• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د طالبانو د کابل ښاروالۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد هوکړې له مخې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او اړوندو سیمو کې د شپږو ښارګوټو ځمکې د ښاري نظم ټینګښت او د ناقانونه ودانیو د مخنیوي په موخه کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ویلي، چې په یادو ښارګوټو کې د ۲۱مې ناحیې اړوند جنت ګل خان ښارګوټی، د ۱۴مې ناحیې اړوند سردار محمد داوود خان ښارګوټی، د ۸مې ناحیې میرویس ښارګوټی، د بګرامیو ولسوالۍ دولتزي ښارګوټی او د ۲۲مې ناحیې علاوالدین او حبیب الله ځاځي ښارګوټي شامل دي.

د کابل ښاروالۍ مسوولانو ویلي، چې یادې سیمې به د کابل ښاروالۍ د رسمي ملکیت په توګه ثبت او د ښاري پراختیا لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي، دولتي ځمکې د ځانګړې محکمې او د غصب د مخنیوي اکمېسیون له لوري تثبیت او ارزول کېږي، او هغه سیمې چې دولتي وپېژندل شي، ښاروالۍ ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړې چې یاد شپږ ښارګوټي هم د تصفیې او قانوني ارزونې وروسته دولتي ځمکې تثبیت شوې دي.

ترویج لرونکی

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

د پښتو ژبې ورځ؛ د مېرمنو پر زده کړو د طالبانو بندیز پښتو ژبه زیانمنه کړې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ

د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه) د پښتو ژبې ورځ ده. دغه ورځ هر کال نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ددې ورځې نمانځلو ته توجه کمه شوې ده. یو شمېر لیکوالان بیا وايي چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز پښتو ژبې ته زیانونه اړولي دي.

د پښتو ورځې نوښت په کابل کې د یوه نړیوال فرهنګي کنفرانس پر مهال شو، چې وروسته د لیکوالانو، ژبپوهانو او فرهنګي فعالانو له ملاتړ سره یې نړیوال اعتبار وموند.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۹۰ میلیونه کسان په افغانستان، پښتونخوا، هند، کشمیر او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په پښتو ژبه خبرې کوي.

سره له دې، ژبپوهان ټینګار کوي چې پښتو ژبه لا هم زیات کار ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د علمي، تعلیمي او تخنیکي محتوا په تولید کې دغه اړتیا ورځ تر بلې ډیریږي.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر، لیکوال او څېړونکي دوکتور عبدالغفور لېوال له افغاستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د پښتو ژبې رسمي پرمختګ له سراج الاخبار، د محمود طرزي له دورې پیلېږي.

هغه وویل: «په رسمي توګه په معارف او ژورنالیزم کې د پښتو ژبې شاملېدل د سراج الاخبار زمانې ته ورګرځي، د مشروطیت له دوران نه او اماني عصر څخه. د علامه محمود طرزي په پاملرنه. د لومړي ځل لپاره هغه سپارښتنه وکړه چې پښتو ته باید پاملرنه وشي. بیا له همغه وخته په سراج الاخبار کې پښتو شعرونه او لیکنو لپاره ځانګړی ځای ورکړل شو. وروسته له هغه نه کله چې په ۱۳۱۰ انجمن ادبي کابل جوړ شو په دې کې د پښتو برخه ځانګړې وه، وروسته له دې نه په کابل مجله او نورو اخبارونو او نشراتو کې پښتو ته پاملرنه وشوه.»

د لېوال په وینا، له دې وروسته بیا د پښتو ټولنه جوړه شوه، د افغانستان په راډیو کې د پښتو خپرونو برخې ورزیاتې شوې او د پښتو ژبې د زده کړې دولتي کورسونه هم جوړ شول.

هغه زیاته کړه: « په ورستیو کلونو کې یعنې د شلمې پېړۍ په جریان کې پښتو ژبې او ادبیاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، پښتو ټولنې، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بیا وروسته وزارت، خپرندویه ټولنې، د افغانستان د لیکوالانو انجمن، علومو اکاډمۍ او نورو د پښتو ژبې لپاره ځانګړې پاملرنه کوله.»

خو نوموړي وویل، چې پښتو ژبه په تعلیمي نظام کې تر ډېره له پامه غورځېدلې وه، حتا په پښتنو سیمو کې هم مضامین په پښتو نه تدریسېدل، خو وروستیو کلونو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

لېوال زیاتوي: «د فېسبوک، ټیک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو له برکته، پښتو ژبه اوس نه یوازې لوستل کېږي، بلکې اورېدل او لیکل هم پرې کېږي. دا ژبه اوس د فرهنګي پراختیا او ودې په چټک پړاو کې ده.»

