• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان غواړي د کډوالو د ایستلو په بدل کې اروپايي هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان واستوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د جرمني «این ډي ار» خبري شبکې راپور ورکړی چې طالبان غواړي له اروپا څخه دافغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د همکارۍ په بدل کې، له جرمني وروسته د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته هم خپل ډېپلوماټان واستوي.

د راپور له مخې، طالبانو له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې که اروپايي هېوادونه د دوی استازي ومني، نو دوی به د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته لېږلو په بهیر کې همکاري وکړي.

دغه رسنۍ ویلي چې بروکسل کې د راتلونکې غونډې پر مهال به د اروپايي هېوادونو له لوري د نورو طالب ډېپلوماټانو منل، د طالبانو له مهمو غوښتنو څخه وي.

یو شمېر افغان ډېپلوماټانو «ان ډي آر» ته ویلي، هغه هېوادونه چې غواړي طالبان د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي، باید د جرمني په څېر لږ تر لږه د طالبانو یو استازی د افغانستان په سفارت کې ومني.

خو د طالبانو منتقدینو خبرداری ورکړی چې طالبان ښايي له دې لارې په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو او ډېپلوماټیکو استازولیو کنټرول ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه لا هم د هغو ډېپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې تر تحولاتو وړاندې د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوي وو.

په اروپا کې طالبانو تر اوسه یوازې جرمني او ناروې ته خپل استازي لېږلي دي.

د راپور له مخې، له تېر کال راهیسې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي د برلین په سفارت او د بن په قونسلګرۍ کې حضور لري، څو د جرمني چارواکو په وینا، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر اسانه کړي.

خو «ان ډي ار» ویلي چې دغو دوو طالب استازو په عملي ډول د دغو مرکزونو اداره په لاس کې اخیستې، که څه هم د جرمني حکومت تر اوسه دا موضوع په رسمي ډول نه ده منلې.

په ورته وخت کې، د ناروې په پلازمېنه اسلو کې هم له ۲۰۲۵کال راهیسې د طالبانو یو استازی په رسمي ډول د افغانستان د ډېپلوماټیک ماموریت مسؤلیت پر غاړه لري.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

روسیې د امریکا غوښتنه رد کړه او پر کییف یې د «سیستماتیکو بریدونو» خبرداری بیا تکرار کړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

روسیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې مسکو دې پر کییف د «سیستماتیکو بریدونو» له ترسره کولو ډډه وکړي او یو ځل بیا یې بهرنیو ډېپلوماټانو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین پلازمېنه پرېږدي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغې غونډه کې وشوې چې اوکراین د روسیې د وروستیو پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو په غبرګون کې غوښتې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا په دې غونډه کې د روسیې پر ضد غیرمعمولي توند دریځ خپل کړ او د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا مرستیالې استازې ټامي بروس د «اورېشنیک» بالستیک توغندي کارول «خطرناک، وحشیانه او د جګړې جدي پراختیا» وبلله.

هغې وویل: «موږ روسیې ته خبرداری ورکوو چې پر کییف د تش په نوم سیستماتیکو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي، ځکه دا کار به د ملکي تلفاتو د زیاتېدو او د سولې د هڅو د زیانمنېدو لامل شي.»

راپور وایي، روسیې د یکشنبې په ورځ پر کییف او شاوخوا سیمو سلګونه ډرونونه او توغندي توغولي وو، چې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.

روسیې ویلي، دغه بریدونه یې د اوکراین له‌خوا د دونېڅک په یوه محصل‌لیلیه د برید په غبرګون کې ترسره کړي دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي خالد خیاري ویلي چې ملګري ملتونه د روسیې له‌خوا پر کییف د دوامدارو او سیستماتیکو بریدونو له ګواښ څخه «ژوره اندېښنه» لري.

د روسیې استازي واسیلي نبنزیا بیا ټینګار کړی چې د مسکو بریدونه د اوکراین پوځي او استخباراتي مرکزونه په نښه کوي او خبرداری یې ورکړی چې روسیه به د «پریکړه‌نیونې مرکزونو او قومندې پوستو» پر ضد نور بریدونه هم وکړي.

هغه زیاته کړې: «څرنګه چې دغه تاسیسات د کییف په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري، موږ بهرنیو وګړو، د ډیپلوماتیکو ماموریتونو او نړیوالو ادارو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره ښار پرېږدي.»

