والسټریټ ژورنال: متحده عربي امارات د جګړې پر مهال پر ایران لسګونه هوايي بریدونه کړي

د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، متحده عربي امارات د جګړې په لومړیو ورځو او ان د اوربند تر اعلان یوه ورځ وروسته هم پر ایران لسګونه هوايي بریدونه کړي دي. د باخبره سرچینو په وینا، د دغو بریدونو کچه تر هغه څه ډېره پراخه وه، چې مخکې یې راپورونه خپاره شوي وو.
د راپور لهمخې، دا موضوع ښيي چې متحده عربي امارات د فارس خلیج د ځینو نورو هېوادونو پرتله یرغلیز دریځ خپل کړی او خپلې ستراتیژیکې ګټې یې په پام کې نیولې دي.
ایران لا تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
