• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د کار وزارت: د اختر تر رخصتیو وروسته په ټولو ادارو کې د ارزونې بهیر پیلوو

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د لوی اختر له رخصتیو وروسته په مرکز او ټولو ولایتونو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ او فعالیتونو سراسري ارزونه پیلوي. دغه وزارت زیاته کړې، چې دا څار د رييس‌ الوزرا د حکم او د کاري رژیم پر بنسټ عملي کېږي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مفتشینو ډلې به نه یوازې د کارکوونکو حاضري او د دندو څرنګوالی وارزوي، بلکې د چارو د پرمخ وړلو څرنګوالی، اداري نظم، د خدمتونو کیفیت او د مراجعینو د اړتیاوو پر وړاندې د ادارو ځواب وینه هم وسنجوي.

وزارت ټینګار کړی، چې څارنه به په ټول هېواد کې هم‌مهاله پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سره به د روڼتیا، حساب‌ورکونې او مسوولیت‌مننې کچه لوړه شي او د خدماتو په وړاندې کولو کې به ځنډونه راکمه شي او همدارنګه تمه ښودل شوې، چې اړوندې ادارې به پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تفتیش اساسي موخه د خلکو د قناعت ترلاسه کول دي؛ په دې توګه به د چارو په ترسره کولو کې د خنډونو او ځنډونو مخه ونیول شي او یو منظم، اغېزناک او ځواب‌ورکوونکي اداري نظام رامنځته شي. وزارت د ټولو ادارو له کارکوونکو غوښتي چې له مفتشینو سره همکاري وکړي.

د ادارو د تفتیش او حساب‌ورکونې موضوع د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې څو ځله یاده شوې، خو د بشري حقونو بنسټونه او مدني فعالان ترې د روڼتیا، مسلکي جذب، او د خدماتو د معیاري کېدو عیني پایلو غوښتنه کوي. هم‌مهاله د طالبانو په ادارو کې د پراخ فساد او بې‌عدالتۍ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

نورستان د اختر په ورځو کې؛ د سیلانیانو هوايي ډزو خلک ځورولي او یو کس هم وژل شوی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې سېلانیانو هوایي ډزې کړې دي. د معلوماتو له‌مخې، د پارون اړوند اشټیوي کلي کې د دې ډزو له کبله یو کس هم وژل شوی دی.

د نورستان اوسېدونکي وایي، د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د زین‌الاسلام په نوم یو ځایي اوسېدونکی چې خپل کور کې پر کار بوخت وو، په یوې هوایي مرمۍ ولګېد او ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

د اشټیوي کلي اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د مېلو په ورځو کې نورستان ته ورتلونکي سېلانیان باید له وسلو سره پرېنښودل شي.

یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «زموږ خلک سخت ژوند شرایط لري، موږ غرونو او بانډو کې شپه او ورځ کار کوو او دغه بې احتیاطه ډزې کولای شي چې د خلکو په کورونو کې غمونه جوړ کړي».

په خواله رسنیو کې هم یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې لیدل کېږي د نورستان پارون کې سېلانیان سختې ډزې کوي او هر لوري څخه د مرمیو غږونه اورېدل کېږي.

د نورستان اوسېدونکو نیوکه کړې، چې د دوی عامه نظم خراب شوی او طالبانو بیا د دغو ګډوډیو هېڅ راز مخنیوی نه‌دی کړی. تر دې وړاندې هم د طالبانو په واکمنۍ کې د اخترونو پر مهال سېلانیانو نورستان کې دا ډول کړنې کړي او نیوکې دا دي چې د دغو پېښو په تکرار سره سره بیا هم ځايي ادارې د مخنیوي لپاره هېڅ راز اقدامات نه‌دي کړي.

د سرچینو په وینا، په ټول هېواد کې وسلې یوازې له طالبانو سره دي او بل څوک د وسلې د ساتنې، لېږدونې او کارونې اجازه نه‌لري.

خوست کې د طالبانو والي: زموږ زندانونه د انتقام، شکنجو او زور زیاتي ځایونه نه‌دي 

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني د دې ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې اوس زندانونه د انتقام، شکنجې او زور زیاتي ځایونه نه، بلکې د اصلاح، روزنې او زده‌کړو مرکزونه دي. هم‌مهاله نیوکې دي چې طالبان زندانونو کې ښځې، خبریالان او پخواني امنیتي منسوبین شکنجه کوي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سر ویلي، عبدالرحمان حقاني په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې د اسلامي اصولو او د طالبانو د نافذه قوانینو له‌مخې، د بندیانو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د اصلاح لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

نوموړي بندیانو ته په خطاب کې وویل: «نظام د مور او پلار حیثیت لري او موخه یې د خلکو اصلاح، روزنه او د هغوی د دنیا او اخرت نېکمرغي ده».

هغه له بندیانو غوښتنه وکړه، چې په زندان کې له تېرېدونکي وخت څخه د زده‌کړو، د ځان‌اصلاح او مثبت بدلون لپاره ګټه واخلي، څو بېرته د ټولنې د ګټورو غړو په توګه عادي ژوند ته ورستانه شي.

