• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څېړنه: د هوا ککړتیا د ماشومانو د سږو وده ورو کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۱

د بریتانیا د لېسټر پوهنتون څېړونکو موندلې چې د ککړې هوا تنفس کول د ماشومانو د سږو وده ورو کولی شي او اغېزې یې ان د ځوانۍ تر لومړیو کلونو پورې دوام مومي. په دې څېړنه کې له وخت مخکې زېږون، د مور شیدې، د والدینو له‌خوا د تنباکو کارول او د کور چاپېریالي شرایط لکه رطوبت هم ارزول شوي.

ساینسپوهانو د څه باندې پنځه زرو هغو کسانو د سږو فعالیت څېړلی چې د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د بریسټول ښار او شاوخوا سیمو کې زېږېدلي وو.

د «نویمې لسیزې ماشومان» په نوم د دې ډلې روغتیایي وضعیت له زېږون څخه تر ځوانۍ پورې څارل شوی او د دوی د سږو فعالیت په اته، پنځلس او بیا څلېرویشت کلنۍ کې اندازه شوی دی؛ هغه عمر چې عموماً سږي باید خپل اعظمي ظرفیت ته رسېدلي وي.

څېړونکو د امیندوارۍ د هرې درې میاشتنۍ دورې او همدارنګه د ماشومتوب د لومړنیو کلونو په هر پړاو کې د هوا له ککړتیا سره د ماشومانو د مخامخ کېدو اندازه محاسبه کړې ده. په دې کې معلقې ذرې او نایتروجن ډای اکساید هم شامل وو؛ هغه ګاز چې تر ډېره د ډیزلي موټرو او فوسیلي سونګ د تودوخې له سیستمونو څخه خپرېږي.

د څېړنې پایلو وښودله، چې امیندوارۍ، زیږون او د ماشومتوب په لومړیو پړاوونو کې د هوا له ککړتیا سره مخامخ کېدل د سږو وده تر ځوانۍ پورې ورو کولی شي. د دې اغېزو تر ټولو ډېر اغېز د ځوانۍ په دوره کې لیدل شوی، ځکه په همدې پړاو کې د سږو وده تر ټولو چټکه وي.

انا هینسل، چې د دې څېړنې مشري یې کوله، وویل: «د هوا د ککړتیا د اغېزو ډېری شواهد د لویانو او یا د امیندوارۍ له دورې سره تړاو لري، خو موږ باور لرو، چې دا ککړتیا د ماشومانو د سږو پر ودې او بشپړېدو هم مستقیم اغېز لري».

نوموړې زیاته کړه: «هغه کسان چې سږي یې په ماشومتوب کې خپل بشپړ ظرفیت ته نه‌رسېږي، په راتلونکي کې د تنفسي ناروغیو پر وړاندې ډېر زیانمن وي، ځکه د تنفس ذخیره یې کمه وي. دغه راز دوی د نورو روغتیایي ستونزو له زیات خطر سره هم مخامخ وي».

د نوموړې په وینا، نورو څېړنو هم ښودلې چې د هوا ککړتیا د سږو روغتیا زیانمنوي او دا چاره د زړه د ناروغیو خطر هم زیاتوي.

انا هینسل وویل: «موږ کلونه وخت ولګاوه څو د امیندوارۍ او د ژوند د لومړیو کلونو لپاره د معلقو ذراتو د ککړتیا دقیق اټکلونه برابر کړو، چې په‌کې د بریسټول ښار د ټرافیکي معلوماتو کارول هم شامل وو؛ هغه معلومات چې په ملي ډیټابېسونو کې موجود نه وو».

تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې هم ښودلې وه، چې د هوا ککړتیا د ختیځ لندن د ماشومانو د سږو وده کمه کړې ده. په هغې څېړنه کې د نهو کلنو ماشومانو د سږو اندازه په اوسط ډول له طبیعي کچې څخه له ۹۰ تر ۱۰۰ میلی‌لیټرو پورې کمه وه، چې د دوو هګیو د حجم معادل ګڼل کېږي.

