• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا نورالدین ترابي: ټولې ادارې باید په ګډه له راستنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي ویلي، له راستنو شویو افغانانو سره مرسته اسلامي او انساني مسوولیت دی او ټولې ادارې باید په ګډه د هغوی لاسنیوی وکړي. هغه د جمعې په ورځ کندهار کې له نساجۍ سیمې تر عینو مېنې پورې د مېشتو راستنېدونکو وضعیت له نږدې ارزولی دی.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورالدین ترابي د راستنو شویو ستونزې، اړتیاوې او اوسنی وضعیت ارزولی او اړوندو مسوولینو ته یې سپارښتنه کړې، چې لازمې اسانتیاوې او پر وخت مرستې ورته برابرې کړي. د نوموړي په وینا، اداره یې هڅه کوي، چې د شته امکاناتو په کارولو سره د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

ترابي د راستنېدونکو افغانانو خدمت د طالبانو د حکومت مسوولیت ګڼي او ټینګار لري، چې د همغږۍ او ګډو هڅو له لارې به د مرستو بهیر چټک کړي. هغه ویلي، د ادارو ترمنځ همکاري د کډوالو د عاجلو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره ضروري ده.

د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي، چې د افغان کډوالو د ستنولو او اېستلو بهیر په سیمه او اروپا کې چټک شوی؛ پاکستان او ایران په یوه ورځ کې زرګونه کسان بېرته لېږي او په اروپا کې هم ګڼو افغانانو ته د وتلو امرونه ورکړل شوي.

له دې سره هم‌مهاله د طالبانو په واکمنۍ کې افغانان له سخت بشري ناورین، فقر او بې روزګارۍ سره مخ دي. هېواد ته یو شمېر ستانه شوي کډوال هم د دغه ناورین برخه ګرځېدلي او ملګرو ملتونو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرستې وکړي.

•
•
•

نور کیسې

عبدالکبیر: کډوالو او راستنېدونکو ته خدمت کول د ټولو دولتي ادارو ګډ مسوولیت دی

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر له یو شمېر دولتي چارواکو او مسوولینو سره په کتنو کې د خلکو او حکومتي بنسټونو تر منځ پر همکاریو او یووالي له ټينګار سربېره کډوالو او راستنېدونکو ته د خدماتو رسول د ټولو دولتي ادارو ګډ مسوولیت وباله.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مولوي عبدالکبیر په سپیدار ماڼۍ کې له یو شمېر حکومتي لوړ پوړو چارواکو او مسوولینو سره په اختریزه کتنو کې د کډوالو د وضعیت، د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزو ته د رسېدنې او په دې برخه کې د دولتي ادارو تر منځ د همغږیو په تړاو خبرې کړې دي.

عبدالکبیر په دې کتنو کې د خلکو او حکومتي ادارو تر منځ پر همکاریو او یووالي له ټينګار سربېره ویلي: «کډوالو او راستنېدونکو ته د خدماتو رسول د ټولو ادارو ګډ مسوولیت دی».

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۵ میلیونه افغانان په جبر له ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه کړای شوي دي. دغه ستانه شوي، د سرپناه د نه‌لرلو تر څنګ د ورځني ژوند د دوام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. طالبانو په دې موده کې یوازې څه باندې ۳۰ زره ستنو شویو کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړي او پاتې نور لا هم په کېږدیو او دښتو کې شپې او ورځې تېروي.

سند؛ طالبانو تر خپل واک لاندې د سفارتونو او کونسلګریو لپاره نوې وېب‌پاڼې جوړې کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلي سند له مخې، طالبانو تر خپل واک لاندې سفارتونو او کونسلګریو لپاره نوې وېب‌پاڼې جوړې او فعالې کړې دي. طالبانو په دغو وېب‌پاڼو کې د «افغانستان اسلامي جمهوریت» نوم لرې کړی او د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای یې د خپلې ډلې بیرغ ځای پر ځای کړی دی.