لیکوال، شاعر او ژورنالیست سنګر نيازي په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پښتو ژبه نه یوازې د افهام او تفهیم وسیله ده، بلکې د قانون حیثیت لري. د ژبې د پرمختګ لپاره باید پرې خبرې وشي، علمي اثار پرې ولیکل شي او نورو ژبو ته وژباړل شي.»

نوموړي د تاريخي حقايقو په يادولو سره وويل: «که څه هم پښتانه په افغانستان کې تر ډېره په واک کې پاتې شوي، خو د خپلې ژبې پراختيا ته يې هغومره پاملرنه نه ده کړې.»

نیازي په کوزې پښتونخوا کې د پښتو ژبې وضعيت ته په اشارې سره وويل، چې په پښتونخوا کې دغه ژبه تر اوسه د ښوونيز نصاب برخه نه ده، چې دا له يوه ستر قوم سره ښکاره جفا ده.

هغه د نېلسن منډیلا مشهور قول ته اشاره وکړه، چې وایي: « که له چا سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې، نو دا ستا خبره به د هغه زړه ته ورسېږي».

د پښتو ژبې ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د دې ژبې او د افغانستان د نورو ژبو پر ګڼو کتابونو بندیزونه لګېدلي او د لیکوالان نه شي کولای چې په ازاد ډول لیکل وکړي او کتابونه خپاره کړي. دغه راز دې ډلې پر رسنیو هم خورا بندیزونه لګولي او په خپل واک کې رسنیو نه ډېری د تبلیغاتي وسایلو په توګه کار اخلي.

د پښتو ژبې نوموړي شاعر حمزه بابا د پښتو ددرنښت په دود ویلي، چې :

وايي اغیار چې ددوزخ ژبه ده

زه به جنت ته له پښتو سره ځم

افغان پناه غوښتونکي نور په برېتانیا کې خپل حقیقي عمر پټولی نه‌شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د برېتانیا حکومت د سرحدونو د څار د سختولو او د کډوالۍ له قوانینو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره د یو پراخ پروګرام په چوکاټ کې پرېکړه کړې، چې له راتلونکي کال څخه د پناه غوښتونکو د عمر د دقیقې ارزونې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د مخ پېژندنې پرمختللې ټېکنالوژي وکاروي.

د راپورونو له‌مخې، د برېتانیا دا نوی اقدام به په مستقیم ډول پر پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول هغو ګڼو افغان پناه غوښتونکو اغېز وکړي چې دغه هېواد ته د کم عمره کسانو په ادعا ننوځي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پرېکړې له مخې، دا پرمختللی سیستم به د پناه غوښتونکو د مخ انځورونه تحلیل او سکن کړي او د هغوی احتمالي عمر به اټکل کړي.

د دې طرحې اصلي موخه چې ټاکل شوې تر ۲۰۲۷ کال پورې به په بشپړه توګه په ټولو سرحدونو کې عملي شي، د هغو کسانو پېژندل دي چې ځانونه د «بې سرپرسته ماشومانو» په توګه معرفي کوي څو د برېتانیا د ټولنیز او مراقبتي نظام له ځانګړو امتیازونو ګټه واخلي او د اقامت د ترلاسه کولو چانس زیات کړي.
د برېتانیا د سرحدي امنیت او پناه غوښتنې وزیر الکس نوریس د دې پروګرام د پلي کولو پر پرېکنده دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل:«هغه کسان چې د خپل عمر په اړه ناسمې ادعاوې کوي، له سیستم څخه ناوړه ګټه اخلي او د ریښتینو ماشومانو حقونه له خطر سره مخ کوي. د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره به سرغړوونکي په چټکۍ وپېژندل شي او د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.»
په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو په دوسیو کې د ناسم عمر ورکول له جدي او جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

ځینې غوښتونکي د معتبرو هویتي اسنادو د نشتوالي یا د ماشومانو لپاره د ځانګړو تعلیمي او اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره ځانونه تر ۱۸ کلونو کم عمره معرفي کوي.
د برېټانیا د کډوالۍ د خپلواکو څېړونکو راپور ښيي چې پخوا د عمر د تشخیص په بهیر کې د پام وړ تېروتنې شوې دي؛ داسې چې ځینې لویان په غلطۍ ماشومانو ته ورته ګڼل شوي او ځینې ماشومان د لویانو په کتار کې شامل شوي دي.

په همدې لړ کې د برېتانیا حکومت د ۳۲۲ زره پونډه په ارزښت له کمپنۍ سره قرارداد کړی، څو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره دا ستونزې راکمې کړي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې په برېتانیا کې له ۱۱۱ زرو څخه ډېرو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغو کسانو یوه د پام وړ برخه د افغان وګړي دي، چې د طالبانو د واکمنۍ له امله له هېواده والي او اوس په سرحدونو کې د بایومتریک سیستمونو سره مخ دي.

