په پاکستان کې د تېلو بیې ۲۲ روپۍ راکمې کړل شوې

د پاکستان حکومت د هر لیتر پټرول او ډیزل په بیو کې ۲۲ روپۍ کمښت اعلان کړی دی. د تازه بيو لهمخې، په دغه هېواد کې يو لیتر پټرول په ۳۸۱ روپۍ او ۷۸ پيسې او یو لیتر ډيزل په ۳۸۰ روپۍ او ۷۸ پيسې شو.

د پاکستان حکومت د هر لیتر پټرول او ډیزل په بیو کې ۲۲ روپۍ کمښت اعلان کړی دی. د تازه بيو لهمخې، په دغه هېواد کې يو لیتر پټرول په ۳۸۱ روپۍ او ۷۸ پيسې او یو لیتر ډيزل په ۳۸۰ روپۍ او ۷۸ پيسې شو.
د پاکستان حکومت وايي، لومړي وزیر له ملت سره ژمنه کړې وه، هرکله چې امکانات برابر شي، ولس ته به اسانتیاوې برابرې شي.
په پاکستان کې هره اوونۍ د پټرول او ډیزل نوې بيې اعلانيږي. د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه له لوړېدو سره دلته بيې لوړوي.
د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.
په منځني ختیځ کې له يادې شخړې وړاندې په پاکستان کې يو ليتر پټرول په ۲۶۸ روپۍ او ۱۷ پيسې او یو لیتر ډیزل په ۲۷۵ روپۍ او ۷۰ پيسې وو.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي چمن کې په یوې ولسي غونډه کې ویلي، په پاکستان کې مېشتو څلورو واړو ایالتونو ته د واک او سرچینو د مساوي حقونو له ورکولو پرته دغه هېواد هېڅکله پرمختګ نهشي کولای.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) چمن کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا په ترڅ کې زیاته کړه، چې د پاکستان د روانو سیاسي او اداري ستونزو یوازنی حل د ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون په بشپړ پلي کېدو او د منتخب پارلمان د واکمنۍ په منلو کې دی.
محمود خان اڅکزي همداراز څرګنده کړه، چې پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وبلل شي. هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په اړه وویل، چې کابل باید د پاکستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د هغه په وینا، دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري او د سیمې د ثبات لپاره دوه اړخیزه همکاري اړینه ده.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ټینګار وکړ، چې په سیمه کې جګړه د هېڅ ستونزې حللاره نه ده او یوازې د خبرو اترو له لارې په سیمه کې سوله او اقتصادي پرمختګ راتلای شي. هغه پر ډیورند کرښه د سوداګرۍ د ازادو زونونو پر جوړولو ټینګار وکړ او د قبایلي سیمو د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یې په مالیاتو کې د تخفیف غوښتنه وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې یو ځل بیا یادونه وکړه، چې په پاکستان کې ټولو قومونو ته باید مساوي حقونه ورکړل شي. هغه وویل،څو چې د سرچینو او واک عادلانه وېش رامنځته نهشي، پاکستان له روانو بحرانونو څخه نهشي وتلای.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پر ډیورند کرښه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په کونړ او ننګرهار کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر خلک بېځایه شوي دي.
نیویارک ټایمز د طالبانو د چارواکو له قوله وايي، چې یو شمېر افغان جنګیالي له تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) سره یوځای شوي. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ تل ادعا کوي، د ټي ټي پي د بریدونو پر مهال د افغانانو ګډون مخ پر زیاتېدو او د دې ډلې ترڅنګ د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کوي.
دغه امریکايي ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په یوه مفصل راپور کې ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري او سره له دې چې چین د منځګړیتوب هڅې کړي، خو د دواړو لورو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو کومه څرګنده نښه نه تر سترګو کېږي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د ټيټيپي وسلهوالو ته پناه ورکوي او دا ډله په پاکستان کې د زرګونو مرګونو بریدونو مسؤله بولي.
خو د راپور له مخې، طالب چارواکو که څه هم په خصوصي ناستو کې د ځینو افغان جنګیالیو د ټيټيپي سره یوځای کېدل منلي، خو په علني ډول وایي چې د ایډیولوژیکو اړیکو سربېره د دې ډلې پر رهبرۍ کنټرول نه لري او د ټيټيپي پر ضد جګړه د پاکستان «کورنی مشکل» ګڼي.
