د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز تنګي په اړه خبرې کړې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدرالبوسعیدي سره یې د هرمز تنګي په اړه «مثبتې او ګټورې» ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدرالبوسعیدي سره یې د هرمز تنګي په اړه «مثبتې او ګټورې» ټلیفوني خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ، د غبرګولي په ۸مه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، چې له خپل عماني سیال سره یې په خبرو کې د هرمز تنګي او د هغې د راتلونکي ادارې په اړه مثبتې بحثونه کړې دي.
عراقچيویلي، چې د هرمز تنګي موضوع باید د ملي حاکمیت د مسولیتونو او نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تنظیم شي. نوموړي همدارنګه ویلي، چې ایران د سیمې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د مشورو او خبرو اترو هرکلی کوي او له عمان سره د هر ډول احتمالي ننګونو په وړاندې همکاري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته رسېدلی ترڅو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د ایران د جګړې د پای ته رسولو او په دغه برخه کې د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړي. رویټرز اژانس ته باوري سرچینو ویلي، چې ایران او امریکا په دې وروستیو کې یوې هوکړې ته خورا نږدې شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مهالوېش له مخې، اسحاق ډار به له مارکو روبیو سره وګوري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغه به له دغې لیدنې وروسته بېرته خپل هېواد ته ستون شي.
که څه هم اسحاق ډار د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هم دی، خو د ایران د کړکېچ د هواري لپاره د پاکستان د منځګړیتوب هڅې د دغه هېواد د پوځ د مشر فیلډ مارشال عاصم منیر له خوا رهبري کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د عاصم منیر ستاینه یې کړې، په وار وار ویلي چې د جګړې پای ته رسېدل نږدې دي، خو د امریکا او ایران ترمنځ په ښکاره توګه د ګډ تفاهم نښې لږ لیدل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسحاق ډار او مارکو روبیو خبرې به پر دوه اړخیزو اړیکو او ډیپلوماسۍ له لارې د سیمه ییزې سولې او ثبات د تامین لپاره د اسلاماباد پر هڅو متمرکزې وي.
دا لیدنه په داسې حال کې تنظیم شوې چې د غځیدلي اوربند په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستی تایید لا نه دی ترلاسه شوی او د تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې دغه هوکړه لا نه ده وروستۍ شوې او په وروستیو ورځو کې پکې بدلونونه راغلي دي.
په برېتانیا کې د بېسارې ګرمۍ د څپې او وچ پسرلي له امله د اوبو رسولو سیستمونه تر فشار لاندې راغلي او ځینې سیمې د اوبو له جدي کمښت سره مخ شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپا د نورو هېوادونو په څېر بریتانیا هم په تېره یوه اونۍ کې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ شوې چې له امله یې د اوبو غوښتنه په روښانه ډول زیاته شوې ده.
د برېتانیا د چاپېریال ادارې ویلي، چې د مارچ او اپرېل په میاشتو کې د باران اندازه له منځنۍ کچې څخه ډېره کمه وه، چې له امله یې په ځینو سیمو کې د اوبو زېرمې تر فشار لاندې راغلې دي.
په همدې حال کې د وېټسټبل په سیمه کې ډېری کاروبارونه د کال تر ټولو بوختې اونۍ پر مهال، چې د ښوونځیو رخصتي هم پکې شامله وه تړل شوي دي، ځکه د اوبو کمښت د خدماتو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
رویټرز د یو سیمهییز اوسېدونکي جورج له قوله ویلي، چې هغه د اوبو د رسولو سیمهییز شرکت «ساوت ایسټ واټر» ملامتوي، چې لا دمخه د څارونکې ادارې «اوفواټ» تر څېړنې لاندې دی، ځکه د دې شبکې په نورو برخو کې هم د اوبو پرېکونونه رامنځته شوي دي.
هغه ویلي: «زه نه غواړم چې د اوبو شرکتونه د پانګونې د نشتوالي پر ځای اقلیمي بدلون یا د خلکو زیات استعمال پلمه کړي.»
په ورته مهال د برېتانیا د اقلیمي بدلون خپلواکې کمېټې خبرداری ورکړی چې دغه هېواد به په راتلونکو کلونو کې لا ډېر ګرم او وچ اوړي تجربه کړي او د دې وضعیت د مدیریت لپاره به شاوخوا یوولس میلیارده پونډه کلنۍ پانګونې ته اړتیا وي.
د ایران او قزاقستان د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیرانو په استانه کې د لیدنې پرمهال دسوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي ټینګار کړی او پرېکړه یې کړې، چې د دواړو هېوادونو د خپلمنځي سوداګرۍ کلنۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د ایران دولتي اژانس د راپور بنسټ، د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سید محمد اتابک په دې لیدنه کې د بانکي خنډونو لرې کول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا اصلي کیلي وبلله.
هغه زیاته کړه، چې د اوراسیا له اقتصادي اتحادیې سره د سوداګرۍ تړون د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د بینالبانکي معاملو د اسانتیا لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.
سید محمد اتابک د اوسپنې، فولادو، غلو دانو، غوړیو، لمرګلي، کنجالې او بېلابېلو کانونو په برخو کې د همکارۍ لپاره د ایران چمتووالی وښود او په اړینو مواردو کې یې د پایاپای یا جنس په جنس تبادلو پر کارولو ټینګار وکړ.