د ترلاسه شویو سندونو له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د «حومادي» په نامه له یوه خصوصي شرکت سره د دغو نویو وېب‌سایټونو د جوړولو تړون لاسلیک کړی دی. په دغه تړون کې لیکل شوي، چې دا شرکت به د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند ټولې وېب‌پاڼې جوړوي. په دغو نوېو وېب‌سایټونو کې د انلاین وېزې له خدمتونو نیولې، د پاسپورټونو د وېش او د بېلابېلو سندونو د تاییدۍ ځانګړې برخې او سیسټمونه پکې رامنځته شوي دي.

100%

په اروپايي هېوادونو کې یو شمېر پخوانیو افغان ډېپلوماټانو په‌دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په‌ دې سره د افغانستان وګړو ټول رسمي او هویتي سندونه د یوې شخصي کمپنۍ لاس ته ورځي او دا چاره د افغانانو د شخصي معلوماتو د امنیت پر وړاندې ستر او جدي ګواښ رامنځته کوي.

که څه هم له روسیې پرته نورو هېوادونو طالبان په رسمیټ نه دې پېژندلي، خو په ځینو اروپايي هېوادونو کې د سفارتونو او کونسلګریو کنټرول د طالبانو ډېپلوماټونو ته په واک کې ور کړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دغه دوبی مېشتې کمپنۍ سره د تړون په اړه معلومات نه دې ورکړي، چې دا تړون د کومو شرایطو پر اساس شوی دی.

طالبانو په دې نوي وېب سایټونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت پر ځای «اسلامي امارت» لیکلی او د ملي بیرغ پرځای د خپلې ډلې بیرغ ځای پر ځای کړی دی.

د طالبانو له لوري جوړ شوي ویب سایټونو کې ساکښو انځورونه هم نه لیدل کېږي.

که سه هم دا انټرنیټي وېب سایټونه پر لیکه شوي دي، خو تروسه د پخوانیو افغان سفیرانو او ډېپلوماټانو پېغامونه لیدل کېږي.

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د کابل ښاروالۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ترمنځ د دولتي ځمکو د لېږد هوکړې له مخې، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او اړوندو سیمو کې د شپږو ښارګوټو ځمکې د ښاري نظم ټینګښت او د ناقانونه ودانیو د مخنیوي په موخه کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ویلي، چې په یادو ښارګوټو کې د ۲۱مې ناحیې اړوند جنت ګل خان ښارګوټی، د ۱۴مې ناحیې اړوند سردار محمد داوود خان ښارګوټی، د ۸مې ناحیې میرویس ښارګوټی، د بګرامیو ولسوالۍ دولتزي ښارګوټی او د ۲۲مې ناحیې علاوالدین او حبیب الله ځاځي ښارګوټي شامل دي.

د کابل ښاروالۍ مسوولانو ویلي، چې یادې سیمې به د کابل ښاروالۍ د رسمي ملکیت په توګه ثبت او د ښاري پراختیا لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي، دولتي ځمکې د ځانګړې محکمې او د غصب د مخنیوي اکمېسیون له لوري تثبیت او ارزول کېږي، او هغه سیمې چې دولتي وپېژندل شي، ښاروالۍ ته سپارل کېږي.

هغه زیاته کړې چې یاد شپږ ښارګوټي هم د تصفیې او قانوني ارزونې وروسته دولتي ځمکې تثبیت شوې دي.

د پښتو ژبې ورځ؛ د مېرمنو پر زده کړو د طالبانو بندیز پښتو ژبه زیانمنه کړې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ

د غبرګولي ۸مه (د مې ۲۹مه) د پښتو ژبې ورځ ده. دغه ورځ هر کال نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ددې ورځې نمانځلو ته توجه کمه شوې ده. یو شمېر لیکوالان بیا وايي چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز پښتو ژبې ته زیانونه اړولي دي.

