د پولیسو د اعلامیې له مخې، ۴۶ کلن ایوانیس ایدینیدیس چې د یونان تبعه او د جرمني د مونیخ ښار اوسېدونکی دی، د روان کال د غويي په ۲۶مه د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو لهخوا د وېسټ ساسکس په سیمه کې نیول شوی وو.
د وېسټمېنسټر محکمې د هغه د بند د غځولو اجازه د غبرګولي تر نهمې ورکړه او له شاهي څارنوالۍ سره تر همغږۍ وروسته پرې اړوند تورونه ثبت شول.
پولیسو ویلي، چې د ارزونو لهمخې، د دې قضیې په تړاو د عامو خلکو پر وړاندې پراخ ګواښ نه لیدل کېږي.
د لندن د ترهګرۍ ضد پولیسو قومندانې هېلن فلانګن ویلي: «موږ پوهېږو چې دا موضوع ښايي اندېښنې رامنځته کړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو په منځ کې چې په فارسي ژبو رسنیو کې کار کوي».
هغې زیاته کړه: «موږ له یو شمېر ادارو او کسانو سره نږدې همکاري لرو، څو هغوی ته د خوندیتوب او امنیت په اړه مشورې او ملاتړ وړاندې کړو او دا په دې قضیې پورې له تړلي شخص او ادارې سره هم شامل دي. که څوک د خپل امنیت په اړه اندېښنه لري، کولای شي له سیمهییزو پولیسو سره اړیکه ونیسي».
د برېتانیا پولیسو د وري په ۲۸مه هم درې کسان په لندن کې د ایران انټرنشنل مرکزي دفتر ته نږدې د اورلګونې د هڅې په تړاو نیولي وو. پولیسو ویلي وو، چې دغه کسان د لندن په شمال لوېدیځ کې د دې شبکې د مرکزي دفتر پر لور د اور اچوونکو بمونو د غورځولو په تور تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي دي.
په دې برید کې مالي او ځاني زیان نه وو اوښتی، خو په برېتانیا کې یې د فارسي ژبو رسنیو د امنیت په اړه اندېښنې یو ځل بیا زیاتې کړې.
د ایران انټرنشنل د مشرتابه شورا د وري په ۲۷مه په یوې اعلامیه کې د دې پېښې په غبرګون کې ویلي وو، چې د لندن د سټډیوګانو ته نږدې برید شوی او د هغو خپلواکو خبریالانو پر وړاندې یې د زیاتېدونکو ګواښونو غندنه کړې وه، چې سانسور او ځپنې ته غاړه نهږدي. شبکې ټینګار کړی وو، چې له وېرې او ګواښ پرته به خپل کار ته دوام ورکوي.
په اعلامیه کې راغلي وو، چې د لندن پر وخت د ماښام له ۸:۱۵ لږ مخکې، د یوه شکمن موټر مخه ونیول شوه، چې غوښتل یې د اصلي دروازې له لارې هغې ساحې ته ننوځي چې د ایران انټرنشنل ودانۍ پهکې موقعیت لري. لږ وروسته بریدګرو د شبکې له سټډیوګانو یوازې څو متره لرې ولاړ وو.
اعلامیه کې د ایران انټرنشنل د امنیتي ټیم، د اور وژنې ادارې او د لندن د پولیسو د چټک غبرګون ستاینه هم شوې وه.
د ۱۴۰۴ کال په غويي میاشت کې هم درې ایرانيان د ترهګرۍ ضد څېړنو وروسته د برېتانیا د ملي امنیت قانون لهمخې تورن شوي وو.
څارنوالانو ویلي وو، چې له دغو کسانو څخه یو یې په برېتانیا کې د یوه کس پر ضد د سخت تاوتریخوالي د ترسره کولو لپاره د څارنې، پېژندنې او انټرنېټي پلټنو په ترسره کولو تورن دی. دوه نور کسان هم د ورته فعالیتونو او له نورو سره د جدي تاوتریخوالي د مرستې په تور تورن شوي وو.
د برېتانیا کورنیو چارو وزیرې ویلي وو، چې دا قضیه د ایران حکومت پورې تړلو ګواښونو پر وړاندې د دولت د پراخ غبرګون برخه ده.
ایران انټرنشنل د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۹مه، د امنیتي ګواښونو له امله اړ شو، چې خپل تلویزیوني نشرات په موقت ډول له لندن څخه واشنګټن ته انتقال کړي. دې شبکې د ۱۴۰۲ کال د تلې په درېیمه، څو میاشتې له ځنډ وروسته، په لندن کې له نوې سټډیو څخه خپل نشرات بېرته پیل کړل.