټه له ټي‌ټي‌پي سره د افغان جنګیالیو یوځای کېدل مني

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

نیویارک ټایمز د طالبانو د چارواکو له قوله وايي، چې یو شمېر افغان جنګیالي له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره یوځای شوي. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ تل ادعا کوي، د ټي ټي پي د بریدونو پر مهال د افغانانو ګډون مخ پر زیاتېدو او د دې ډلې ترڅنګ د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

دغه امریکايي ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په یوه مفصل راپور کې ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري او سره له دې چې چین د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته پناه ورکوي او دا ډله په پاکستان کې د زرګونو مرګونو بریدونو مسؤله بولي.

خو د راپور له مخې، طالب چارواکو که څه هم په خصوصي ناستو کې د ځینو افغان جنګیالیو د ټي‌ټي‌پي سره یوځای کېدل منلي، خو په علني ډول وایي چې د ایډیولوژیکو اړیکو سربېره د دې ډلې پر رهبرۍ کنټرول نه لري او د ټي‌ټي‌پي پر ضد جګړه د پاکستان «کورنی مشکل» ګڼي.

راپور وایي چې د دې کړکېچ له امله سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د شمېرو له مخې، د پاکستان د هوايي او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۷۲افغان ملکيان وژل شوي او نږدې ۴۰۰نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې تر ټولو خونړی برید په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه درملنیز مرکز شوی و، چې ۲۶۹کسان پکې وژل شوي وو.

نیویارک ټایمز لیکلي چې امریکا د «ځان‌دفاع حق»تر عنوان لاندې عملاً پاکستان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې اقدامات وکړي.

د سویلي اسیا د امنیتي چارو کارپوهه او د کلیمسن پوهنتون د سیاسي علومو استاده، امیرا جادون، ورځپاڼې ته ویلي: «افغانستان نور د امریکا د لومړیتوبونو په سر کې نه دی، او واشنګټن اوس د افغانستان په اړه د پاکستان له سیاستونو ملاتړ کوي. اسلام‌اباد هم له دې فرصته د خپلو ګټو لپاره اعظمي استفاده کوي.»

راپور زیاتوي، چې د پاکستان له خوا پرله‌پسې د لارو تړل، پوځي بریدونه او د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل، د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

افغانستان چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او د خوراکي او ساختماني توکو د وارداتو لپاره پر پاکستان تکیه لري، اوس له سخت روغتیايي بحران سره هم مخ دی.

په کابل کې درمل‌پلورونکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د شکر ناروغۍ د درملو په ګډون د مهمو درملو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي.

د راپور له مخې، طالبانو د دې کمښت د جبران لپاره له روسیې او هند څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

تېره میاشت د طالبانو او پاکستان استازو د چین په شمال‌لوېدیځ ښار ارومچي کې اته ورځې خبرې کړې وې.

یو پاکستاني امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، نیویارک ټایمز ته ویلي چې چین هڅه وکړه د خپل نفوذ له لارې کړکېچ حل کړي، خو په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونو د دوام له امله اسلام‌اباد د بیجینګ د غوښتنې خلاف خبرې ودرولې.

د سرچینو په وینا، دغه مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ د ژورې بې‌باورۍ له امله بې‌پایلې پاتې شوي دي.

پاکستان له طالبانو غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي د مهارولو لپاره لیکلی ضمانت ورکړي، خو طالبانو دا غوښتنه «غیرواقعي» بللې ده.

بل لور ته، طالب چارواکي باور لري چې د اسلام‌اباد اوږدمهاله موخهپه کابل کې د دوی د حکومت نسکورول دي، له همدې امله نه غواړي له خپلو دفاعي دریځونو شاته شي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان: کډوالي او ژورنالېزم جرم نه دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان خبریالانو نیولو ته په اشارې سره وایي چې «کډوالي او ژورنالېزم جرم ده دی». یاد سازمان په دغه هېواد کې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي په نیول کېدو اندېښه ښودلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې هاشمي د ایبټ‌اباد–اسلام‌اباد پر لویه لاره د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شوی او وروسته یوه نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.

د نوموړي د کورنۍ په وینا، تر اوسه پورې د هغه د ځای پر ځای کېدو او روغتیايي وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دغه سازمان د خبریالانو نیول او په نامعلوم ځای کې ساتل «د رسنیزې ازادۍ او بشري حقونو ښکاره نقض» بللی او د پاکستان د پولیسو دغه اقدام یې غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نیول کېدو د ځای او دلایلو پټ ساتل له قانون سره په ټکر کې دي او د هاشمي کورنۍ او د رسنیو ټولنه حق لري چې د هغه له وضعیت او ځای څخه خبر وي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې د سید قاسم هاشمي د ژوند خوندیتوب تضمین کړي او هغه ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه بنسټ همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونو ته پام وکړي او د هغوی د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې «کډوالي او ژورنالیزم جرم نه دی» او ویلي یې دي چې تر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو د سید قاسم هاشمي د برخلیک روښانه کېدل او بشپړه ازادي یقیني شي.

د قطر په ملاتړ طالبانو په پکتیکا او کندهار کې ۱۲۸۰ کورنیو ته د قربانۍ غوښه وېشلې

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د قطر هېواد په ملاتړ یې د لوی اختر په مناسبت په پکتیکا او کندهار ولایتونو کې ۱۲۸۰ اړمنو کورنیو ته د قربانۍ غوښه وېشلې ده.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، په پکتیکا کې ۶۴۰ او په کندهار کې ۶۴۰ نورو کورنیو ته ټول ۶،۴ټنه غوښه وېشل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرسته د قطر سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ برابره شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ته پنځه کیلوګرامه غوښه ورکړل شوې ده.

افغاني سرې میاشتې ویلي، دا مرستې د لوی اختر په ورځو کې د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د بشري مرستو د پر وخت رسولو په موخه ترسره شوې دي.

یادې ادارې ټینګار کړی چې د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ هڅه کوي بشري مرستې اړمنو کسانو ته په منظم ډول ورسوي.

د طالبانو دفاع وزیر: د افغانانو لپاره قونسلي خدمات باید معیاري او پر وخت وي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مسکو کې د سفارت د کارکوونکو د فعالیتونو، منظمې همغږۍ او په روسیه کې د طالبانو د استازولۍ د چارو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمات باید معیاري او پر وخت وي.

د دغه سفارت څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، نوموړي روسیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال د سفارت له ودانۍ او اداري څانګو لیدنه کړې او د سفارت له طالب ډېپلوماټانو او کارکوونکو سره یې ناسته ترسره کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ملا یعقوب د سفر پر مهال د سفارت د چمتووالي او د چارو د تنظیم ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې افغانانو ته باید معیاري، اغېزمن او پر وخت قونسلي او اداري خدمات وړاندې شي.

هغه همدارنګه د سفارت له مسولینو غوښتي چې د افغانانو د ستونزو د حل او د خدماتو د لا ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.