د پاکستان د اېکسپرېس ورځپاڼې د خبر لهمخې، اسحاق ډار د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۸مه) په واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې رسنیو ته وویل: «د ابراهيمي تړون په اړه ډېرې اوازې خپرېږي، خو په دې اړه د پاکستان دریځ خورا روښانه او ثابت دی. تر هغې چې فلسطین د ۱۹۶۷ کال له ماډل سره سم، چې قدس شریف یې پلازمېنه وي په رسمیت ونهپېژندل شي، هېڅ نرمښت به ونهښي».
د خبر لهمخې، اسحاق ډار د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره تر کتنې وروسته دغه خبره کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير لهخوا دا سپيناوی څو ورځې وروسته له هغې څرګندېږي، چې د مې پر ۲۵مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ده د قطر، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، اردن او ترکیې په ګډون له څو هېوادونو څخه غوښتي، چې له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره له ابراهيمي تړون سره یوځای شي.
ټرمپ ويلي وو، له ايران سره د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په اړه هم د دغو هېوادونو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي.
ابراهيمي تړون
ابراهیمي تړون هغه تړون ته ویل کېږي، چې په ۲۰۲۰ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال، د امریکا په منځګړیتوب د اسرایيل او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره لاسلیک شو.
په دغه تړون کې لومړی متحده عربي امارات او بحرين شامل شول او له اسرایيل سره یې رسمي اړیکې جوړې کړې، وروسته بيا سوډان او مراکش هم ورسره یوځای شول.
په دې تړون کې؛ د اسرايیل او عربي هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړېدل، سوداګریز، اقتصادي او امنیتي همکارۍ، د الوتنو او سیاحت اسانتیاوې، د ټکنالوژۍ او پانګونې پراختیا شاملې دي.
هغه وخت ویل شوي وو، چې دغه تړون ته د ابراهيم نوم ځکه ورکړل شوی، چې مسلمانان، عیسویان او یهودیان ټول ابراهیم (ع) خپل ګډ پیغمبر ګڼي، نو د سولې او ګډ تفاهم د سمبول په توګه دا نوم ورته غوره شوی دی.
خو ځینې یې په ځانګړي ډول فلسطینیان، پر دې تړون نیوکې لري او وايي، چې فلسطين پهکې له پامه غورځول شوی، خو ملاتړ کوونکي یې په اړه څرګندوي، چې دا تړون د منځني ختیځ د ثبات او اقتصادي همکاریو لپاره مهم دی.