• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسحاق ډار له ابراهيمي تړون سره د پاکستان د يو ځای کېدو اوازې رد کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ابراهيمي تړون سره د پاکستان د یو ځای کېدو اوازې رد کړې او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین د خپلواک دولت تر پېژندلو پورې به په دې اړه د اسلام‌اباد په دریځ کې هېڅ ډول «نرمښت» رانه‌شي.

د پاکستان د اېکسپرېس ورځپاڼې د خبر له‌مخې، اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې رسنیو ته وویل: «د ابراهيمي تړون په اړه ډېرې اوازې خپرېږي، خو په دې اړه د پاکستان دریځ خورا روښانه او ثابت دی. تر هغې چې فلسطین د ۱۹۶۷ کال له ماډل سره سم، چې قدس شریف یې پلازمېنه وي په رسمیت ونه‌پېژندل شي، هېڅ نرمښت به ونه‌ښي».

د خبر له‌مخې، اسحاق ډار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره تر کتنې وروسته دغه خبره کړې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له‌خوا دا سپيناوی څو ورځې وروسته له هغې څرګندېږي، چې د مې پر ۲۵مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ده د قطر، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، اردن او ترکیې په ګډون له څو هېوادونو څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له ابراهيمي تړون سره یوځای شي.

ټرمپ ويلي وو، له ايران سره د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په اړه هم د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي.

ابراهيمي تړون

ابراهیمي تړون هغه تړون ته ویل کېږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، د امریکا په منځګړیتوب د اسرایيل او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره لاسلیک شو.

په دغه تړون کې لومړی متحده عربي امارات او بحرين شامل شول او له اسرایيل سره یې رسمي اړیکې جوړې کړې، وروسته بيا سوډان او مراکش هم ورسره یوځای شول.

په دې تړون کې؛ د اسرايیل او عربي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړېدل، سوداګریز، اقتصادي او امنیتي همکارۍ، د الوتنو او سیاحت اسانتیاوې، د ټکنالوژۍ او پانګونې پراختیا شاملې دي.

هغه وخت ویل شوي وو، چې دغه تړون ته د ابراهيم نوم ځکه ورکړل شوی، چې مسلمانان، عیسویان او یهودیان ټول ابراهیم (ع) خپل ګډ پیغمبر ګڼي، نو د سولې او ګډ تفاهم د سمبول په توګه دا نوم ورته غوره شوی دی.

خو ځینې یې په ځانګړي ډول فلسطینیان، پر دې تړون نیوکې لري او وايي، چې فلسطين په‌کې له پامه غورځول شوی، خو ملاتړ کوونکي یې په اړه څرګندوي، چې دا تړون د منځني ختیځ د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره مهم دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار له مارکو روبيو سره له افغانستانه د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ اندېښنې شریکې کړې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، اسلام‌اباد له واشنګټن سره د افغانستان له خاورې پاکستان کې د ترهګرۍ په تړاو اندېښنې شريکې کړي او د امنيتي ننګونو او د ترهګرۍ پرضد پر همکاریو یې ټينګار کړی دی. طالبانو بیا په وار وار په ډاګه کړې، چې افغانستان به د هېڅ هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا له بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو سره وکتل.

د خبرپاڼې له‌مخې، په دې ليدنه کې اسحاق ډار له مارکو روبيو سره «د پاکستان پر وړاندې د ترهګرو ډلو له‌خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د پاکستان اندېښنې شریکې کړې او د امنیتي ننګونو د هوارولو لپاره یې د ترهګرۍ پرضد د همکاریو» پر زیاتېدو هم ټينګار کړی دی.

