• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: له امریکا سره لا تر اوسه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران په اوسني پړاو کې د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز لري او د اټومي پروګرام د جزییاتو په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه‌کوي. بقایي زیاته کړې: «تر اوسه له امریکا سره هېڅ تفاهم یا هوکړه وروستۍ شوې نه‌ده».

هغه د امریکا له لوري د «سمندري محاصرې» ادعا ته په اشارې وویل، هغه څه چې امریکایان یې د سمندري محاصرې په نوم یادوي، له پیله یو ناقانونه اقدام وو، ځکه هم یې اوربند نقض کړی او هم یې د سمندري تګ راتګ ازادي زیانمنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «باید وګورو چې ایا دوی په عمل کې هم خپلو خبرو ته ژمن پاتې کېږي او که دا یوازې یوه تبلیغاتي ادعا ده».

بقایي همداراز د لوېدیځو هېوادونو څرګندونو ته په اشارې وویل، ایران ۴۷ کاله وړاندې له «باید» او امر کوونکي ادبیاتو سره مخه ښه کړې او هېڅ لوېدیځ لوری باید د اسلامي جمهوریت په اړه د خبرو پر مهال د «باید» ژبه ونه‌کاروي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

محمود خان اڅکزی: په پاکستان کې ټولو ایالتونو ته مساوي واک او حق نه‌ورکول کېږي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي چمن کې په یوې ولسي غونډه کې ویلي، په پاکستان کې مېشتو څلورو واړو ایالتونو ته د واک او سرچینو د مساوي حقونو له ورکولو پرته دغه هېواد هېڅکله پرمختګ نه‌شي کولای.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) چمن کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا په ترڅ کې زیاته کړه، چې د پاکستان د روانو سیاسي او اداري ستونزو یوازنی حل د ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون په بشپړ پلي کېدو او د منتخب پارلمان د واکمنۍ په منلو کې دی.

محمود خان اڅکزي همداراز څرګنده کړه، چې پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وبلل شي. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، چې کابل باید د پاکستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

د هغه په وینا، دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري او د سیمې د ثبات لپاره دوه اړخیزه همکاري اړینه ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې په سیمه کې جګړه د هېڅ ستونزې حل‌لاره نه ده او یوازې د خبرو اترو له لارې په سیمه کې سوله او اقتصادي پرمختګ راتلای شي. هغه پر ډیورند کرښه د سوداګرۍ د ازادو زونونو پر جوړولو ټینګار وکړ او د قبایلي سیمو د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې په مالیاتو کې د تخفیف غوښتنه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا یادونه وکړه، چې په پاکستان کې ټولو قومونو ته باید مساوي حقونه ورکړل شي. هغه وویل،څو چې د سرچینو او واک عادلانه وېش رامنځته نه‌شي، پاکستان له روانو بحرانونو څخه نه‌شي وتلای.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر ډیورند کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په کونړ او ننګرهار کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک بې‌ځایه شوي دي.

ملګرو ملتونو اسراییل او روسیه د جنسي تاوتریخوالي په تور نوملړ کې شامل کړل

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۷ GMT+۱

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) اسراییل او روسیه د هغو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل کړل، چې د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي د ترسره کولو په اړه پرې باوري شک موجود دی. د دې پرېکړې په غبرګون کې اسراییل ویلي، چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره خپلې اړیکې ځنډوي.

د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې چې امنیت شورا ته وړاندې شوی، اسراییل او روسیه د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوي، چې د جنسي تېري او د جګړې اړوند نورو جنسي سرغړونو د ترسره کولو په اړه یې باوري راپورونه ثبت شوي دي.

راپور وایي، په ۲۰۲۵ کال کې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د جنسي تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت او تایید شوې دي. د راپور له مخې، قربانیان نارینه، ښځې او ماشومان دي او په دغو سرغړونو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، د جنسي غړو پر ضد تاوتریخوالی، جبري لوڅول او د جنسي تېري ګواښونه شامل دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې ډېری دغه پېښې د اسراییلي پوځ او امنیتي ځواکونو له خوا د نیولو، پلټنو او پوځي عملیاتو پر مهال ترسره شوې دي.

په اوکراین کې د روسیې د جګړې په تړاو هم راپور د روسي ځواکونو له خوا د جګړې اړوند د جنسي تاوتریخوالي ۳۱۰ پېښې تایید کړې دي. په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، د جنسي غړو پرې کول، برېښنايي شکنجه او وهل ټکول شامل دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون دا پرېکړه «سیاسي» بللې او ویلي یې دي، چې اسراییل په ناحقه له حماس سره په یوه کتار کې درول شوی دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو له استازو سره همکاري کړې، خو د سرمنشي دفتر د انصاف او مسلکي معیارونو خلاف عمل کړی دی. له همدې امله اسراییل پرېکړه کړې، چې د انتونیو ګوترېش له دفتر سره خپلې اړیکې وځنډوي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک بیا ویلي، چې د سرمنشي دفتر لا هم د اسراییل او د سازمان د ټولو غړو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی.

په دې تور نوملړ کې شاملېدل په مستقیم ډول د بندیزونو معنا نه‌لري، خو د هېوادونو نړیوال اعتبار اغېزمنوي او کولی شي د ملګرو ملتونو په ځینو سوله ساتو ماموریتونو کې د هغوی پر ګډون محدودیتونه ولګوي.