په سوېډن کې ترسره شویو څېړنو هم ښودلې، چې د هوا د کیفیت له ښه کېدو سره د ماشومانو د سږو وده ښه شوې ده. څېړونکي باور لري، چې د هوا د ککړتیا کمېدل ښايي د بریسټول د ماشومانو د سږو وده هم له طبیعي حالت سره نږدې کړې وي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

نبيل: پر بندي ښځو د جنسي تېري راپورونو د طالبانو ان دیني مشروعیت هم تر پوښتنو لاندې راوستی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په غبرګون کې چې په افغانستان کې طالبانو له ۲۱ ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی او ان پرې جنسي تېری یې کړی ویلي، دا راپور د طالبانو دیني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي.

رحمت‌الله نبیل د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۸مه) په خپله اېکس پاڼه وویل: «که د ملګرو ملتونو دغه راپورونه رښتیا وي چې په افغانستان کې پر زندانی ښځو جنسي تېری شوی، نو دا نور نه یوه عادي پېښه ده او نه هم د څو کسانو شخصي تېروتنه؛ بلکې داسې تورونه دي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو اخلاقي، ديني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي».

رحمت الله نبيل دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

رحمت‌الله نبیل زیاته کړې: «نن د طالبانو د مشرانو په وړاندې یوه اساسي پوښتنه ولاړه ده: که دا راپورونه دروغ وي، نو ولې له خپلواکو، شفافو او بې پرې څېړنو وېرېږئ؟ ولې زندانونه او توقیف ځایونه د نړیوالو حقیقت موندونکو پلاوو پر مخ تړلي دي؟»

نبیل د طالبانو د مشرانو د واک او مسووليتونو په اړه وويل: «د طالبانو مشران نه‌شي کولای چې ټول واک په خپل لاس کې وساتي، خو کله چې د داسې درنو تورونو خبره راشي، ځانونه بې مسوولیته وښيي».

هغه زیاته کړې، دغه پوښتنه يوازې له طالبانو څخه نه، «له هغو علماوو هم ده، چې هره ورځ پر منبرونو د حلال او حرام، زکات او سوقات، مسواک او ږیرې په اړه خبرې کوي، خو د داسې درنو تورونو په وړاندې چوپ پاتې دي».

نوموړي همداراز څرګنده کړه: « د ظلم په وړاندې چوپتیا بې طرفي نه‌ده؛ بلکې له اخلاقي، ديني او انساني مسوولیت څخه تېښته ده».

طالبانو لا تر اوسه د یوناما دغه راپور او د رحمت‌الله نبیل څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

هالنډ د افغان ښځو لپاره د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د هالنډ «اېن‌اېل ټایمز» رسنۍ راپور ورکړی، چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېرو مواردو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو وړ وبلل شي.

د هالنډ د پناه غوښتنې چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو له امله افغان ښځې «په نږدې ټولو مواردو» کې په هالنډ کې د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط پوره کوي.

د هالند د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیر بارت فان دن برېنک د افغانستان د پناه غوښتنې د دوسیو اړوند تګلاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نوي راپور له ترلاسه کولو وروسته بدله کړې ده.

په دغه راپور کې، چې د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې موده رانغاړي، ویل شوي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت ډېر خراب شوی دی.

د «اېن‌اېل ټایمز» د راپور له مخې، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د طالبانو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د ښځو د تګ راتګ ازادي او د هغوی د ټولنیز او تعلیمي ژوند فرصتونه لا زیات محدود کړي دي.

هالنډي چارواکي وايي، دا بدلون په دې معنا دی، چې د افغان ښځو د پناه غوښتنې دوسیې به د د خوندینې په موخه له پراخ لیدلوري وارزول شي او د هغوی د غوښتنلیکونو د منل کېدو احتمال به ډېر شي.

