د ملګرو ملتونو په کلني راپور کې چې امنیت شورا ته وړاندې شوی، اسراییل او روسیه د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل شوي، چې د جنسي تېري او د جګړې اړوند نورو جنسي سرغړونو د ترسره کولو په اړه یې باوري راپورونه ثبت شوي دي.
راپور وایي، په ۲۰۲۵ کال کې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د جنسي تاوتریخوالي ګڼې پېښې ثبت او تایید شوې دي. د راپور له مخې، قربانیان نارینه، ښځې او ماشومان دي او په دغو سرغړونو کې جنسي تېری، ډلهییز جنسي تېری، د جنسي غړو پر ضد تاوتریخوالی، جبري لوڅول او د جنسي تېري ګواښونه شامل دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې ډېری دغه پېښې د اسراییلي پوځ او امنیتي ځواکونو له خوا د نیولو، پلټنو او پوځي عملیاتو پر مهال ترسره شوې دي.
په اوکراین کې د روسیې د جګړې په تړاو هم راپور د روسي ځواکونو له خوا د جګړې اړوند د جنسي تاوتریخوالي ۳۱۰ پېښې تایید کړې دي. په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډلهییز جنسي تېری، د جنسي غړو پرې کول، برېښنايي شکنجه او وهل ټکول شامل دي.
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون دا پرېکړه «سیاسي» بللې او ویلي یې دي، چې اسراییل په ناحقه له حماس سره په یوه کتار کې درول شوی دی.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې هېواد یې د ملګرو ملتونو له استازو سره همکاري کړې، خو د سرمنشي دفتر د انصاف او مسلکي معیارونو خلاف عمل کړی دی. له همدې امله اسراییل پرېکړه کړې، چې د انتونیو ګوترېش له دفتر سره خپلې اړیکې وځنډوي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک بیا ویلي، چې د سرمنشي دفتر لا هم د اسراییل او د سازمان د ټولو غړو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی.
په دې تور نوملړ کې شاملېدل په مستقیم ډول د بندیزونو معنا نهلري، خو د هېوادونو نړیوال اعتبار اغېزمنوي او کولی شي د ملګرو ملتونو په ځینو سوله ساتو ماموریتونو کې د هغوی پر ګډون محدودیتونه ولګوي.