حقاني همداراز اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بندیانو د ستونزو د حل، د خدمتونو د ښه کولو او د اصلاح او روزنې د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه ډاډ ورکړ، چې د بندیانو شته ستونزو، اړتیاوو او غوښتنو ته به جدي پاملرنه وشي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د ۱۵ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

له دې سره سم، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکه کې بیا په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.

ذبیح‌الله مجاهد: په زندانونو کې هر ډول شکنجه منع ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

ذبیح‌الله مجاهد وویل: «په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او دا عمل په بشپړ ډول منع دی. زموږ د قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې څخه تر توقیف او خوشې کېدو پورې پر هېڅ چا شکنجه نه پلي کېږي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان په کانګو کې د اېبولا پر وړاندې مبارزې لپاره د بودیجې غوښتنه وکړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر د کانګو په مرکز کې د اېبولا د نوې خپرې شوې ناروغۍ په سیمو کې پر ځایي ټولنو غږ کړی، چې د دغې ناروغۍ پروړاندې په مبارزه کې مرکزي رول ولوبوي او له نړۍوالو مرستندویانو څخه یې د بودیجې غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبرېسوس د تېرې پنجشنبې په ورځ کانګو ته رسېدلی تر څو په دغه هېواد کې د اېبولا ضد غبرګونونه همغږي کړي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي:«ځايي ټولنې په ستونزو ښه پوهېږي او حل لاره یې هم ورته معلومه ده. هو د کانګو د حکومت تر مشرۍ لاندې نړۍواله ټولنه په دې برخه کې ښکېل ده، خو په ورته وخت کې د ځايي ټولنو مالکیت او ونډه خورا مهمه ده.»

نوموړي پرهمدغه مهال د اېبولا پر وړاندې د مبارزې لپاره د ډېرو نړۍوالو مرستو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د روغتیا نړۍوال سازمان تر اوسه پورې د خپلې اړتیا وړ بودیجې یوازې درېیمه برخه ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په کانګو کې د اېبولا ناروغۍ نوې بڼه خورا په چټکۍ سره خپرریږي او د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې تر اوسه په کانګو کې د اېبولا ۱۰۲۵ شکمنې پېښې ثبت او لسګونه کسان مړه شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد: په زندانونو کې هر ډول شکنجه منع ده

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.

ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان انټرنشنل د مشري اډېټرې نویده خوشبو ته په خپلو خبرو کې وویل: «په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او دا عمل په بشپړ ډول منع دی. زموږ د قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې څخه تر توقیف او خوشې کېدو پورې پر هېڅ چا شکنجه نه پلي کېږي.»

د طالبانو ویاند د «شکنجه کولو» او «قانوني سزا» ترمنځ توپیر وکړ، او زیاته یې کړه چې خلکو ته یوازې د شرعي قانون پر بنسټ او د دوی د جرم سره مناسب سزا ورکول کیږي او په خپلسري نه شي کولی. نوموړي په ټینکار سره وویل:« اوس مهال په استخباراتي ادارو، د پولیسو په ادارو او په هېڅ زندان کې هېڅ ډول شکنجه نشته».

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غبرګولي پر ۸مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغه پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي، هغه ښځې چې د طالبانو د محدودوونکو سیاستونو پر ضد غږ پورته کوي؛ له خپلسرو نیونو، شکنجو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو ادارو په وار وار د زندانیانو د وضعیت او د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د طالبانو ویاند دا راپورونه رد کړل او ویې ویل: «په دې اړه خپاره شوي راپورونه په بشپړه توګه له حقیقت څخه لرې دي او موږ یې په کلکه ردوو.»

یونېسف: د بېل ګېټس بنسټ په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاین څخه ملاتړ کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق مشر تاج‌الدین اویوال ویلي، چې په افغانستان کې د واکسین د کمپاینونو د ملاتړ په تړاو یې د بېل ګېټس خیریه بنسټ سره ناسته کړې او یاد بنسټ په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاین سره د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په افغانستان کې د یونېسف مشر تاج‌الدین ایوال نن د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۹مه په خپلې اېکسذپاڼې لیکلي، چې د بېل ګېټس بنسټ چارواکو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړولو په کمپاینونو کې د خپل دوامداره ګډون او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، چې یونېسف د اړینو روغتیايي پاملرنو، تغذيې، معافیت پیاوړتیا او د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د یاد بنسټ له مرستو او ملاتړ ستاینه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د تېرې غوايي میاشتې په ۲۴مه نېټه، له نړیوالو روغتیايي بنسټونو سره په همکارۍ په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین د عمومي کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی و. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په‌ دغه کمپاین کې به د هېواد په کچه تر پېنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د ماشومانو د فلج (پولیو) ناروغۍ مثبتو پېښو ثبتېدو راپور ورکول کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د پولیو لږ تر لږه ۹ مثتبې پېښې په افغانستان او ۳۳ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.