• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز: د اېبولا لپاره د ژمنه شویو مرستو کچه ټیټه شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۱

په افریقا کې د اېبولا ناروغۍ د چټک خپرېدو مخنیوي لپاره د نړۍوالو مرستو ژمنې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې نږدې نیمایي ته راکمې شوې دي. د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، دغه مرستې له نږدې ۵۰۰ مېلیون ډالرو شاوخوا ۲۹۰ مېلیون ډالرو ته راټیټې شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت او یوګانډا کې د اېبولا د «بونډي‌بوګیو» نادرې بڼې خپرېدل نړۍوال روغتیايي بېړنی حالت ګڼل کېږي.

د تازه معلوماتو له مخې؛ په کانګو کې د اېبولا ۱۰۷۷ مشکوکې پېښې او ۲۴۶ مړینې ثبت شوې دي. همداراز په یوګانډا کې د تایید شویو ناروغانو شمېر له اوو تر اتو لوړ شوی دی.

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز مشر ژان کاسیه په یوې انلاین خبري غونډه کې ویلي، چې ځینو مرستندویانو وروسته خپل دریځ بدل کړی؛ خو د هغه هېوادونو یا بنسټونو نومونه یې نه‌دي په ډاګه کړي.

روغتیايي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د مرستو کمښت ښايي د اېبولا ناروغۍ د کنټرول هڅې له جدي ستونزو سره مخ کړي؛ په ځانګړي ډول داسې مهال چې د ناروغۍ د خپرېدو اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

ترویج لرونکی

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته
۱
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان غواړي د کډوالو د ایستلو په بدل کې اروپايي هېوادونو ته خپل ډېپلوماټان واستوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۴۵ GMT+۱

د جرمني «این ډي ار» خبري شبکې راپور ورکړی چې طالبان غواړي له اروپا څخه دافغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د همکارۍ په بدل کې، له جرمني وروسته د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته هم خپل ډېپلوماټان واستوي.

د راپور له مخې، طالبانو له اروپايي چارواکو سره په خبرو کې وړاندیز کړی چې که اروپايي هېوادونه د دوی استازي ومني، نو دوی به د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته لېږلو په بهیر کې همکاري وکړي.

دغه رسنۍ ویلي چې بروکسل کې د راتلونکې غونډې پر مهال به د اروپايي هېوادونو له لوري د نورو طالب ډېپلوماټانو منل، د طالبانو له مهمو غوښتنو څخه وي.

یو شمېر افغان ډېپلوماټانو «ان ډي آر» ته ویلي، هغه هېوادونه چې غواړي طالبان د افغان کډوالو په بېرته ستنولو کې ورسره همکاري وکړي، باید د جرمني په څېر لږ تر لږه د طالبانو یو استازی د افغانستان په سفارت کې ومني.

خو د طالبانو منتقدینو خبرداری ورکړی چې طالبان ښايي له دې لارې په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو او ډېپلوماټیکو استازولیو کنټرول ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د افغانستان ډېری سفارتونه لا هم د هغو ډېپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې تر تحولاتو وړاندې د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوي وو.

په اروپا کې طالبانو تر اوسه یوازې جرمني او ناروې ته خپل استازي لېږلي دي.

د راپور له مخې، له تېر کال راهیسې د طالبانو دوه قونسلي کارکوونکي د برلین په سفارت او د بن په قونسلګرۍ کې حضور لري، څو د جرمني چارواکو په وینا، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر اسانه کړي.

خو «ان ډي ار» ویلي چې دغو دوو طالب استازو په عملي ډول د دغو مرکزونو اداره په لاس کې اخیستې، که څه هم د جرمني حکومت تر اوسه دا موضوع په رسمي ډول نه ده منلې.

په ورته وخت کې، د ناروې په پلازمېنه اسلو کې هم له ۲۰۲۵کال راهیسې د طالبانو یو استازی په رسمي ډول د افغانستان د ډېپلوماټیک ماموریت مسؤلیت پر غاړه لري.

