• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له مارکو روبیو سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته ورسېد

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په رسمي سفر واشنګټن ډي‌سي ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په وینا؛ په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ او د دغه سفارت یوشمېر لوړپوړو چارواکو د نوموړي هرکلی وکړ.

تمه کېږي، چې د دغه سفر پرمهال به اسحاق ډار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره وګوري او د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو مسلو په اړه به خبرې وکړي. د معلوماتو له مخې؛ په دې سفر کې به د پاکستان او امریکا پر دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو او نړۍوالو بدلونونو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې وشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې نوموړی به د خپلو رسمي پروګرامونو تر بشپړېدو وروسته په ټاکلې ورځ اسلام‌باد ته راستون شي. دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې لاهم روانې دي.

ترویج لرونکی

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته
۱
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

د تایوان شخړه کولای شي د امریکا او چین ترمنځ د «اټومي مقابلې» لامل شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۶:۳۱ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د نړۍوالو ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د راپور له مخې لیکلي، چې د تایوان په سر د امریکا او چین هر ډول جګړه کولای شي وضعیت تر اټومي مقابلې ورسوي. دغه بنسټ ویلي، نړۍ د نوې اټومي وسله‌والې سیالۍ په درشل کې ده او د اسیاـ‌ارام سمندر سیمه به د یادې سیالۍ مرکز وي.

د یاد مرکز د ۱۵۶ مخونو اروزنه ښيي: «د سیمې هېوادونه او هغه ځواکونه چې ستراتیژیکې ګټې لري، خپلې اټومي وسلې زیاتوي. هغه هېوادونه چې اټومي وسلې نه‌لري، هم هڅه کوي د لرې واټن دودیزو بریدونو وړتیاوې پراخې کړي. دغه دواړه بهیرونه ستراتیژیک ثبات له ګواښ سره مخ کوي».

د نړۍوالو ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په لندن کې یو څېړنیز مرکز دی، چې د امنیتي او دفاعي چارو په اړه څېړنې او شننې وړاندې کوي. دغه راپور د سنګاپور د «شانګریلا ډیالوګ» غونډې تر جوړېدو مخکې خپور شوی.
دغه غونډه د اسیا تر ټولو لویه کلنۍ دفاعي ناسته ګڼل کېږي او د یاد بنسټ په کوربه‌توب ترسره کېږي. په دغه نارسمي غونډه کې د دفاع وزیران، پوځي قوماندانان، استخباراتي مشران، ډیپلوماتان، شنونکي او د وسلو د صنعت استازي ګډون کوي؛ څو د امنیتي ستونزو په اړه بحث وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ تمه کېږي چې «د ایران جګړه، د تایوان شخړه او په سیمه کې د امریکا د ژمنو پر عملي کېدو شکونه» به د یادې غونډې اصلي موضوعات وي. د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت به په دغه غونډه کې ګډون وکړي؛ خو د چین د دفاع وزیر دونګ جون ګډون لاتراوسه نه‌دی تایید شوی.

چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او څو ځلې یې ګواښ کړی، که اړتیا وي دغه ټاپو به په زور له چین سره یوځای کړي. (د غويي په ۲۴مه) د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په بیجېنګ کې د لیدنې پرمهال خبرداری ورکړ، که د تایوان مسله په سمه توګه اداره نه‌شي؛ نو د بیجېنګ او واشنګټن اړیکې ښايي «ډېر خطرناک» پړاو ته ورسېږي او ان د شخړې یا جګړې لامل شي.

هغه ټینګار وکړ، چې تایوان د بیجېنګ او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده. رویټرز لیکلي، چې د شي جېن پېنګ او ټرمپ لیدنې په تایوان کې دغه اندېښنې زیاتې کړې، چې امریکا به د یاد ټاپو د دفاع لپاره څومره پر خپلو ژمنو ولاړه پاتې شي.

د بشپړې جګړې د رامنځته کېدو احتمال

د نړۍوالو ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په راپور کې راغلي، چې د تایوان پر سر د امریکا او چین هر ډول پوځي شخړه ښايي په پراخ کړکېچ او ان په اټومي جګړې بدله شي. د راپور له مخې؛ که دغه احتمالي جګړه رامنځته شي، نو د دواړه خواوو موخې به سره توپیر ولري؛ چین به هڅه وکړي چې امریکا او د هغې متحدین له سیمې لرې وساتي، خو واشنګټن به د تایوان د دفاعي ځواک او د هغې د «مقاومت او پایښت» پر پیاوړتیا تمرکز وکړي.

دغه څېړنیز بنسټ ټینګار کړی، ډېر لږ شواهد شته چې وښيي امریکا او چین د جګړې د اصولو او د کړکېچ پراخېدو د مخنیوي پر لارو چارو سره هوکړې ته رسېدلي دي. د دغه مرکز په وینا؛ د دواړه خواوو د قوماندې، کنټرول، مخابراتو، استخباراتو، څارنې او کشفي سیسټمونو په نښه کېدل کولای شي د جګړې د پراخېدو ګواښ نور هم زیات کړي.