طالبان: د پراختیايي پروژو په بشپړېدو سره به د استوګنې ستونزې راکمې شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې به د یو شمېر پراختیايي او استوګنیزو پروژو د چارو بشپړېدو سره د استوګنې ستونزې راکمې او د کارموندنې فرصتونو به ډېر شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو ویاند محمد کمال افغان ویلي، چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼې پراختیايي او استوګنیزې پروژې دوام لري.

نوموړي د کابل د «نوي ښار» پروژه د سیمې په کچه بېسارې پروژه بللې او وايي، چې د لومړي فاز چارې یې تر ډېره بشپړې شوې دي. د هغه په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به خلکو ته د منظم ښاري پراختیا په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي او اقتصادي او ټولنیزو برخو کې به د کارموندنې لپاره هم ګټوره تمامه شي.

کمال افغان زیاته کړې، د پنځم مکرویانو، قطري، نیله باغ، تهیه مسکن او استقلال پروژې هم د ښار او کور جوړولو وزارت له مهمو پراختیايي او استوګنیزو پروژو څخه دي چې دا مهال یې چارې روانې دي. د هغه په خبره، دیادو پروژو له بشپړېدو وروسته به د ښاریانو د استوګنې ستونزې تر ډیره بریده راکمې شي.

افغان همداراز ویلي، په هلمند ولایت کې د یو ښارګوټې جوړولو چارې هم روانې دي او په یاد ښارګوټي کې د ۵۰۰ کسانو لپاره کورونه جوړیږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند همداراز ویلي، چې په فراه ولایت کې یې د کورونو جوړولو یوه پروژه بشپړه کړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي ده.

دا په داسې حال کې ده چې دملګرو ملتونو ځینو ادارو په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د افغانستان په لویو ښارونو کې د نامنظم ښاري پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

طالبان باید د ډله‌ییزو وژنو او د افغانستان د ورانولو له امله له خلکو بښنه وغواړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو د مشر د اختریز پیغام په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان قضیه یوازې د «عفوې» په نوم په یوه تعارفي کلمه نه حل کېږي، بلکې طالبان باید د هېواد د ورانولو، ډله‌ییزو وژنو او د خلکو د ازادیو د محرومیت له امله حساب ورکړي.

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا د دې ډلې مخالفانو ته بلنه ورکړې وه چې د «عمومي عفوې» له فرصته په استفادې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

سره له دې چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله خپلو مخالفانو ته د بېرته ستنېدو بلنه ورکړې خو هېڅ مشهور سیاسي شخصیت د دوی غوښتنه نه ده منلې.

مخالفان باور لري چې ملا هبت‌الله هېڅکله د سیاسي مشارکت او د واک د وېش لپاره چمتو نه دی، بلکې یوازې د بې‌قید او شرطه بیعت او اطاعت غوښتونکی دی.
فضل‌احمد معنوي په خپل اېکس پاڼه کې د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې «نن څوک د چا د عفوې صلاحیت لري؟» لیکلي دي: «حق له کوم لوري سره و او ظلم د چا له خوا د دې خاورې پر خلکو وتپل شو؟ چا د زرګونو بې‌ګناه انسانانو د وینو په تویولو سره هېواد د ورانۍ، فقر او بحران پر لور سوق کړ او د شریعت په نوم یې د وېرې، جبر او انحصار فضا تحمیل کړه؟»
د افغانستان د جمهوري نظام د عدلې پخواني وزیر زیاته کړې چې نن د خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه مطرح ده چې په حقیقت کې څوک باید بل څوک وبښي.
دغه پخواني حکومتي چارواکي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د پراخې کډوالۍ په اړه وویل: «ملا هبت‌الله لږ تر لږه په دې حقیقت پوهېږي چې هجرت د ظلم، تنګسیا او بې‌عدالتۍ له امله رامنځته کېږي، نه د کفر له امله. زرګونه انسانان مجبور شول خپل کورونه پرېږدي، او که زمینه برابره شي، لا ډېر خلک به د هجرت لاره خپله کړي.»
هغه د طالبانو له مشر وغوښتل چې له ځانه وپوښتي، ولې د خلکو یوه لویه برخه، سره له ټولو ستونزو، په ایران او پاکستان کې ژوند د طالبانو تر واک لاندې ژوند ته ترجیح ورکوي.
ښاغلي معنوي طالبان دې ته راوبلل چې د ټولنې له واقعیتونو سره مخامخ شي، او وړاندیز یې وکړ چې که د طالبانو مشر پر عادلانه قضاوت باور لري، نو اجازه دې ورکړي چې یوه بې‌طرفه او خپلواکه اداره د خلکو د افکارو رڼه ټول‌پوښتنه ترسره کړي، څو د اوسني وضعیت پر وړاندې د خلکو د ناخوښۍ، کرکې او بې‌باورۍ حقیقي کچه څرګنده شي.
هغه ملا هبت‌الله ته په خطاب کې وویل: «غوره به دا وي چې له خپلو نږدې کسانو وپوښتئ، که ازاد فضا، د خلکو اراده او د بدلون فرصت برابر شي، د خلکو د مخالفت کچه به تر کومه حده پراخه وي.»
د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر ټینګار کړی، چې د هېواد بحران یوازې د طالبانو له لوري د یوې «بښنې» په اعلان او د نورو د بیعت او تسلیمۍ په غوښتلو نه حل کېږي، ځکه د افغانستان ملت ژور ټپونه، ترخې خاطرې او سترې غوښتنې لري چې یوازې په شعارونو او اعلامیو پای ته نه رسېږي