د رسمي شمېرو له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په هالنډ کې د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۷۶۰ ته رسېدلي، چې د تېرو کلونو پرتله زیاتوالی ښيي.

دغه نوې پرېکړه داسې مهال شوې، چې تر دې وړاندې د هالنډ د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزارت د یو شمېر افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي وو او ویلي یې وو، سره له دې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګېدلي، خو د اوسني سیاست د بدلون لپاره کافي دلیل نه‌شته.

اسحاق ډار له ابراهيمي تړون سره د پاکستان د يو ځای کېدو اوازې رد کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ابراهيمي تړون سره د پاکستان د یو ځای کېدو اوازې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین د خپلواک دولت تر پېژندلو پورې به په دې اړه د اسلام‌اباد په دریځ کې هېڅ ډول «نرمښت» رانه‌شي.

د پاکستان د اېکسپرېس ورځپاڼې د خبر له‌مخې، اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې رسنیو ته وویل: «د ابراهيمي تړون په اړه ډېرې اوازې خپرېږي، خو په دې اړه د پاکستان دریځ خورا روښانه او ثابت دی. تر هغې چې فلسطین د ۱۹۶۷ کال له ماډل سره سم، چې قدس شریف یې پلازمېنه وي په رسمیت ونه‌پېژندل شي، هېڅ نرمښت به ونه‌ښي».

د خبر له‌مخې، اسحاق ډار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره تر کتنې وروسته دغه خبره کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له‌خوا دا سپيناوی څو ورځې وروسته له هغې څرګندېږي، چې د مې پر ۲۵مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ده د قطر، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، اردن او ترکیې په ګډون له څو هېوادونو څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له ابراهيمي تړون سره یوځای شي.

ټرمپ ويلي وو، له ايران سره د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په اړه هم د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي.

ابراهيمي تړون

ابراهیمي تړون هغه تړون ته ویل کېږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، د امریکا په منځګړیتوب د اسرایيل او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره لاسلیک شو.

په دغه تړون کې لومړی متحده عربي امارات او بحرين شامل شول او له اسرایيل سره یې رسمي اړیکې جوړې کړې، وروسته بيا سوډان او مراکش هم ورسره یوځای شول.

په دې تړون کې؛ د اسرايیل او عربي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړېدل، سوداګریز، اقتصادي او امنیتي همکارۍ، د الوتنو او سیاحت اسانتیاوې، د ټکنالوژۍ او پانګونې پراختیا شاملې دي.

هغه وخت ویل شوي وو، چې دغه تړون ته د ابراهيم نوم ځکه ورکړل شوی، چې مسلمانان، عیسویان او یهودیان ټول ابراهیم (ع) خپل ګډ پیغمبر ګڼي، نو د سولې او ګډ تفاهم د سمبول په توګه دا نوم ورته غوره شوی دی.

خو ځینې یې په ځانګړي ډول فلسطینیان، پر دې تړون نیوکې لري او وايي، چې فلسطين په‌کې له پامه غورځول شوی، خو ملاتړ کوونکي یې په اړه څرګندوي، چې دا تړون د منځني ختیځ د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره مهم دی.

برېتانیا خپل پخواني افغان همکاران «ناهیلي او سرګردانه» پرېښي دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۱

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر افسران وايي، چې برېتانیا ته د لېږد لپاره له کلونو انتظار وروسته د افغانانو د ځای‌پرځای کېدو او مرستې پروګرام (ARAP) کې د دوی غوښتنلیکونه رد شوي او اوس په افغانستان کې له سرګردانۍ، ناهیلۍ او امنیتي ګواښونو سره ژوند کوي.

دغو افسرانو په هغو لیکونو او پیغامونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې استولي ویلي، په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د حضور پر مهال یې له هغوی سره مستقیمه یا غیرمستقیمه همکاري کړې وه، خو سره له دې چې انځورونه، ویډیوګانې، ستاینلیکونه، د همکارۍ اسناد او د مرګ ګواښونو شواهد یې وړاندې کړي، غوښتنلیکونه یې «په ډله‌ییز ډول» او د تکراري دلایلو له‌مخې رد شوي دي.