نیویارک ټایمز: طالبان په پټه له ټي‌ټي‌پي سره د افغان جنګیالیو یوځای کېدل مني

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

نیویارک ټایمز د طالبانو د چارواکو له قوله وايي، چې یو شمېر افغان جنګیالي له تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره یوځای شوي. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ تل ادعا کوي، د ټي ټي پي د بریدونو پر مهال د افغانانو ګډون مخ پر زیاتېدو او د دې ډلې ترڅنګ د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

دغه امریکايي ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په یوه مفصل راپور کې ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري او سره له دې چې چین د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته پناه ورکوي او دا ډله په پاکستان کې د زرګونو مرګونو بریدونو مسؤله بولي.

خو د راپور له مخې، طالب چارواکو که څه هم په خصوصي ناستو کې د ځینو افغان جنګیالیو د ټي‌ټي‌پي سره یوځای کېدل منلي، خو په علني ډول وایي چې د ایډیولوژیکو اړیکو سربېره د دې ډلې پر رهبرۍ کنټرول نه لري او د ټي‌ټي‌پي پر ضد جګړه د پاکستان «کورنی مشکل» ګڼي.

راپور وایي چې د دې کړکېچ له امله سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د شمېرو له مخې، د پاکستان د هوايي او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۷۲افغان ملکيان وژل شوي او نږدې ۴۰۰نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي چې تر ټولو خونړی برید په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه درملنیز مرکز شوی و، چې ۲۶۹کسان پکې وژل شوي وو.

نیویارک ټایمز لیکلي چې امریکا د «ځان‌دفاع حق»تر عنوان لاندې عملاً پاکستان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې اقدامات وکړي.

د سویلي اسیا د امنیتي چارو کارپوهه او د کلیمسن پوهنتون د سیاسي علومو استاده، امیرا جادون، ورځپاڼې ته ویلي: «افغانستان نور د امریکا د لومړیتوبونو په سر کې نه دی، او واشنګټن اوس د افغانستان په اړه د پاکستان له سیاستونو ملاتړ کوي. اسلام‌اباد هم له دې فرصته د خپلو ګټو لپاره اعظمي استفاده کوي.»

راپور زیاتوي، چې د پاکستان له خوا پرله‌پسې د لارو تړل، پوځي بریدونه او د افغان کډوالو ډله‌ییز ایستل، د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.

افغانستان چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او د خوراکي او ساختماني توکو د وارداتو لپاره پر پاکستان تکیه لري، اوس له سخت روغتیايي بحران سره هم مخ دی.

په کابل کې درمل‌پلورونکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د شکر ناروغۍ د درملو په ګډون د مهمو درملو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي.

د راپور له مخې، طالبانو د دې کمښت د جبران لپاره له روسیې او هند څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

تېره میاشت د طالبانو او پاکستان استازو د چین په شمال‌لوېدیځ ښار ارومچي کې اته ورځې خبرې کړې وې.

یو پاکستاني امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، نیویارک ټایمز ته ویلي چې چین هڅه وکړه د خپل نفوذ له لارې کړکېچ حل کړي، خو په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونو د دوام له امله اسلام‌اباد د بیجینګ د غوښتنې خلاف خبرې ودرولې.

د سرچینو په وینا، دغه مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ د ژورې بې‌باورۍ له امله بې‌پایلې پاتې شوي دي.

پاکستان له طالبانو غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي د مهارولو لپاره لیکلی ضمانت ورکړي، خو طالبانو دا غوښتنه «غیرواقعي» بللې ده.

بل لور ته، طالب چارواکي باور لري چې د اسلام‌اباد اوږدمهاله موخهپه کابل کې د دوی د حکومت نسکورول دي، له همدې امله نه غواړي له خپلو دفاعي دریځونو شاته شي.

امریکا د ایران په بوشهر کې د خپلې الوتکې د نسکورېدو ادعا رد کړه

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱

یو امریکایي چارواکي د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د امریکا یوه الوتکه د ایران د بوشهر ولایت په مربوطاتو کې نسکوره شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې بوشهر ته نږدې هېڅ امریکایي الوتکه نه ده ویشتل شوې.

تر دې وړاندې د ایران دولتي ټلوېزیون د جمعې په سهار راپور ورکړی و چې د بوشهر ولایت د «جم» ولسوالۍ په سیمه کې یوه امریکایي الوتکه له منځه وړل شوې ده.