راپور وایي چې د دې کړکېچ له امله سلګونه افغان ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د شمېرو له مخې، د پاکستان د هوايي او توپچي بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۷۲افغان ملکيان وژل شوي او نږدې ۴۰۰نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې راغلي چې تر ټولو خونړی برید په کابل کې د روږدو کسانو پر یوه درملنیز مرکز شوی و، چې ۲۶۹کسان پکې وژل شوي وو.
نیویارک ټایمز لیکلي چې امریکا د «ځاندفاع حق»تر عنوان لاندې عملاً پاکستان ته اجازه ورکړې چې د افغانستان په خاوره کې اقدامات وکړي.
د سویلي اسیا د امنیتي چارو کارپوهه او د کلیمسن پوهنتون د سیاسي علومو استاده، امیرا جادون، ورځپاڼې ته ویلي: «افغانستان نور د امریکا د لومړیتوبونو په سر کې نه دی، او واشنګټن اوس د افغانستان په اړه د پاکستان له سیاستونو ملاتړ کوي. اسلاماباد هم له دې فرصته د خپلو ګټو لپاره اعظمي استفاده کوي.»
راپور زیاتوي، چې د پاکستان له خوا پرلهپسې د لارو تړل، پوځي بریدونه او د افغان کډوالو ډلهییز ایستل، د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.
افغانستان چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او د خوراکي او ساختماني توکو د وارداتو لپاره پر پاکستان تکیه لري، اوس له سخت روغتیايي بحران سره هم مخ دی.
په کابل کې درملپلورونکو نیویارک ټایمز ته ویلي چې د شکر ناروغۍ د درملو په ګډون د مهمو درملو کمښت ورځ تر بلې زیاتېږي.
د راپور له مخې، طالبانو د دې کمښت د جبران لپاره له روسیې او هند څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
تېره میاشت د طالبانو او پاکستان استازو د چین په شماللوېدیځ ښار ارومچي کې اته ورځې خبرې کړې وې.
یو پاکستاني امنیتي چارواکي، چې نوم یې نه دی افشا شوی، نیویارک ټایمز ته ویلي چې چین هڅه وکړه د خپل نفوذ له لارې کړکېچ حل کړي، خو په پاکستان کې د ټيټيپي بریدونو د دوام له امله اسلاماباد د بیجینګ د غوښتنې خلاف خبرې ودرولې.
د سرچینو په وینا، دغه مذاکرات د دواړو لورو ترمنځ د ژورې بېباورۍ له امله بېپایلې پاتې شوي دي.
پاکستان له طالبانو غوښتي چې د ټيټيپي د مهارولو لپاره لیکلی ضمانت ورکړي، خو طالبانو دا غوښتنه «غیرواقعي» بللې ده.
بل لور ته، طالب چارواکي باور لري چې د اسلاماباد اوږدمهاله موخهپه کابل کې د دوی د حکومت نسکورول دي، له همدې امله نه غواړي له خپلو دفاعي دریځونو شاته شي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان خبریالانو نیولو ته په اشارې سره وایي چې «کډوالي او ژورنالېزم جرم ده دی». یاد سازمان په دغه هېواد کې د افغان خبریال سید قاسم هاشمي په نیول کېدو اندېښه ښودلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې هاشمي د ایبټاباد–اسلاماباد پر لویه لاره د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شوی او وروسته یوه نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.
د نوموړي د کورنۍ په وینا، تر اوسه پورې د هغه د ځای پر ځای کېدو او روغتیايي وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دغه سازمان د خبریالانو نیول او په نامعلوم ځای کې ساتل «د رسنیزې ازادۍ او بشري حقونو ښکاره نقض» بللی او د پاکستان د پولیسو دغه اقدام یې غندلی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د نیول کېدو د ځای او دلایلو پټ ساتل له قانون سره په ټکر کې دي او د هاشمي کورنۍ او د رسنیو ټولنه حق لري چې د هغه له وضعیت او ځای څخه خبر وي.
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې د سید قاسم هاشمي د ژوند خوندیتوب تضمین کړي او هغه ژر تر ژره خوشې کړي.
دغه بنسټ همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو ادارو څخه غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې امنیتي ګواښونو ته پام وکړي او د هغوی د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې «کډوالي او ژورنالیزم جرم نه دی» او ویلي یې دي چې تر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو د سید قاسم هاشمي د برخلیک روښانه کېدل او بشپړه ازادي یقیني شي.
