سپاه ته نږدې رسنۍ: تر اوسه د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه نهده شوې

د ایران له سپاه پاسداران سره تړلي تسنیم خبري اژانس ویلي، چې تر دې دمه د ایران او امریکا ترمنځ وروستۍ هوکړه نه ده رامنځته شوې او همداراز یې، د امریکا د ولسمشر هغه څرګندونې چې په «ټروث سوشیل» کې یې کړي، د ده د یو اړخیزو او ځانستایونکو دریځونو د پخواني چلند دوام بللی دی.
تسنیم زیاته کړې، د ټرمپ هغه ټینګار چې ګواکې امریکا به د ایران کنګل شوې پیسې بېرته ورنهکړي، د واشنګټن د جديت په اړه د تهران شکونه لا زیاتوي.
د سپاه دې رسنۍ همداراز د ټرمپ هغه څرګندونې له شک او تردید سره ارزولي، چې د ایران د سمندري محاصرې د پای ته رسېدو په اړه یې کړې دي. د راپور له مخې، که دغه اقدام په عملي ډول ترسره هم شي، نو یوازې به د اوربند د سرغړونو له یوه مورد څخه د تېرېدو معنا ولري، ځکه د دوی په وینا له پیل څخه باید داسې محاصره نه وای رامنځته شوې.