پاکستان له اوږدې مودې څخه ادعا لري، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه ادعا او تور ردوي او وايي، چې ناامني د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د اسحاق ډار او مارکو روبيو ترمنځ د ليدنې په اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړه: «د دوه اړخیزو ملګرتیاوو په ترڅ کې دواړو لورو موافقه وکړه، چې د پاکستان او امریکا د ملګرتیا د لا پیاوړتیا لپاره په ګډه کار ته دوام ورکوي، کوم چې د لوړ پوړي تعامل او سیمه‌ییزې سولې، امنیت او اقتصادي سوکالۍ کې د ګډو ګټو پر بنسټ مشخص شوي دي».

خبرپاڼه زیاتوي، په دې ليدنه کې دواړو لورو «د دوه اړخیزو ګټو پر اړوند مسایلو هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه، چې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې، کلتوري همکارۍ او همدارنګه د ترهګرۍ پرضد او امنیتي برخو کې ملګرتیا پیاوړې او پراخه کړي».

د يادې ليدنې په اړه مارکو روبيو هم په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «په منځني ختیځ کې د سولې د پرمختګ په برخه کې د پاکستان د پرله‌پسې رول لوبولو له امله مې له اسحاق ډار څخه مننه وکړه».

هغه زياته کړې: «موږ د دواړو ملتونو د غوره امنیت او سوکالۍ لپاره د یوې معنا لرونکې ملګرتیا د لا پیاوړتیا په موخه د ګډ کار پر ارزښت هوکړه وکړه».

د طالبانو دفاع وزیر: داسې مسلکي دفاعي سیستم جوړول غواړو چې د افغانستان امنیت تضمین کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربه‌توب د امنیت شورا نړۍوال فورم په لومړۍ غونډه کې ویلي: «موږ هېڅکله چا ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د بل هېواد په ضرر وکاروي».

د پاکستان تحریک انصاف ادعا کړې چې ګلګت کې یې د خيبرپښتونخوا مشر او پارلماني غړي نيول شوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کړې، چې د خيبرپښتونخوا لپاره د دغه ګوند مشر او ورسره نور پارلماني غړي د ګلګت بلتستان د انتظامیې له لوري نیول شوي دي. خو د ګلګت بلتستان حکومت دغه ادعا رد کړې او ويلي يې دي، چې هېڅوک نيول شوي نه‌دي.

د ګلګت بلتستان لپاره د تحريک انصاف ګوند مشرتابه د جمعې په مازديګر (د غبرګولي ۸مه) په په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، چې د خيبرپښتونخوا لپاره د تحریک انصاف ګوند مشر جنېد اکبر او له هغه سره د قامي اسمبلۍ غړي سليم الرحمان، ډاکټر امجد، محبوب شاه، نعيم او نور د ګلګت بلتستان حکومت او انتظامیې د غذر ولسوالۍ څخه د بېرته ستنېدو پر مهال په پوسته کې نيولي او ګلګت ته یې لېږدولي دي.

تر دې وړاندې جنېد اکبر په خپله اېکس‌پاڼه خبر ورکړی وو، چې دوی د ټاکنيز کمپاين لپاره غذر ته رسېدلي دي.

هغه دا هم ويلي وو، چې د ګلګت بلتستان انتظامیې ورته سهار ویلي وو، چې له دوی سره اجازه لیک نشته او په همدې تړاو دوی درول شوي وو.

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهيل اپريدي هم په يو بيان کې ویلي، که د دوی پارلماني غړي ژر تر ژره خوشې نه‌شي، هغه به په خپله ګلګت بلتستان ته ورشي او د دوی له پارلماني غړو سره د شوي ناوړه چلند پوښتنه وکړي.

هغه زياته کړه، دغه چلند پاکستان ته زيان رسوي، کرکه خپوروي او وېش ته لاره هواروي.

د ګلګت بلتستان د لنډمهالي حکومت وياند ویلي، ځینې سیاسي مشران چې له خیبر پښتونخوا څخه راغلي وو، ټاکل شوي قواعد او مقررات یې نه وو مراعات کړي.