روسیې د امریکا غوښتنه رد کړه او پر کییف یې د «سیستماتیکو بریدونو» خبرداری بیا تکرار کړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

روسیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې مسکو دې پر کییف د «سیستماتیکو بریدونو» له ترسره کولو ډډه وکړي او یو ځل بیا یې بهرنیو ډېپلوماټانو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین پلازمېنه پرېږدي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په هغې غونډه کې وشوې چې اوکراین د روسیې د وروستیو پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو په غبرګون کې غوښتې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، امریکا په دې غونډه کې د روسیې پر ضد غیرمعمولي توند دریځ خپل کړ او د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا مرستیالې استازې ټامي بروس د «اورېشنیک» بالستیک توغندي کارول «خطرناک، وحشیانه او د جګړې جدي پراختیا» وبلله.

هغې وویل: «موږ روسیې ته خبرداری ورکوو چې پر کییف د تش په نوم سیستماتیکو بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي، ځکه دا کار به د ملکي تلفاتو د زیاتېدو او د سولې د هڅو د زیانمنېدو لامل شي.»

راپور وایي، روسیې د یکشنبې په ورځ پر کییف او شاوخوا سیمو سلګونه ډرونونه او توغندي توغولي وو، چې لږ تر لږه دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي او شاوخوا سل نور ټپیان شوي دي.

روسیې ویلي، دغه بریدونه یې د اوکراین له‌خوا د دونېڅک په یوه محصل‌لیلیه د برید په غبرګون کې ترسره کړي دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو مرستیال سرمنشي خالد خیاري ویلي چې ملګري ملتونه د روسیې له‌خوا پر کییف د دوامدارو او سیستماتیکو بریدونو له ګواښ څخه «ژوره اندېښنه» لري.

د روسیې استازي واسیلي نبنزیا بیا ټینګار کړی چې د مسکو بریدونه د اوکراین پوځي او استخباراتي مرکزونه په نښه کوي او خبرداری یې ورکړی چې روسیه به د «پریکړه‌نیونې مرکزونو او قومندې پوستو» پر ضد نور بریدونه هم وکړي.

هغه زیاته کړې: «څرنګه چې دغه تاسیسات د کییف په بېلابېلو برخو کې موقعیت لري، موږ بهرنیو وګړو، د ډیپلوماتیکو ماموریتونو او نړیوالو ادارو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره ښار پرېږدي.»

امریکا د ایران په بوشهر کې د خپلې الوتکې د نسکورېدو ادعا رد کړه

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۵۷ GMT+۱

یو امریکایي چارواکي د ایران د دولتي ټلوېزیون هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د امریکا یوه الوتکه د ایران د بوشهر ولایت په مربوطاتو کې نسکوره شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې بوشهر ته نږدې هېڅ امریکایي الوتکه نه ده ویشتل شوې.

تر دې وړاندې د ایران دولتي ټلوېزیون د جمعې په سهار راپور ورکړی و چې د بوشهر ولایت د «جم» ولسوالۍ په سیمه کې یوه امریکایي الوتکه له منځه وړل شوې ده.

د ایران رسنیو دغه ادعا د ایراني دولتي چارواکي مسعود تنګستاني له قوله خپره کړې، خو تر اوسه د دې ادعا په اړه نور جزیات یا خپلواک تایید نه دی وړاندې شوی.

اوچا: په لبنان، اوکراین، هایتي او کانګو کې جګړو او ناامنۍ بشري وضعیت کړکېچن کړی

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په لبنان، اوکراین، هایتي او د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې جګړو، ناامنۍ او ناروغیو د میلیونونو کسانو بشري وضعیت لا پسې خراب کړی او د مرستندویه فعالیتونو پر وړاندې یې جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځو ولایتونو کې د ایبولا ناروغي مخ په پراخېدو ده او تر اوسه له زرو زیات شکمن موارد، ۱۲۱ تایید شوې پېښې او لږ تر لږه ۱۷ مړینې ثبت شوې دي، چې شپږ روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي.