د لیکونو رالېږونکي ځانونه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د بېلابېلو قطعو پخواني غړي معرفي کوي، چې په‌کې د ۴۴۴ ای‌ټي‌اېف، ۳۳۳ ای‌ټي‌اېف، د سي‌ار‌یو ۲۲۲، د افغانستان د ملي اردو، د ملي امنیت ریاست او د پولیسو د ځانګړې قطعې غړي شامل دي.

دوی ویلي، چې په ګډو عملیاتو، پوځي اډو او ماموریتونو کې یې د بریتانوي او د ایساف ځواکونو ترڅنګ دندې ترسره کړې دي.

د دغو افسرانو په وینا، د دوی غوښتنلیکونو ته په ورکړل شویو ځوابونو کې تر ډېره دا ویل شوي، چې د بریتانیا له حکومت سره د مستقیم استخدام سند نه‌لري یا وړاندې شوي شواهد د تایید وړ نه‌دي. دوی ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د بریتانیا جګړه‌ییز ماموریتونه او میداني همکارۍ تل له رسمي او لیکلي قراردادونو سره نه‌وي ملګرې او ډېری همکارۍ د جګړې په ډګر کې او له رسمي اسنادو پرته ترسره شوې دي.

په یوه پیغام کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني غړي لیکلي، چې د «ترهګرو دښمنانو» پر ضد په ځانګړو عملیاتو کې ټپي شوی او اوس په ایران کې په «ډېر زیان‌من او نامعلوم» وضعیت کې ژوند کوي.

هغه لیکلي: «زه سم قدم نه‌شم وهلی، خو د ARAP پروګرام زما دوسیه دوه ځله رد کړې او تړلې یې ده».

هغه پروګرام چې بریتانیا د افغان همکارانو لپاره جوړ کړی وو

د ARAP پروګرام د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۲مه پیل شو. د دې پروګرام موخه د هغو افغانانو لېږد او ملاتړ وو، چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له حکومت یا د هغه ترڅنګ په خطرناکو او مهمو ماموریتونو کې کار کړی وو.

د بریتانیا حکومت وايي، دغه پروګرام د هغو کسانو لپاره جوړ شوی وو، چې د بریتانیا له ماموریت سره د همکارۍ له امله له ګواښ سره مخ کېدای شول.

دا پروګرام د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ په ۱۰مه د نویو غوښتنلیکونو پر مخ وتړل شو. خو پخواني افسران او سرتېري وايي، د دوی دوسیې د پروګرام له تړل کېدو ډېر مخکې ثبت شوې وې.

له ARAP پروګرام سره هم‌مهاله، بریتانیا د افغانانو د بیا مېشتېدو بله لاره (ACRS) هم وتړله. د بریتانیا حکومت وايي، د افغانانو د مېشتېدو د پروګرامونو له لارې یې تر ۳۴ زرو ډېر افغانان بریتانیا ته انتقال کړي او د هغو د دوسیو ارزونه لا هم روانه ده، چې د پروګرامونو له تړل کېدو مخکې ثبت شوې وې.

د ځانګړو افغان قطعو لانجه او د سلګونو پخوانیو پرېکړو بدلون

په ARAP پروګرام کې د افغان افسرانو د غوښتنلیکونو د رد موضوع په بریتانیا کې اوږده مخینه لري. تر ټولو مهمه قضیه د افغانستان د ځانګړو قطعو د پخوانیو غړو وه، چې په بریتانوي سیاسي بحثونو کې د «ټرېپلز» په نوم یادېږي. دا نوم د ۳۳۳ او ۴۴۴ قطعو غړو ته کارول کېږي، چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره اوږه په اوږه دندې ترسره کولې.