د پښتو ورځې نوښت په کابل کې د یوه نړیوال فرهنګي کنفرانس پر مهال شو، چې وروسته د لیکوالانو، ژبپوهانو او فرهنګي فعالانو له ملاتړ سره یې نړیوال اعتبار وموند.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۹۰ میلیونه کسان په افغانستان، پښتونخوا، هند، کشمیر او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په پښتو ژبه خبرې کوي.

سره له دې، ژبپوهان ټینګار کوي چې پښتو ژبه لا هم زیات کار ته اړتیا لري، په ځانګړې توګه د علمي، تعلیمي او تخنیکي محتوا په تولید کې دغه اړتیا ورځ تر بلې ډیریږي.

په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر، لیکوال او څېړونکي دوکتور عبدالغفور لېوال له افغاستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د پښتو ژبې رسمي پرمختګ له سراج الاخبار، د محمود طرزي له دورې پیلېږي.

هغه وویل: «په رسمي توګه په معارف او ژورنالیزم کې د پښتو ژبې شاملېدل د سراج الاخبار زمانې ته ورګرځي، د مشروطیت له دوران نه او اماني عصر څخه. د علامه محمود طرزي په پاملرنه. د لومړي ځل لپاره هغه سپارښتنه وکړه چې پښتو ته باید پاملرنه وشي. بیا له همغه وخته په سراج الاخبار کې پښتو شعرونه او لیکنو لپاره ځانګړی ځای ورکړل شو. وروسته له هغه نه کله چې په ۱۳۱۰ انجمن ادبي کابل جوړ شو په دې کې د پښتو برخه ځانګړې وه، وروسته له دې نه په کابل مجله او نورو اخبارونو او نشراتو کې پښتو ته پاملرنه وشوه.»

د لېوال په وینا، له دې وروسته بیا د پښتو ټولنه جوړه شوه، د افغانستان په راډیو کې د پښتو خپرونو برخې ورزیاتې شوې او د پښتو ژبې د زده کړې دولتي کورسونه هم جوړ شول.

هغه زیاته کړه: « په ورستیو کلونو کې یعنې د شلمې پېړۍ په جریان کې پښتو ژبې او ادبیاتو ته ځانګړې پاملرنه وشوه، پښتو ټولنې، اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بیا وروسته وزارت، خپرندویه ټولنې، د افغانستان د لیکوالانو انجمن، علومو اکاډمۍ او نورو د پښتو ژبې لپاره ځانګړې پاملرنه کوله.»

خو نوموړي وویل، چې پښتو ژبه په تعلیمي نظام کې تر ډېره له پامه غورځېدلې وه، حتا په پښتنو سیمو کې هم مضامین په پښتو نه تدریسېدل، خو وروستیو کلونو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

لېوال زیاتوي: «د فېسبوک، ټیک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو له برکته، پښتو ژبه اوس نه یوازې لوستل کېږي، بلکې اورېدل او لیکل هم پرې کېږي. دا ژبه اوس د فرهنګي پراختیا او ودې په چټک پړاو کې ده.»

لیکوال، شاعر او ژورنالیست سنګر نيازي په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پښتو ژبه نه یوازې د افهام او تفهیم وسیله ده، بلکې د قانون حیثیت لري. د ژبې د پرمختګ لپاره باید پرې خبرې وشي، علمي اثار پرې ولیکل شي او نورو ژبو ته وژباړل شي.»

نوموړي د تاريخي حقايقو په يادولو سره وويل: «که څه هم پښتانه په افغانستان کې تر ډېره په واک کې پاتې شوي، خو د خپلې ژبې پراختيا ته يې هغومره پاملرنه نه ده کړې.»

نیازي په کوزې پښتونخوا کې د پښتو ژبې وضعيت ته په اشارې سره وويل، چې په پښتونخوا کې دغه ژبه تر اوسه د ښوونيز نصاب برخه نه ده، چې دا له يوه ستر قوم سره ښکاره جفا ده.