هغه زیاته کړې، د اړوندو چارواکو له خوا د ګلګت بلتستان د ټاکنو د څارنې د افسر په سپارښتنه اقدام شوی او اړوند کسان له ګلګت بلتستان څخه بیرته لېږدول شوي، خو په وینا یې، هېڅوک نه‌دي نیول شوي.

د يادونې وړ ده، چې ټاکل شوې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې د جون په ۷مه ټاکنې وشي.

د برېتانیا پولیسو یو یونانی د ایران انټرنشنل پر یوه خبریال پر برید تورن کړ

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۴ GMT+۱

د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو د جمعې په ورځ (د غبرګولي۸مه) اعلان وکړ، چې یو یونانی وګړی د ایران د اسلامي جمهوریت له استخباراتي ادارې سره په همکارۍ تورن شوی دی. د پولیسو په وینا، دا قضیه په برېتانیا کې د فعال ایران انټرنشنل د یوه خبریال له په نښه کولو سره تړاو لري.

د پولیسو د اعلامیې له مخې، ۴۶ کلن ایوانیس ایدینیدیس چې د یونان تبعه او د جرمني د مونیخ ښار اوسېدونکی دی، د روان کال د غويي په ۲۶مه د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو له‌خوا د وېسټ ساسکس په سیمه کې نیول شوی وو.

د وېسټ‌مېنسټر محکمې د هغه د بند د غځولو اجازه د غبرګولي تر نهمې ورکړه او له شاهي څارنوالۍ سره تر همغږۍ وروسته پرې اړوند تورونه ثبت شول.

پولیسو ویلي، چې د ارزونو له‌مخې، د دې قضیې په تړاو د عامو خلکو پر وړاندې پراخ ګواښ نه لیدل کېږي.

د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو قومندانې هېلن فلانګن ویلي: «موږ پوهېږو چې دا موضوع ښايي اندېښنې رامنځته کړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په منځ کې چې په فارسي ژبو رسنیو کې کار کوي».

هغې زیاته کړه: «موږ له یو شمېر ادارو او کسانو سره نږدې همکاري لرو، څو هغوی ته د خوندیتوب او امنیت په اړه مشورې او ملاتړ وړاندې کړو او دا په دې قضیې پورې له تړلي شخص او ادارې سره هم شامل دي. که څوک د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري، کولای شي له سیمه‌ییزو پولیسو سره اړیکه ونیسي».

د برېتانیا پولیسو د وري په ۲۸مه هم درې کسان په لندن کې د ایران انټرنشنل مرکزي دفتر ته نږدې د اورلګونې د هڅې په تړاو نیولي وو. پولیسو ویلي وو، چې دغه کسان د لندن په شمال لوېدیځ کې د دې شبکې د مرکزي دفتر پر لور د اور اچوونکو بمونو د غورځولو په تور تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي دي.

په دې برید کې مالي او ځاني زیان نه وو اوښتی، خو په برېتانیا کې یې د فارسي ژبو رسنیو د امنیت په اړه اندېښنې یو ځل بیا زیاتې کړې.

د ایران انټرنشنل د مشرتابه شورا د وري په ۲۷مه په یوې اعلامیه کې د دې پېښې په غبرګون کې ویلي وو، چې د لندن د سټډیوګانو ته نږدې برید شوی او د هغو خپلواکو خبریالانو پر وړاندې یې د زیاتېدونکو ګواښونو غندنه کړې وه، چې سانسور او ځپنې ته غاړه نه‌ږدي. شبکې ټینګار کړی وو، چې له وېرې او ګواښ پرته به خپل کار ته دوام ورکوي.

په اعلامیه کې راغلي وو، چې د لندن پر وخت د ماښام له ۸:۱۵ لږ مخکې، د یوه شکمن موټر مخه ونیول شوه، چې غوښتل یې د اصلي دروازې له لارې هغې ساحې ته ننوځي چې د ایران انټرنشنل ودانۍ په‌کې موقعیت لري. لږ وروسته بریدګرو د شبکې له سټډیوګانو یوازې څو متره لرې ولاړ وو.