د ۱۴۰۳ کال په تلې میاشت کې د بریتانیا حکومت ومنله، چې د دغو واحدونو د غړو د غوښتنلیکونو د ارزونې په بهیر کې ستونزې او ناهمغږۍ موجودې وې. له هغې وروسته د رد شویو دوسیو د بیا ارزونې بهیر پیل شو.

د خوندي لارو د ناڅاپي تړل کېدو په اړه نیوکې

د ARAP پروګرام تړل کېدل د هغو بنسټونو له غبرګون سره هم مخ شول، چې له افغان همکارانو څخه ملاتړ کوي.

د سولې اېتلاف، چې د بریتانیا د افغان ژباړونکو او همکارو کارکوونکو د حقونو ملاتړ کوي ویلي وو، چې د خوندي لارو تړل کېدل د ګڼو افغانانو لپاره چې له خطر سره مخ دي، یوه «ټکان ورکوونکې» پرېکړه وه.

دغه بنسټ د دوسیو د ارزونې پر ورو بهیر او د عادلانه فرصتونو پر نشتوالي هم نیوکه کړې ده.

د بریتانیا حکومت د مهاجرتي بدلونونو په تشریحي سند کې ویلي، چې ARAP پروګرام د معمول ۲۱ ورځني خبرتیايي مهلت پرته وتړل شو. د سند له‌مخې، د بریتانیا دفاع وزارت اندېښنه لرله، که د پروګرام د تړل کېدو په اړه مخکې خبر ورکړل شي، د غوښتنلیکونو شمېر به ناڅاپه زیات او د دوسیو کتار به لا اوږد شي.

د بریتانیا حکومت په باور، دا پرېکړه په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د بېړنیو لارو د پای ته رسولو او د مېشتېدو د بهیر د مدیریت برخه وه. خو پخواني افغان افسران وايي، دا پرېکړه داسې وخت کې وشوه، چې ډېری یې لا هم په افغانستان کې پاتې وو، روښانه ځوابونه یې نه‌وو ترلاسه کړي او یا له وروستي رد سره مخ شوي وو.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو لیکونو کې دغو افسرانو له رسنیو، د بشري حقونو له بنسټونو او د بریتانیا د پارلمان له غړو غوښتي چې د ARAP پروګرام د پرېکړو بهیر په خپلواکه او علني توګه وڅېړي.

دوی لیکلي، چې بریتانیا باید د خپلو افغان متحدانو پر وړاندې خپلې «اخلاقي ژمنې» ته وفاداره پاتې شي.

د اداري رد او د ژوند د خطر ترمنځ

پخواني افغان افسران وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه کسان چې له بهرنیو ځواکونو یا پخواني حکومت سره یې کار کړی، د پېژندل کېدو، ګواښونو، نیولو او غچ اخیستنې له خطر سره مخ دي.

د دوی په لیکونو کې راغلي، چې ځینې همکاران یې لا هم په افغانستان کې په خورا خطرناکو شرایطو کې ژوند کوي او د غوښتنلیکونو ردېدل دوی او کورنۍ یې بې‌سرپناه حالت ته ټېل وهي.

په یوه لیک کې راغلي، چې دغه افسران ځانونه د وخت پر وړاندې په یوې ترخې سیالۍ کې ویني. دوی لیکلي، ځینې هغه کسان چې مخکې بریتانیا ته انتقال شوي، اوس په هوټلونو کې مېشت دي او ځینو یې د دایمي استوګنې وړاندیزونه هم نه‌دي منلي.

د لیک لیکوونکي ټینګار کوي، چې د مېشتېدو ستونزې باید د هغو کسانو د انتقال د ځنډ لامل نه‌شي چې لا هم له جدي خطر سره مخ دي.

دوی ویلي: «د انسانانو ژوند باید د اداري پرېکړو، د مېشتېدو د ځنډ او اوږدو ارزونو قرباني نه‌شي.»