د اوسلو د سولې څېړنیز بنسټ (پي ار ای او) په یوه تازه شننه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د سویلي اسیا له تر ټولو دوامدارو او پېچلو سیمهییزو بحرانونو څخه ده او سره له دې چې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو لا هم د حل لپاره روښانه لید نه تر سترګو کېږي.
په دې شننه کې راغلي چې دا شخړه یوازې سرحدي یا امنیتي اختلاف نه دی، بلکې تاریخي، سیاسي، امنیتي او اقتصادي عوامل د دې کړکېچ په رامنځته کېدو او دوام کې مهم رول لري.
دغه بنسټ ویلي چې د بحران ریښې د ډیورنډ کرښې پر سر پخوانیو اختلافاتو او همدارنګه د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ متقابلې بېباورۍ ته رسېږي.
د شننې له مخې، کله چې طالبان په ۲۰۲۱کال کې بیا واک ته ورسېدل، پاکستان تمه لرله چې نوی حکومت به د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پر ضد جدي اقدامات وکړي، خو د دې تمې نه پوره کېدو د دواړو لورو ترمنځ کړکېچونه د پام وړ زیات کړي دي.
په راپور کې ویل شوي چې ډیورنډ کرښې ته په نږدې پرتو سیمو کې د وسلهوالو ډلو فعالیتونه، پرلهپسې ناامنۍ او د پاکستان په خاوره، په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه، د اختلافاتو د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه دي.
له بلې خوا، د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پالیسۍ، لکه جبري ایستل او د لارو محدودیتونه، پر افغانستان انساني او سیاسي فشارونه زیات کړي او د دواړو غاړو اړیکې یې لا پېچلې کړې دي.
د اوسلو د سولې څېړنیز بنسټ د خپلې شننې په دوام کې د سیمهییزو لوبغاړو رول ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې په سویلي اسیا کې د سیمهییزو قدرتونو سیالي او د سیاسي او امنیتي نفوذ پراختیا، د بېباورۍ فضا لا پیاوړې کړې او د دوامدارو خبرو اترو بهیر یې ستونزمن کړی دی.
په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د اوسني وضعیت دوام کولای شي د سیمې پر ثبات پراخې اغېزې ولري، په ځانګړي ډول داسې مهال چې افغانستان له اقتصادي بحران، پراخې بېکارۍ او د نړیوالو مرستو له کمښت سره مخ دی.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې د منظمې خبرې اترې چوکاټ، د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د باور جوړونې او د سیمهییزو لوبغاړو له فعال ګډون پرته، دا شخړه به د سویلي اسیا د بېثباتۍ له اصلي عواملو څخه پاتې شي.
د چین د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د دغه هېواد او پاکستان د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو په څرګند او بریالیو پروژو بدل شوي او دواړه هېوادونه د پوځي همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دي.
د چین د دفاع وزارت ویاند ډګروال جیانګ بین ویلي، چین او پاکستان د غرونو او سیندونو له لارې تړلي ښه ګاونډیتوب او یو پر بل باور لري.
نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي همکاریو لړۍ د ستراتیژیکو اړیکو، ګډو تمرینونو او روزنې، د پرسونل د تبادلې او د دفاعي تجهیزاتو او ټیکنالوژۍ په برخو کې خورا رغنده پایلې لرلې دي.
د چین د دفاع وزارت ویاند روښانه کړه، د دواړو هېوادونو د ځمکنیو، سمندري او هوايي ځواکونو ترمنځ د پوځي تمرینونو لړۍ چې په کې د «واریئرز»، «اوشین ګارډز» او «ایګلز» ګډ تمرینونه شامل دي، د دوهاړخیزو دفاعي همکاریو په څرګندو او بریالیو پروژو بدل شوي دي. نوموړي وویل، بیجینګ چمتو دی چې له پاکستان سره د ستراتیژیکو لارښوونو لاندې کار وکړي، ترڅو دودیزه ملګرتیا کې پرمختګ وکړي او ستراتیژیکې اړیکې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په همدې اونۍ کې چین ته څلور ورځنی رسمي سفر وکړ او د دواړو هېوادونو چارواکو په بېلابېلو برخو کې څو مهم تړونونه هم لاسلیک کړل.