د پښتو نړۍواله ورځ؛ خلک د ژبې د عملي ودې او فکري ازادۍ غوښتنه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۹ GMT+۱

نن د غبرګولي ۸مه چې د مئ له ۲۹مې سره برابره ده، د پښتو ژبې نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ هرکال د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پښتنو له‌خوا د خپلې ژبې، فرهنګ او ادبي هویت د درناوي په توګه نمانځل کېږي.

خو سږکال هم ګڼ فرهنګي فعالان او لیکوالان وایي، چې پښتو ژبه لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ ده او د ژبې د ودې لپاره یوازې احساساتي شعارونه بسنه نه‌کوي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، مېلیونونه کسان په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په پښتو ژبه خبرې کوي؛ خو لا هم په علمي، تخنیکي او ښوونیزو برخو کې د یادې ژبې ونډه کم‌رنګه بلل کېږي.

د کندهار یو ځوان شاعر محمدالله په دې اړه وایي: «موږ تر اوسه د خپلې ژبې د عصري کولو لپاره منظم کار نه‌دی کړی؛ که پښتو د پوهنتون، ساینس او ټېکنالوژۍ ژبه نه‌شي، نو راتلونکی نسل به ترې لرې پاتې شي».

په وروستیو کلونو کې خواله رسنیو د پښتو د پراختیا لپاره نوی فرصت برابر کړی او ګڼ ځوانان هڅه کوي، چې په پښتو ډیجیټلي منځپانګې تولید کړي. د پوهنتون یو محصل ثناءالله په دې اړه وایي: «نن سبا ماشومان او ځوانان زیات وخت پر موبایل او انټرنېټ تېروي، که هلته پښتو کمزورې وي؛ نو ژبه به مو ورو، ورو شاته پاتې شي».

بل خوا لیکوالان وایي، د بیان ازادي او فرهنګي چاپېریال د ژبې د ودې لپاره مهم شرط دی. د کندهار یو لیکوال په دې اړه وايي: «ادب او ژبه په محدود چاپېریال کې وده نه‌شي کولی، لیکوال باید وکولای شي په ازاد ذهن ولیکي، چاپ کړي او خپل فکر له خلکو سره شریک کړي».

فرهنګي فعالان هم اندېښنه لري، چې د کتابونو، رسنیو او فرهنګي فعالیتونو محدودېدل د پښتو د ودې پر بهیر منفي اغېز کوي. د کندهار یو فرهنګي فعال په دې اړه وايي: «که ماشوم ته له وړکتوبه معیاري مورنۍ ژبه ور ونه ښودل شي؛ نو په لوی عمر کې له خپلې ژبې او فرهنګ سره یې اړیکه کمزورې کېږي».

پر خواله رسنیو ډېری ځوانانو لیکلي، چې پښتو باید یوازې د شعر او دود ژبه پاتې نه‌شي؛ بلکې د اقتصاد، ساینس، رسنیو او نوې ټېکنالوژۍ ژبه هم وګرځي. خلک ټینګار کوي، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې پښتو ته پراخ ځای ورکړل شي، علمي او تخنیکي کتابونه دې پښتو ته وژباړل شي، د لیکوالانو او رسنیو لپاره دې ازاده فضا رامنځته شي، د ماشومانو لپاره دې معیاري پښتو ښوونیز مواد جوړ شي او پښتو دې په نړۍواله او ډیجیټلي نړۍ کې پیاوړې حضور ولري.

د پښتو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې لاهم ګڼ فرهنګیان د ژبې د راتلونکي په اړه اندېښنې لري. دوی باور لري، که عملي او دوامداره کار ونه شي، پښتو به د عصري نړۍ له سیالۍ وروسته پاتې شي.