ادارې خبرداری ورکړی چې د تګ راتګ محدودیتونه او د پولو تړل کېدل د روغتیايي ټیمونو د فعالیت او د مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

په اوکراین کې اوچا ویلي چې په وروستیو ورځو کې پر مرستندویه کارکوونکو او بشري تاسیساتو بریدونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، د خوراک نړیوال پروګرام یوه ګودام د توغندي په برید کې زیانمن شوی، چې د ۱۳۰ زره کسانو لپاره د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې پکې ساتل کېدې.

اوچا زیاته کړې چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې په اوکراین کې له ۲۴۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.

د هایتي په اړه راپور کې ویل شوي چې د وسله‌والو ډلو تاوتریخوالي نږدې ۱،۵ میلیون کسان بې‌ځایه کړي دي. د نړیوال کډوالۍ سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له ډسمبر راهیسې تر ۹۵ زره زیات کسان نوي بې‌ځایه شوي دي.

اوچا ویلي، ډېری بې‌ځایه شوي کسان یا له خپلو خپلوانو سره اوسېږي او یا هم په سختو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي، او خوراک، سرپناه، روغتیايي خدمات او پاکې اوبه یې تر ټولو عاجلې اړتیاوې دي.

په لبنان کې هم اوچا د روانو جګړو او د اسراییلي ځواکونو د نوو خبرداریو له امله د سلګونه زره کسانو د بې‌ځایه کېدو خبر ورکړی دی.

د راپور له مخې، یوازې د مې په ۲۶مه لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اوچا ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په لبنان کې د وژل شویو شمېر ۳۲۶۹ او د ټپیانو شمېر ۹۸۴۰ ته رسېدلی دی.

اوچا ټینګار کړی چې سره له امنیتي او لوژستیکي ستونزو، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې لا هم د ژوند ژغورنې مرستو ته دوام ورکوي، خو د بشري اړتیاوو د زیاتېدو له امله د نړیوال ملاتړ پراخېدو ته جدي اړتیا شته.

ملګري ملتونه: میلیونونه ښځې او نجونې لا هم د حیض له امله د تبعیض او محرومیت سره مخ دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۸ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې په نړۍ کې لا هم میلیونونه ښځې او نجونې د حیض یا میاشتني عادت له امله د تبعیض، شرم او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی چې په کې د حیض اړوند ناسم دودونه او د امکاناتو کمښت د نجونو پر ژوند اغېز کوي.

دې ادارې د «د حیض د حفظ‌الصحې نړیوالې ورځې» په مناسبت په یوه ایکس‌پوسټ کې ویلي، ګڼې نجونې د حیض پر مهال ښوونځي پرېږدي یا له اساسي حفظ‌الصحې وسایلو بې‌برخې پاتې کېږي او دا وضعیت «طبیعي نه، بلکې د نابرابرۍ پایله» ده.

په افغانستان کې هم د ملګرو ملتونو اړوند ادارو مخکې ویلي وو چې د حیض په اړه ناسم باورونه، د پوهاوي کمښت او د حفظ‌الصحې د اسانتیاوو نشتوالی د نجونو پر زده‌کړو او رواني وضعیت منفي اغېز کوي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ سلنه نجونې د حیض پر مهال ښوونځي له تولنیز ژوند او پرمختګ پاتې کیږي او د حیض په اړه ټولنیز شرم او ناسم دودونه هم د نجونو د زده‌کړو پر دوام اغېز کوي.

همدارنګه د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق ویلي چې په افغانستان کې ګڼې نجونې د حیض اړوند کافي معلوماتو او اساسي وسایلو ته لاسرسی نه لري او د ښوونځیو محدودیتونو د دوی د روغتیايي پوهاوي فرصتونه هم کم کړي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ټینګار کړی چې باید د نړۍ ټولې ښځې او نجونې د حیض اړوند روغتیا، حفظ‌الصحې او انساني وقار ته برابر لاسرسی ولري او حکومتونه او مرستندویه بنسټونه باید په دې برخه کې عملي اقدامات زیات کړي.