د ایران رسنیو دغه ادعا د ایراني دولتي چارواکي مسعود تنګستاني له قوله خپره کړې، خو تر اوسه د دې ادعا په اړه نور جزیات یا خپلواک تایید نه دی وړاندې شوی.

اوچا: په لبنان، اوکراین، هایتي او کانګو کې جګړو او ناامنۍ بشري وضعیت کړکېچن کړی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په لبنان، اوکراین، هایتي او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې جګړو، ناامنۍ او ناروغیو د میلیونونو کسانو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او د مرستندویه فعالیتونو پر وړاندې یې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځو ولایتونو کې د ایبولا ناروغي مخ په پراخېدو ده او تر اوسه له زرو زیات شکمن موارد، ۱۲۱ تایید شوې پېښې او لږ تر لږه ۱۷ مړینې ثبت شوې دي، چې شپږ روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي.

ادارې خبرداری ورکړی چې د تګ راتګ محدودیتونه او د پولو تړل کېدل د روغتیايي ټیمونو د فعالیت او د مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

په اوکراین کې اوچا ویلي چې په وروستیو ورځو کې پر مرستندویه کارکوونکو او بشري تاسیساتو بریدونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، د خوراک نړیوال پروګرام یوه ګودام د توغندي په برید کې زیانمن شوی، چې د ۱۳۰ زره کسانو لپاره د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې پکې ساتل کېدې.

اوچا زیاته کړې چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې په اوکراین کې له ۲۴۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.

د هایتي په اړه راپور کې ویل شوي چې د وسله‌والو ډلو تاوتریخوالي نږدې ۱،۵ میلیون کسان بې‌ځایه کړي دي. د نړیوال کډوالۍ سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له ډسمبر راهیسې تر ۹۵ زره زیات کسان نوي بې‌ځایه شوي دي.

اوچا ویلي، ډېری بې‌ځایه شوي کسان یا له خپلو خپلوانو سره اوسېږي او یا هم په سختو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي، او خوراک، سرپناه، روغتیايي خدمات او پاکې اوبه یې تر ټولو عاجلې اړتیاوې دي.

په لبنان کې هم اوچا د روانو جګړو او د اسراییلي ځواکونو د نوو خبرداریو له امله د سلګونه زره کسانو د بې‌ځایه کېدو خبر ورکړی دی.

د راپور له مخې، یوازې د مې په ۲۶مه لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اوچا ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په لبنان کې د وژل شویو شمېر ۳۲۶۹ او د ټپیانو شمېر ۹۸۴۰ ته رسېدلی دی.

اوچا ټینګار کړی چې سره له امنیتي او لوژستیکي ستونزو، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې لا هم د ژوند ژغورنې مرستو ته دوام ورکوي، خو د بشري اړتیاوو د زیاتېدو له امله د نړیوال ملاتړ پراخېدو ته جدي اړتیا شته.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان: کډوالي او ژورنالېزم جرم نه دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان خبریالانو نیولو ته په اشارې سره وایي چې «کډوالي او ژورنالېزم جرم ده دی». یاد سازمان په دغه هېواد کې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي په نیول کېدو اندېښه ښودلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې هاشمي د ایبټ‌اباد–اسلام‌اباد پر لویه لاره د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شوی او وروسته یوه نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.

د نوموړي د کورنۍ په وینا، تر اوسه پورې د هغه د ځای پر ځای کېدو او روغتیايي وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.

دغه سازمان د خبریالانو نیول او په نامعلوم ځای کې ساتل «د رسنیزې ازادۍ او بشري حقونو ښکاره نقض» بللی او د پاکستان د پولیسو دغه اقدام یې غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د نیول کېدو د ځای او دلایلو پټ ساتل له قانون سره په ټکر کې دي او د هاشمي کورنۍ او د رسنیو ټولنه حق لري چې د هغه له وضعیت او ځای څخه خبر وي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې د سید قاسم هاشمي د ژوند خوندیتوب تضمین کړي او هغه ژر تر ژره خوشې کړي.

دغه بنسټ همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونو ته پام وکړي او د هغوی د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې «کډوالي او ژورنالیزم جرم نه دی» او ویلي یې دي چې تر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو د سید قاسم هاشمي د برخلیک روښانه کېدل او بشپړه ازادي یقیني شي.