اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ختیځو ولایتونو کې د ایبولا ناروغي مخ په پراخېدو ده او تر اوسه له زرو زیات شکمن موارد، ۱۲۱ تایید شوې پېښې او لږ تر لږه ۱۷ مړینې ثبت شوې دي، چې شپږ روغتیايي کارکوونکي هم پکې شامل دي.
ادارې خبرداری ورکړی چې د تګ راتګ محدودیتونه او د پولو تړل کېدل د روغتیايي ټیمونو د فعالیت او د مرستو د رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
په اوکراین کې اوچا ویلي چې په وروستیو ورځو کې پر مرستندویه کارکوونکو او بشري تاسیساتو بریدونه زیات شوي دي. د راپور له مخې، د خوراک نړیوال پروګرام یوه ګودام د توغندي په برید کې زیانمن شوی، چې د ۱۳۰ زره کسانو لپاره د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت مرستې پکې ساتل کېدې.
اوچا زیاته کړې چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې په اوکراین کې له ۲۴۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي، چې ماشومان هم پکې شامل دي.
د هایتي په اړه راپور کې ویل شوي چې د وسلهوالو ډلو تاوتریخوالي نږدې ۱،۵ میلیون کسان بېځایه کړي دي. د نړیوال کډوالۍ سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له ډسمبر راهیسې تر ۹۵ زره زیات کسان نوي بېځایه شوي دي.
اوچا ویلي، ډېری بېځایه شوي کسان یا له خپلو خپلوانو سره اوسېږي او یا هم په سختو او نامناسبو شرایطو کې ژوند کوي، او خوراک، سرپناه، روغتیايي خدمات او پاکې اوبه یې تر ټولو عاجلې اړتیاوې دي.
په لبنان کې هم اوچا د روانو جګړو او د اسراییلي ځواکونو د نوو خبرداریو له امله د سلګونه زره کسانو د بېځایه کېدو خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې، یوازې د مې په ۲۶مه لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. اوچا ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په لبنان کې د وژل شویو شمېر ۳۲۶۹ او د ټپیانو شمېر ۹۸۴۰ ته رسېدلی دی.
اوچا ټینګار کړی چې سره له امنیتي او لوژستیکي ستونزو، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې لا هم د ژوند ژغورنې مرستو ته دوام ورکوي، خو د بشري اړتیاوو د زیاتېدو له امله د نړیوال ملاتړ پراخېدو ته جدي اړتیا شته.