په کندهار کې یوشمېر ناروغان، درمل پلورونکي او روغتیايي کارکوونکي وایي، چې په وروستیو میاشتو کې د درملو بیې خورا لوړې شوې، ځینې مهم درمل کم شوي او ځینې درمل بیا په بشپړه توګه له بازارونو ورک شوي دي.
خلک شکایت کوي، چې پخوا به درمل په اسانه پیدا کېدل؛ خو اوس هم د درملو بیې لوړې شوې او هم یې کیفیت له ستونزو سره مخ شوی دی. د کندهار ښار د درملو مارکېټونو یوشمېر درمل پلورونکي وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ تر محدودېدو وروسته د درملو واردات کم شوي او ډېری سوداګر اړ شوي چې درمل په نارسمي او قاچاقي لارو راوړي.
د کندهار ښار یو درمل پلورونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي: «پخوا به اکثره درمل په منظم ډول له پاکستان نه راتلل؛ خو اوس لارې بندې دي، مالیې زیاتې شوې او واردات کم شوي دي. ځینې درمل پیدا کېږي هم نه؛ که وي نو بیه یې دوه برابره شوې ده».
هغه زیاتوي، چې په وروستیو میاشتو کې د زکام، تبې، انتان، شکرې، فشار او ماشومانو د ناروغیو ګڼ درمل کم شوي دي. پناډول، بروفین، اګمنټېن، اموکسیسلین، انسولین، د وینې فشار درمل، سیرومونه، د ماشومانو انټيبیوټیک شربتونه، د سالنډۍ سپرې او د زړه ناروغیو درمل په بازار کې تر ټولو ډېر کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.
ځینې درمل پلورونکي وایي، پخوا چې به کوم درمل په ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېدل اوس یې بیه تر ۳۰۰ او ۴۰۰ افغانیو رسېدلې ده. د کندهار یو اوسېدونکی عزیز احمد وایي، د درملو لوړو بیو د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی؛ ځکه ډېری کورنۍ د اقتصادي ناورین له امله لا دمخه له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
یو بل ناروغ رحمتالله بیا وایي: «د شکرې ناروغي لرم، مخکې به مې انسولین په ارزانه اخیستل؛ خو اوس هم کم پیدا کېږي او هم یې بیې لوړې شوې دي. ځینې وخت اړ کېږو، چې درمل نیم واخلو او نیم پرېږدو».
خلک وایي، د ماشومانو درمل هم کم شوي او کورنۍ اړې دي؛ څو درمل په لوړو بیو وپېري یا ناروغان بې درملو پرېږدي. د درملو بازار یوشمېر سوداګر او روغتیايي سرچینې وایي، د رسمي سوداګرۍ تر کمښت وروسته په وروستیو میاشتو کې ګڼ درمل له قاچاقي لارو له پاکستان نه افغانستان ته راوړل شوي دي.
د دوی په وینا؛ ځینې دغه درمل له قاچاقي لارو بازارونو ته رسېدلي، خو یوشمېر نور بیا د طالبانو لهخوا نیول شوي او سوځول شوي دي. روغتیا پالان خبرداری ورکوي، چې قاچاقي درمل اکثره وخت معیاري نهوي، د ساتنې مناسب شرایط نهلري، د ختمېدو نېټه یې نږدې وي او دغه راز جعلي یا ټیټ کیفیت لرونکي وي.
په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د خلکو د عاید کمېدو له امله روغتیايي خدمتونه لا دمخه له ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس د درملو ناورین دغه وضعیت نور هم سخت کړی دی.
د کندهار یو ډاکټر منیر احمد په دې اړه وایي: «کله چې ناروغ نسخه واخلي خو درمل نهشي اخیستلای یا نه وي یا یې بیه لوړه وي؛ نو درملنه نیمګړې پاتې کېږي. اوس ډېری ناروغان درمل په بشپړ ډول نهشي اخیستلای تر وس یې لوړ دي».
هغه زیاتوي، چې په ځانګړي ډول د مزمنو ناروغیو ناروغان لکه؛ د شکرې، د زړه، د فشار او سالنډۍ ناروغان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. یوشمېر کسان او درمل پلورونکي وایي، چارواکو تر اوسه د درملو بیو د کنټرول او کمښت د حل لپاره جدي او عملي ګامونه نهدي پورته کړي.
روغتیايي شنونکي وایي، افغانستان تر ډېره پر وارداتي درملو متکي دی او که له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ ستونزې دوام وکړي؛ نو د درملو بازار به نور هم اغېزمن شي.
دوی ټینګار کوي، چې د درملو رسمي واردات باید اسانه شي، د بیو د کنټرول جدي مېکانیزم جوړ شي، د قاچاقي او بېکیفیته درملو مخنیوی وشي، د داخلي درمل جوړونې سکتور ملاتړ وشي او د روغتیايي خدماتو لپاره بېړني اقدامات وشي.
دوی خبرداری ورکوي، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو په کندهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې به د درملو کمښت او لوړې بیې د خلکو پر روغتیا لا جدي منفي اغېز وکړي.