د تخار اوسېدونکي له طالبانو د ویجاړ شوي پُل د بیارغونې غوښتنه کوي

د تخار ولایت یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د دشتروبا او فرخار ولسوالۍ ترمنځ د سېلابونو له امله د عمومي لارې یو مهم پلچک په بشپړ ډول ویجاړ شوی او تر اوسه پورې نه دی رغول شوی.