هغه د نېلسن منډیلا مشهور قول ته اشاره وکړه، چې وایي: « که له چا سره د هغه په مورنۍ ژبه خبرې وکړې، نو دا ستا خبره به د هغه زړه ته ورسېږي».

د پښتو ژبې ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د دې ژبې او د افغانستان د نورو ژبو پر ګڼو کتابونو بندیزونه لګېدلي او د لیکوالان نه شي کولای چې په ازاد ډول لیکل وکړي او کتابونه خپاره کړي. دغه راز دې ډلې پر رسنیو هم خورا بندیزونه لګولي او په خپل واک کې رسنیو نه ډېری د تبلیغاتي وسایلو په توګه کار اخلي.

د پښتو ژبې نوموړي شاعر حمزه بابا د پښتو ددرنښت په دود ویلي، چې :

وايي اغیار چې ددوزخ ژبه ده

زه به جنت ته له پښتو سره ځم

افغان پناه غوښتونکي نور په برېتانیا کې خپل حقیقي عمر پټولی نه‌شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱

د برېتانیا حکومت د سرحدونو د څار د سختولو او د کډوالۍ له قوانینو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره د یو پراخ پروګرام په چوکاټ کې پرېکړه کړې، چې له راتلونکي کال څخه د پناه غوښتونکو د عمر د دقیقې ارزونې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د مخ پېژندنې پرمختللې ټېکنالوژي وکاروي.

د راپورونو له‌مخې، د برېتانیا دا نوی اقدام به په مستقیم ډول پر پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول هغو ګڼو افغان پناه غوښتونکو اغېز وکړي چې دغه هېواد ته د کم عمره کسانو په ادعا ننوځي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پرېکړې له مخې، دا پرمختللی سیستم به د پناه غوښتونکو د مخ انځورونه تحلیل او سکن کړي او د هغوی احتمالي عمر به اټکل کړي.

د دې طرحې اصلي موخه چې ټاکل شوې تر ۲۰۲۷ کال پورې به په بشپړه توګه په ټولو سرحدونو کې عملي شي، د هغو کسانو پېژندل دي چې ځانونه د «بې سرپرسته ماشومانو» په توګه معرفي کوي څو د برېتانیا د ټولنیز او مراقبتي نظام له ځانګړو امتیازونو ګټه واخلي او د اقامت د ترلاسه کولو چانس زیات کړي.
د برېتانیا د سرحدي امنیت او پناه غوښتنې وزیر الکس نوریس د دې پروګرام د پلي کولو پر پرېکنده دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل:«هغه کسان چې د خپل عمر په اړه ناسمې ادعاوې کوي، له سیستم څخه ناوړه ګټه اخلي او د ریښتینو ماشومانو حقونه له خطر سره مخ کوي. د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره به سرغړوونکي په چټکۍ وپېژندل شي او د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.»
په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو په دوسیو کې د ناسم عمر ورکول له جدي او جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

ځینې غوښتونکي د معتبرو هویتي اسنادو د نشتوالي یا د ماشومانو لپاره د ځانګړو تعلیمي او اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره ځانونه تر ۱۸ کلونو کم عمره معرفي کوي.
د برېټانیا د کډوالۍ د خپلواکو څېړونکو راپور ښيي چې پخوا د عمر د تشخیص په بهیر کې د پام وړ تېروتنې شوې دي؛ داسې چې ځینې لویان په غلطۍ ماشومانو ته ورته ګڼل شوي او ځینې ماشومان د لویانو په کتار کې شامل شوي دي.

په همدې لړ کې د برېتانیا حکومت د ۳۲۲ زره پونډه په ارزښت له کمپنۍ سره قرارداد کړی، څو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره دا ستونزې راکمې کړي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې په برېتانیا کې له ۱۱۱ زرو څخه ډېرو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغو کسانو یوه د پام وړ برخه د افغان وګړي دي، چې د طالبانو د واکمنۍ له امله له هېواده والي او اوس په سرحدونو کې د بایومتریک سیستمونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې