• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال: که دښمن تېروتنه وکړي زموږ ځواب به د نه‌باور وړ وي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني وویل: «زموږ میدان چمتو دی او که دښمن بیا تېروتنه وکړي، نو د ایران ځواب به ډېر کلک، غوڅ او د نه‌باور وړ وي». هغه زیاته کړه: «ایران پر هرمز تنګي بشپړ واکمن شوی او له ۵۰۰ کلونو وروسته داسې یو دریځ ته رسېدلی چې د ایران د خلکو مسلم حق دی».

جواني زیاته کړه: «دښمن اوس د ځان پر وړاندې له دوو لارو سره مخ دی؛ بده لاره او بدتره لاره».

د یو بل خبر له‌مخې، د ایران صدا او سیما دولتي راډیو ټلوېزیون د تهران او واشګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه په یوه راپور کې چې «غیر رسمي جزییات» سرلیک یې ورکړی ویلي، چې امریکا ژمنه کړې، چې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې ۱۲ میلیارده ډالره شتمنیو ته د لاسرسي زمینه داسې برابره کړي، چې دا سرچینې په نښه شویو بانکونو کې پرته له کوم محدودیته د لېږدولو او مصرفولو وړتیا ولري.

په‌دې راپور کې زیاته شوې، چې د دغه تفاهم پر بنسټ، اسلامي جمهوریت د تېرېدونکو بېړیو او کښتیو د ماهیت د تشخیص یوازنۍ او ځانګړې سرچینه ده او هر هغه بېړۍ چې بار یې ګواښونکی وپېژندل شي او یا یې وروستی ګټه اخیستونکی له اسلامي جمهوریت سره په «دښمنۍ» کې وي، د سوداګریزې بېړۍ په توګه نه پېژندل کېږي او له ټاکل شویو لارو څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

صدا او سیما ټینګار کړی، چې دا نسخه لا هم د یوه غیر رسمي تفاهم حیثیت لري، ځکه چې دا لا هم د ارزونې، مذاکرې او بیاکتنې په پړاوونو کې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې وروستۍ جګړې د میلیونونو ایرانیانو په ګډون افغانان هم اغېزمن کړې دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګلنډ ویلي، چې په ایران کې د وروستۍ جګړې له امله د میلیونونو ایرانیانو او مېشتو افغان کډوالو ژوند سخت ځپل شوی او بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي.

جان اېګلنډ ایران ته له سفر وروسته، د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹مه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران مهمو او حیاتي ملکي بنسټونو ته سخت زیان رسېدلی، چې له امله یې بشري اړتیاوې لا پسې ژورې او ډېرې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان د خپلو کورونو پېښودو ته اړ شوي او بې‌ځایه شوي دي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا د جګړې له امله د تېښتې لاره نه لرله او هوايي بریدونو ته په نږدې سیمو کې بند پاتې وو.

د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړې، چې پر ایران په بریدونو کې تر اوسه زرګونه کسان مړ یا ټپیان شوي او همدارنګه ۱۷ میلیونه زده‌کووکي په حضوري ډول ښوونځو ته له تګ څخه بې‌برخې شوي دي.

جان اېګلنډ ویلي، هڅه کوي چې په ایران کې به د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مرستې وکړي، خو د بودیجې د کمښت له امله تر سخت فشار لاندې دي.

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران سمندري محاصره لا هم دوام لري

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ په سنګاپور کې د شانګري‌لا د ناستې په څنډه کې ویلي، چې د ایران د سوېلي بندرونو او ساحلونو سمندري محاصره لا هم په کلکه دوام لري او د هرمز تنګی زموږ په واک کې دی.

د امریکا د دفاع وزیر په‌ خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د هرمز تنګی باید د نړۍ د ټولو هېوادونو د سوداګریزو او ټرانزیټي بېړیو پر مخ پرانیستی واوسي او هېڅ هېواد ته به اجازه ورنکړل شي چې له دغې لارې څخه د تېرېدونکو بېړیو څخه کوم محصول یا باج ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا، د امریکا ځواکونه به په سیمه کې د ازاد تګ راتګ د خوندیتوب لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

اوکراین د روسیې په سوېل کې د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د روسیې د سوېل د روستوف او کراسنودار سیمو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې اوکرایني بې‌پيلوټه الوتکو تېره شپه د روسیې په تاګانروګ بندر کې د تېلو یو ټانکر ویشتلی او د دغه هېواد د ارماویر ښار په یوه بله برخه کې یې د تېلو یوه زېرمه هم په نښه کړې ده.