د معلوماتو افشا کېدل او د پخوانیو افسرانو د ژوند لا سختېدل

د ARAP پروګرام له تړل کېدو مخکې هم له یوې جدي ستونزې سره مخ شوی وو.

د بریتانیا حکومت تایید کړې، چې د ۱۴۰۰ کال په سلواغې میاشت کې د معلوماتو د ضایع کېدو د یوې پېښې له امله د ARAP او اېکس‌ګریشیا پروګرامونو د ځینو غوښتونکو شخصي معلومات ښايي افشا شوي وي.

وروسته حکومت وویل، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دوسیو د ارزونې یو کاري جدول د داخلي تېروتنې له امله د حکومت له رسمي سیستم څخه بهر واستول شو.

له دې افشا کېدو وروسته، بریتانیا د «افغانستان ریسپانس روټ» په نوم جلا او محرم بهیر جوړ کړ، څو هغه کسان وارزوي چې د معلوماتو د افشا کېدو له امله له خطر سره مخ بلل کېدل او بریتانیا ته د هغوی د انتقال امکان وڅېړي.

پخواني افسران اندېښنه لري، چې د دوی د نومونو، مشخصاتو او دوسیو د جزییاتو احتمالي افشا کېدل او همدارنګه د غوښتنلیکونو رد یا د ارزونې اوږدېدل، دوی په داسې چاپېریال کې پرېږدي، چې د دوی په وینا هره ورځ نوې امنیتي ستونزې او ګواښونه زېږوي.

اسحاق ډار له مارکو روبيو سره له افغانستانه د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ اندېښنې شریکې کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، اسلام‌اباد له واشنګټن سره د افغانستان له خاورې پاکستان کې د ترهګرۍ په تړاو اندېښنې شريکې کړي او د امنيتي ننګونو او د ترهګرۍ پرضد پر همکاریو یې ټينګار کړی دی. طالبانو بیا په وار وار په ډاګه کړې، چې افغانستان به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا له بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سره وکتل.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې ليدنه کې اسحاق ډار له مارکو روبيو سره «د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو ډلو له‌خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستان اندېښنې شریکې کړې او د امنیتي ننګونو د هوارولو لپاره یې د ترهګرۍ پرضد د همکاریو» پر زیاتېدو هم ټينګار کړی دی.

پاکستان له اوږدې مودې څخه ادعا لري، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه ادعا او تور ردوي او وايي، چې ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د اسحاق ډار او مارکو روبيو ترمنځ د ليدنې په اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړه: «د دوه اړخیزو ملګرتیاوو په ترڅ کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د پاکستان او امریکا د ملګرتیا د لا پیاوړتیا لپاره په ګډه کار ته دوام ورکوي، کوم چې د لوړ پوړي تعامل او سیمه‌ییزې سولې، امنیت او اقتصادي سوکالۍ کې د ګډو ګټو پر بنسټ مشخص شوي دي».

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ليدنه کې دواړو لورو «د دوه اړخیزو ګټو پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه، چې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې، کلتوري همکارۍ او همدارنګه د ترهګرۍ پرضد او امنیتي برخو کې ملګرتیا پیاوړې او پراخه کړي».

د يادې ليدنې په اړه مارکو روبيو هم په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «په منځني ختیځ کې د سولې د پرمختګ په برخه کې د پاکستان د پرله‌پسې رول لوبولو له امله مې له اسحاق ډار څخه مننه وکړه».

هغه زياته کړې: «موږ د دواړو ملتونو د غوره امنیت او سوکالۍ لپاره د یوې معنا لرونکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا په موخه د ګډ کار پر ارزښت هوکړه وکړه».

د طالبانو دفاع وزیر: داسې مسلکي دفاعي سیستم جوړول غواړو چې د افغانستان امنیت تضمین کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربه‌توب د امنیت شورا نړۍوال فورم په لومړۍ غونډه کې ویلي: «موږ هېڅکله چا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د بل هېواد په ضرر وکاروي».