د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي

د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر حویلي ولسوالۍ په مانومور سیمه کې یوه ریکشه شاوخوا ۴۰۰ فوټه ژورې کندې ته لوېدلې، چې له امله یې اووه کسان مړه شوي. د پېښې تول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.
چارواکي وایي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې قربانیان د هیلاڼ ابشار له تفریح وروسته فوروارډ کوټې ته روان وو. د سیمې خلکو د ژغورنې پر ځنډ او د سړکونو پر خراب وضعیت نیوکې کړې دي.
د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر لومړي وزیر د دوه ورځني ماتم اعلان کړی او د هر قرباني کورنۍ ته یې د ۱۰ لکه پاکستانیو روپیو مرستې اعلان کړې دي.