د روستوف سیمې والي یوري سلیوسار د شنبې په ورځ، په‌خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي، چې د تاګانروګ بندر پر ټانکر لګېدلی اور په بشپړ ډول مړ شوی دی. دغه ښار چې شاوخوا ۲۴۰ زره نفوس لري، چارواکو پکې د تېلو د تویېدو یا د سمندر د ککړېدو راپور نه دی ورکړی، خو د والي په وینا په‌دې برید کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د دغه ښار ښاروالې سویټلانا کامبولوا ویلي، چې په سیمه کې د مې پر ۲۷مه نېټه لګول شوی سیمه‌ییز بېړنی حالت د دغو پېښو له امله نور هم غځول شوی دی.

بل لور ته، په ګاونډي ولایت کراسنودار کې د ارماویر» ښار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ښار په صنعتي زون کې د تېلو په یوه ډیپو کې لګېدلی اور اوسمهال تر کنټرول لاندې راوړل شوی او په‌ دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د روستوف والي یوري سلیوسار زیاته کړې، چې د دغه ولایت په کچه نږدې ۵۰ اوکرایني بې‌پيلوټه الوتکې د دفاعي ځواکونو له لوري رانسکورې شوې دي. د دغو بریدونو راپورونه په ټوله ولایت کې ورکړل شوي دي؛ دا هغه ولایت دی چې د اوکراین له ډونباس سیمې سره ګډه پوله لري او اوسمهال د روسیې او اوکراین ترمنځ د سختو جګړو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

د مونیخ هوايي ډګر د شکمنې بې پیلوټه الوتکې د لیدلو له امله تړل شوی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د جرمني مونیخ هوايي ډګر وروسته له هغه چې د ډرون (بې‌پيلوټه الوتکې) د لیدل کېدو خبر ورکړل شو، خپلې دواړه ځغاستلیکې وتړلې.

د المان د فدرالي پولیسو ویاند ویلي چې یو پیلوټ د شکمن فعالیت راپور ورکړی و.

د الماني رسنۍ فوکس انلاین د راپور له مخې، هوايي ډګر د څو ساعتونو لپاره تړل شوی او چورلکې د ډرون د موندلو په لټه کې دي.

د چارواکو په وینا، وضعیت تر اوسه لا روښانه نه دی.

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د اوکراین په دونېڅک ښار کې د افغانستان د جګړې او په اوکراین کې د روسیې د روانې جګړې د پخوانیو سرتېرو د روسي اتحادیې لومړنی مرکز پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د دونېڅک سیمه‌ییز مشر دینیس پوشیلین، د روسیې چارواکي ارتیوم ژوګا او یو شمېر نورو دولتي استازو، ترڅنګ د افغانستان د جګړې او د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو پخوانیو سرتېرو ګډون کړی و.

دینیس پوشیلین وویل چې پخوانیو سرتېرو په خپل نوښت په دغه مرکز کې یو موزیم جوړ کړی، چې پکې د پخوانیو او اوسنیو جګړو اړوند بېلابېل توکي او یادګارونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به په دغه مرکز کې بېلابېلې غونډې، فرهنګي او ټولنیزې برنامې جوړې شي او ځوانانو ته به د جګړو او تاریخي پېښو په اړه معلومات وړاندې کېږي.

پوشیلین د هغو پخوانیو سرتېرو مننه هم وکړه چې په بېلابېلو جګړو کې یې برخه اخیستې او د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل وروسته یې د دونباس په جګړو کې ګډون کړی دی.

په همدې مراسمو کې هغو کسانو ته چې د ماریوپول ښار د نیولو په عملیاتو کې یې برخه لرله، د «ماریوپول د نیولو» مډالونه هم ورکړل شول.