اعلامیه کې د ایران انټرنشنل د امنیتي ټیم، د اور وژنې ادارې او د لندن د پولیسو د چټک غبرګون ستاینه هم شوې وه.

د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې هم درې ایرانيان د ترهګرۍ ضد څېړنو وروسته د برېتانیا د ملي امنیت قانون له‌مخې تورن شوي وو.

څارنوالانو ویلي وو، چې له دغو کسانو څخه یو یې په برېتانیا کې د یوه کس پر ضد د سخت تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره د څارنې، پېژندنې او انټرنېټي پلټنو په ترسره کولو تورن دی. دوه نور کسان هم د ورته فعالیتونو او له نورو سره د جدي تاوتریخوالي د مرستې په تور تورن شوي وو.

د برېتانیا کورنیو چارو وزیرې ویلي وو، چې دا قضیه د ایران حکومت پورې تړلو ګواښونو پر وړاندې د دولت د پراخ غبرګون برخه ده.

ایران انټرنشنل د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۹مه، د امنیتي ګواښونو له امله اړ شو، چې خپل تلویزیوني نشرات په موقت ډول له لندن څخه واشنګټن ته انتقال کړي. دې شبکې د ۱۴۰۲ کال د تلې په درېیمه، څو میاشتې له ځنډ وروسته، په لندن کې له نوې سټډیو څخه خپل نشرات بېرته پیل کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: له امریکا سره لا تر اوسه وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۵ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران په اوسني پړاو کې د جګړې پر پای ته رسولو تمرکز لري او د اټومي پروګرام د جزییاتو په اړه هېڅ ډول خبرې اترې نه‌کوي. بقایي زیاته کړې: «تر اوسه له امریکا سره هېڅ تفاهم یا هوکړه وروستۍ شوې نه‌ده».

هغه د امریکا له لوري د «سمندري محاصرې» ادعا ته په اشارې وویل، هغه څه چې امریکایان یې د سمندري محاصرې په نوم یادوي، له پیله یو ناقانونه اقدام وو، ځکه هم یې اوربند نقض کړی او هم یې د سمندري تګ راتګ ازادي زیانمنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «باید وګورو چې ایا دوی په عمل کې هم خپلو خبرو ته ژمن پاتې کېږي او که دا یوازې یوه تبلیغاتي ادعا ده».

بقایي همداراز د لوېدیځو هېوادونو څرګندونو ته په اشارې وویل، ایران ۴۷ کاله وړاندې له «باید» او امر کوونکي ادبیاتو سره مخه ښه کړې او هېڅ لوېدیځ لوری باید د اسلامي جمهوریت په اړه د خبرو پر مهال د «باید» ژبه ونه‌کاروي.

په پاکستان کې د تېلو بیې ۲۲ روپۍ راکمې کړل شوې

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د پاکستان حکومت د هر لیتر پټرول او ډیزل په بیو کې ۲۲ روپۍ کمښت اعلان کړی دی. د تازه بيو له‌مخې، په دغه هېواد کې يو لیتر پټرول په ۳۸۱ روپۍ او ۷۸ پيسې او یو لیتر ډيزل په ۳۸۰ روپۍ او ۷۸ پيسې شو.

د پاکستان حکومت وايي، لومړي وزیر له ملت سره ژمنه کړې وه، هرکله چې امکانات برابر شي، ولس ته به اسانتیاوې برابرې شي.

په پاکستان کې هره اوونۍ د پټرول او ډیزل نوې بيې اعلانيږي. د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه له لوړېدو سره دلته بيې لوړوي.

د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

په منځني ختیځ کې له يادې شخړې وړاندې په پاکستان کې يو ليتر پټرول په ۲۶۸ روپۍ او ۱۷ پيسې او یو لیتر ډیزل په ۲۷۵ روپۍ او ۷۰ پيسې وو.