ټرمپ: ایران باید دا ومني چې هېڅکله به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۵ GMT+۱

ډونالډ ټرمپ د ایران د لوړې کچې د غني شویو یورانیمو په تړاو په ټروت سوشال کې لیکلي، ایران باید ومني چې هېڅکله به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی باید سمدستي او له هر ډول نوي محدودیت پرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

ډونالډ ټرمپ وایي په دغه سمندري لاره کې ټول ځای پر ځای شوي ماینونه باید خنثی یا له منځه یووړل شي. هغه زیاته کړې چې د امریکا سمندري ځواکونو د پرمختللو اوبتل‌ضد ماین‌پاکوونکو وسایلو په کارولو سره، تر دې دمه یو شمېر دغه ماینونه له منځه وړي دي، خو په وینا یې ایران باید پاتې ټول ماینونه هم په بشپړه توګه راټول کړي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د امریکا سمندري محاصره، چې له امله یې په هرمز تنګي کې د یو شمېر بېړیو تګ راتګ درېدلی و، پای ته رسېږي او دغو بېړیو ته به اجازه ورکړل شي چې خپلو ټاکلو منزلونو ته حرکت پیل کړي.

ټرمپ د لوړې کچې غني شوي یورانیم په اړه هم ویلي، چې دغه مواد، چې د سختو بریدونو له امله د ځمکې په ژورو او د غرونو لاندې ښخ شوي، باید د امریکا، د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په همکارۍ له هغه ځایه واېستل او له منځه یووړل شي.

نوموړي د خپل پیغام په دوام کې لیکلي چې اوس د وروستۍ پرېکړې لپاره د «وضعیت خونې» ته ځي. هغه دا هم ویلي چې تر بلې خبرتیا پورې به هېڅ ډول مالي تادیات نه ترسره کېږي او ځینې نورې هغه مسئلې چې لږ اهمیت لري، پرې هم هوکړه شوې ده.

رویټرز: اسحاق ډار له مارکو روبیو سره د ایران د جګړې پر پای ته رسولو خبرې کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته رسېدلی ترڅو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران د جګړې د پای ته رسولو او په دغه برخه کې د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړي. رویټرز اژانس ته باوري سرچینو ویلي، چې ایران او امریکا په دې وروستیو کې یوې هوکړې ته خورا نږدې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مهالوېش له مخې، اسحاق ډار به له مارکو روبیو سره وګوري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه به له دغې لیدنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

که څه هم اسحاق ډار د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هم دی، خو د ایران د کړکېچ د هواري لپاره د پاکستان د منځګړیتوب هڅې د دغه هېواد د پوځ د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر له خوا رهبري کېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د عاصم منیر ستاینه یې کړې، په وار وار ویلي چې د جګړې پای ته رسېدل نږدې دي، خو د امریکا او ایران ترمنځ په ښکاره توګه د ګډ تفاهم نښې لږ لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسحاق ډار او مارکو روبیو خبرې به پر دوه اړخیزو اړیکو او ډیپلوماسۍ له لارې د سیمه ییزې سولې او ثبات د تامین لپاره د اسلام‌اباد پر هڅو متمرکزې وي.

دا لیدنه په داسې حال کې تنظیم شوې چې د غځیدلي اوربند په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستی تایید لا نه دی ترلاسه شوی او د تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې دغه هوکړه لا نه ده وروستۍ شوې او په وروستیو ورځو کې پکې بدلونونه راغلي دي.

په برېتانیا کې د رېګارډ کچې ګرمۍ د اوبو رسولو سیستمونه له جدي ستونزو مخ کړي دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۶ GMT+۱

په برېتانیا کې د بې‌سارې ګرمۍ د څپې او وچ پسرلي له امله د اوبو رسولو سیستمونه تر فشار لاندې راغلي او ځینې سیمې د اوبو له جدي کمښت سره مخ شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپا د نورو هېوادونو په څېر بریتانیا هم په تېره یوه اونۍ کې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ شوې چې له امله یې د اوبو غوښتنه په روښانه ډول زیاته شوې ده.

د برېتانیا د چاپېریال ادارې ویلي، چې د مارچ او اپرېل په میاشتو کې د باران اندازه له منځنۍ کچې څخه ډېره کمه وه، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د اوبو زېرمې تر فشار لاندې راغلې دي.

په همدې حال کې د وېټسټبل په سیمه کې ډېری کاروبارونه د کال تر ټولو بوختې اونۍ پر مهال، چې د ښوونځیو رخصتي هم پکې شامله وه تړل شوي دي، ځکه د اوبو کمښت د خدماتو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.

رویټرز د یو سیمه‌ییز اوسېدونکي جورج له قوله ویلي، چې هغه د اوبو د رسولو سیمه‌ییز شرکت «ساوت ایسټ واټر» ملامتوي، چې لا دمخه د څارونکې ادارې «اوفواټ» تر څېړنې لاندې دی، ځکه د دې شبکې په نورو برخو کې هم د اوبو پرېکونونه رامنځته شوي دي.

هغه ویلي: «زه نه غواړم چې د اوبو شرکتونه د پانګونې د نشتوالي پر ځای اقلیمي بدلون یا د خلکو زیات استعمال پلمه کړي.»

په ورته مهال د برېتانیا د اقلیمي بدلون خپلواکې کمېټې خبرداری ورکړی چې دغه هېواد به په راتلونکو کلونو کې لا ډېر ګرم او وچ اوړي تجربه کړي او د دې وضعیت د مدیریت لپاره به شاوخوا یوولس میلیارده پونډه کلنۍ پانګونې ته اړتیا وي.