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز: د اېبولا لپاره د ژمنه شویو مرستو کچه ټیټه شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱

په افریقا کې د اېبولا ناروغۍ د چټک خپرېدو مخنیوي لپاره د نړۍوالو مرستو ژمنې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې نږدې نیمایي ته راکمې شوې دي. د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، دغه مرستې له نږدې ۵۰۰ مېلیون ډالرو شاوخوا ۲۹۰ مېلیون ډالرو ته راټیټې شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې د اېبولا د «بونډي‌بوګیو» نادرې بڼې خپرېدل نړۍوال روغتیايي بېړنی حالت ګڼل کېږي.

د تازه معلوماتو له مخې؛ په کانګو کې د اېبولا ۱۰۷۷ مشکوکې پېښې او ۲۴۶ مړینې ثبت شوې دي. همداراز په یوګانډا کې د تایید شویو ناروغانو شمېر له اوو تر اتو لوړ شوی دی.

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز مشر ژان کاسیه په یوې انلاین خبري غونډه کې ویلي، چې ځینو مرستندویانو وروسته خپل دریځ بدل کړی؛ خو د هغه هېوادونو یا بنسټونو نومونه یې نه‌دي په ډاګه کړي.

روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د مرستو کمښت ښايي د اېبولا ناروغۍ د کنټرول هڅې له جدي ستونزو سره مخ کړي؛ په ځانګړي ډول داسې مهال چې د ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

طالبان غواړي د کډوالو د ایستلو په بدل کې اروپايي هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان واستوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د جرمني «این ډي ار» خبري شبکې راپور ورکړی چې طالبان غواړي له اروپا څخه دافغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د همکارۍ په بدل کې، له جرمني وروسته د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته هم خپل ډېپلوماټان واستوي.

د راپور له مخې، طالبانو له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې که اروپايي هېوادونه د دوی استازي ومني، نو دوی به د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته لېږلو په بهیر کې همکاري وکړي.

دغه رسنۍ ویلي چې بروکسل کې د راتلونکې غونډې پر مهال به د اروپايي هېوادونو له لوري د نورو طالب ډېپلوماټانو منل، د طالبانو له مهمو غوښتنو څخه وي.

یو شمېر افغان ډېپلوماټانو «ان ډي آر» ته ویلي، هغه هېوادونه چې غواړي طالبان د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي، باید د جرمني په څېر لږ تر لږه د طالبانو یو استازی د افغانستان په سفارت کې ومني.

خو د طالبانو منتقدینو خبرداری ورکړی چې طالبان ښايي له دې لارې په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو او ډېپلوماټیکو استازولیو کنټرول ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه لا هم د هغو ډېپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې تر تحولاتو وړاندې د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوي وو.

په اروپا کې طالبانو تر اوسه یوازې جرمني او ناروې ته خپل استازي لېږلي دي.

د راپور له مخې، له تېر کال راهیسې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي د برلین په سفارت او د بن په قونسلګرۍ کې حضور لري، څو د جرمني چارواکو په وینا، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر اسانه کړي.

خو «ان ډي ار» ویلي چې دغو دوو طالب استازو په عملي ډول د دغو مرکزونو اداره په لاس کې اخیستې، که څه هم د جرمني حکومت تر اوسه دا موضوع په رسمي ډول نه ده منلې.

په ورته وخت کې، د ناروې په پلازمېنه اسلو کې هم له ۲۰۲۵کال راهیسې د طالبانو یو استازی په رسمي ډول د افغانستان د ډېپلوماټیک ماموریت مسؤلیت پر غاړه لري.

روسیې د امریکا غوښتنه رد کړه او پر کییف یې د «سیستماتیکو بریدونو» خبرداری بیا تکرار کړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

روسیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې مسکو دې پر کییف د «سیستماتیکو بریدونو» له ترسره کولو ډډه وکړي او یو ځل بیا یې بهرنیو ډېپلوماټانو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین پلازمېنه پرېږدي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغې غونډه کې وشوې چې اوکراین د روسیې د وروستیو پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو په غبرګون کې غوښتې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا په دې غونډه کې د روسیې پر ضد غیرمعمولي توند دریځ خپل کړ او د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا مرستیالې استازې ټامي بروس د «اورېشنیک» بالستیک توغندي کارول «خطرناک، وحشیانه او د جګړې جدي پراختیا» وبلله.

هغې وویل: «موږ روسیې ته خبرداری ورکوو چې پر کییف د تش په نوم سیستماتیکو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي، ځکه دا کار به د ملکي تلفاتو د زیاتېدو او د سولې د هڅو د زیانمنېدو لامل شي.»