د راپور له مخې د دواړو لوریو ترمنځ په هوکړه کې د تخنیکي او انجینري خدماتو د صادراتو پراختیا، د ساینس او ټکنالوژۍ د پارکونو جوړول، د صنعتي تجربو شریکول، د لوژستیک او ریل پټلۍ ټرانسپورټ پراختیا او د خوراکي توکو دوه اړخیز صادرات هم شامل و.
د دغو همکاریو د عملي کولو لپاره د کارپوهانو په کچه د یوې ځانګړې کاري ډلې د جوړولو اعلان هم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) پر لبنان د اسراییل د بریدونو په غبرګون ویلي، چې تېره اوونۍ په لبنان کې په اوسط ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
یونېسف د لبنان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو په حواله ویلي، چې په تېرو اوو ورځو کې په ټولیز ډول ۷۷ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د اپرېل پر ۱۶مه د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پورې ۵۵ ماشومان وژل شوي او ۲۱۲ نور ټپیان شوي دي. د یونیسف ویاند ریکارډو پیرس له ښکېلو غاړو وغوښتل چې اوربند ته بشپړ درناوی وکړي. نوموړي وویل: «د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، باید د ماشومانو او ملکي زېربناوو ساتنه وشي».
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان هم نن د جمعې په ورځ خبرداری ورکړی چې د پوځي فعالیتونو د پراخېدو ګواښ د لبنان د خلکو لپاره د روغتیا په برخه کې سختې اندېښنې راپارولې دي. د دغه سازمان په وینا، د اوربند له پیل راهیسې په لبنان کې پر روغتیايي مرکزونو د ۲۷ بریدونو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې ۲۵ تنه مړه او ۴۲ نور ټپیان شوي دي. روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې په ټولیزه توګه ۱۶ روغتونونه او ۱۳ د لومړنیو روغتیایي خدمتونو مرکزونه هم زیانمن شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په کانګو کې د ایبولا د نادر ډول «بونډیبوګیو» خپرېدل لا هم دوام لري او تر دې مهاله ۹۰۶ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي او د ۲۲۳ مړینو په اړه څېړنې روانې دي.
بونډیبوګیو په نوم د ایبولا نادر ډول خپرېدل په کانګو کې دوام لري او د دې ناروغۍ ځینې پېښې په ګاونډي هېواد یوګانډا کې هم ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په کانګو کې تر اوسه د ایبولا ۱۲۵ مثبتې پېښې تایید شوې دي چې ۱۷ تنه پکې مړه شوي دي. دغه پېښې د ایتوري، شمالي کیوو او جنوبي کیوو ولایتونو کې ثبت شوې دي. په یوګانډا کې هم اووه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې درې یې له کانګو څخه انتقال شوې وې او یوه مړینه یې هم لرلې ده. د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، تر اوسه د ټولنې دننه د ناروغۍ د پراخ انتقال کومه نښه نه ده لیدل شوې.
روغتیا نړیوال سازمان د مې میاشتې په لومړیو کې ویلي وو چې د کانګو په ختیځ کې د ایبولا دا خپرېدنه ښايي شاوخوا دوه میاشتې مخکې پیل شوې وي. د بونډیبوګیو ډول لپاره تر اوسه واکسین نه شته او د روغتیا نړیوال سازمان دا وضعیت د نړیوالې اندېښنې وړ روغتیايي بېړنی حالت اعلان کړی دی.
کارپوهان اندېښنه لري چې ناروغي د اوږدې مودې لپاره له کشف پرته په یوه ګڼ مېشته سیمه کې خپره شوې، چې له امله یې د ناروغانو د تماسونو موندل او جلا کول ستونزمن شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي بېړنیو پروګرامونو د «لوړ ګواښ لرونکو ناروغیو» د ډلې غړې انايیس لیګانډ ویلي، د تایید شوو ناروغانو ترمنځ د مړینې کچه د ۳۰ او ۵۰ سلنې ترمنځ اټکل شوې ده.
هغې وویل: «دا ډېره لوړه کچه ده. مانا یې دا ده چې له هرو لسو اخته کسانو څخه تر پنځو پورې ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي».
نوموړې زیاته کړه چې دا شمېرې لا لومړنۍ دي او نورو څېړنو ته اړتیا لري، خو ژر روغتیايي پاملرنه کولی شي د مړینې کچه راټیټه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان همداراز اعلان کړی چې د ایبولا لومړنی رغېدلی ناروغ له روغتیايي مرکز څخه تر دوو منفي ازموینو وروسته رخصت شوی دی. سازمان هیله څرګنده کړې چې نور ناروغان هم روغ شي او پر وخت درملنې ته د لاسرسي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.
دغه سازمان ویلي چې د لابراتواري ازموینو ظرفیت پراخېږي او تمه لري چې د مشکوکو پېښو د نمونو پاتې ازموینې به په راتلونکو ورځو کې بشپړې شي.
سازمان خبرداری ورکړی چې ښايي د مشکوکو پېښو شمېر لا زیات شي، خو دا د څارنې او ناروغۍ د موندنې د بهیر د اغېزمنتیا نښه بلل کېږي.