راپور وایي، روسیې د یکشنبې په ورځ پر کییف او شاوخوا سیمو سلګونه ډرونونه او توغندي توغولي وو، چې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.

روسیې ویلي، دغه بریدونه یې د اوکراین له‌خوا د دونېڅک په یوه محصل‌لیلیه د برید په غبرګون کې ترسره کړي دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي خالد خیاري ویلي چې ملګري ملتونه د روسیې له‌خوا پر کییف د دوامدارو او سیستماتیکو بریدونو له ګواښ څخه «ژوره اندېښنه» لري.

د روسیې استازي واسیلي نبنزیا بیا ټینګار کړی چې د مسکو بریدونه د اوکراین پوځي او استخباراتي مرکزونه په نښه کوي او خبرداری یې ورکړی چې روسیه به د «پریکړه‌نیونې مرکزونو او قومندې پوستو» پر ضد نور بریدونه هم وکړي.

هغه زیاته کړې: «څرنګه چې دغه تاسیسات د کییف په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري، موږ بهرنیو وګړو، د ډیپلوماتیکو ماموریتونو او نړیوالو ادارو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره ښار پرېږدي.»

نیویارک ټایمز: طالبان په پټه له ټي‌ټي‌پي سره د افغان جنګیالیو یوځای کېدل مني

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

نیویارک ټایمز د طالبانو د چارواکو له قوله وايي، چې یو شمېر افغان جنګیالي له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره یوځای شوي. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ تل ادعا کوي، د ټي ټي پي د بریدونو پر مهال د افغانانو ګډون مخ پر زیاتېدو او د دې ډلې ترڅنګ د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

دغه امریکايي ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په یوه مفصل راپور کې ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري او سره له دې چې چین د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته پناه ورکوي او دا ډله په پاکستان کې د زرګونو مرګونو بریدونو مسؤله بولي.

خو د راپور له مخې، طالب چارواکو که څه هم په خصوصي ناستو کې د ځینو افغان جنګیالیو د ټي‌ټي‌پي سره یوځای کېدل منلي، خو په علني ډول وایي چې د ایډیولوژیکو اړیکو سربېره د دې ډلې پر رهبرۍ کنټرول نه لري او د ټي‌ټي‌پي پر ضد جګړه د پاکستان «کورنی مشکل» ګڼي.

راپور وایي چې د دې کړکېچ له امله سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د شمېرو له مخې، د پاکستان د هوايي او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۷۲افغان ملکيان وژل شوي او نږدې ۴۰۰نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې تر ټولو خونړی برید په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه درملنیز مرکز شوی و، چې ۲۶۹کسان پکې وژل شوي وو.

نیویارک ټایمز لیکلي چې امریکا د «ځان‌دفاع حق»تر عنوان لاندې عملاً پاکستان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې اقدامات وکړي.

د سویلي اسیا د امنیتي چارو کارپوهه او د کلیمسن پوهنتون د سیاسي علومو استاده، امیرا جادون، ورځپاڼې ته ویلي: «افغانستان نور د امریکا د لومړیتوبونو په سر کې نه دی، او واشنګټن اوس د افغانستان په اړه د پاکستان له سیاستونو ملاتړ کوي. اسلام‌اباد هم له دې فرصته د خپلو ګټو لپاره اعظمي استفاده کوي.»

راپور زیاتوي، چې د پاکستان له خوا پرله‌پسې د لارو تړل، پوځي بریدونه او د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل، د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

افغانستان چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او د خوراکي او ساختماني توکو د وارداتو لپاره پر پاکستان تکیه لري، اوس له سخت روغتیايي بحران سره هم مخ دی.

په کابل کې درمل‌پلورونکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د شکر ناروغۍ د درملو په ګډون د مهمو درملو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي.

د راپور له مخې، طالبانو د دې کمښت د جبران لپاره له روسیې او هند څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

تېره میاشت د طالبانو او پاکستان استازو د چین په شمال‌لوېدیځ ښار ارومچي کې اته ورځې خبرې کړې وې.

یو پاکستاني امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، نیویارک ټایمز ته ویلي چې چین هڅه وکړه د خپل نفوذ له لارې کړکېچ حل کړي، خو په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونو د دوام له امله اسلام‌اباد د بیجینګ د غوښتنې خلاف خبرې ودرولې.

د سرچینو په وینا، دغه مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ د ژورې بې‌باورۍ له امله بې‌پایلې پاتې شوي دي.

پاکستان له طالبانو غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي د مهارولو لپاره لیکلی ضمانت ورکړي، خو طالبانو دا غوښتنه «غیرواقعي» بللې ده.

بل لور ته، طالب چارواکي باور لري چې د اسلام‌اباد اوږدمهاله موخهپه کابل کې د دوی د حکومت نسکورول دي، له همدې امله نه غواړي له خپلو دفاعي دریځونو شاته شي.