• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم دروازه د لوی اختر له څلور ورځني ځنډ وروسته د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر، ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پر مخ پرانیستل شوې او د بېرته ستنېدو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

د نوموړي په وینا، هغه موټر چې افغان کډوال لېږدوي او همدارنګه تش موټر چې له افغانستان نه بېرته پاکستان ته ستنېږي، خپل عادي تګ راتګ پیل کړی دی. هغه زیاته کړې چې د اړوندو ادارو تر څارنې لاندې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم ډول روانه ده.

انعام الله وزیر ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له امله د مې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړل شوې وه او د بېرته ستنېدو بهیر د څلورو ورځو لپاره ځنډېدلی و.

دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه له نږدې یو کال راهیسې د ترانزیټي او عادي تګ راتګ پر مخ تړلې ده، خو له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له یوه لوري خلاصه ده.

بلخوا، یو شمېر افغان کډوال د بېرته ستنولو د اوږدو اداري پړاوونو او د لنډي کوتل په کمپ کې د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه پرله‌پسې شکایتونه کوي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۳
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۴

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

۵

نیویارک ټایمز: طالبان په پټه له ټي‌ټي‌پي سره د افغان جنګیالیو یوځای کېدل مني

•
•
•

نور کیسې

نرګس نهان: افغانستان کې د وګړو پر محور ولاړ او ټول‌شموله نظام ته اړتیا لري

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۸ GMT+۱

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وايي، افغانستان تر هر څه وړاندې داسې دفاعي او سیاسي نظام ته اړتیا لري چې هېڅ ډلې ته د زور له لارې د واک د نیولو اجازه ورنه کړي او د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

نوموړې په خپلې ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې افغانستان یوه ټول‌شموله، ولسواکه او د وګړو پر محور ولاړ نظام ته اړتیا لري، داسې نظام چې حکومت یې د خلکو په رایو ټاکل شوی وي او لومړیتوبونه یې د امنیت ټینګښت، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول، د طبیعي سرچینو منظم مدیریت او له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوله‌ییزو اړیکو ساتل وي.

نهان ټینګار کړی چې هېواد داسې رهبرۍ ته هم اړتیا لري چې د ښځو د بشري او مدني حقونو د بېرته اعادې ترڅنګ، هغوی د هېواد د یوې مهمې پانګې په توګه وګڼي او د زده‌کړو، لوړو زده‌کړو، ظرفیت لوړونې او په دولتي او ټولنیزو چارو کې د ګډون زمینه ورته برابره کړي.

هغې همداراز ویلي چې د افغانستان قومي، ژبني، مذهبي، فرهنګي او فکري تنوع ته باید درناوی وشي، ځکه د هغې په وینا، همدغه تنوع د افغانستان ښکلا او شتمني جوړوي.

د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې په خپلو څرګندونو کې د داسې نظام او حکومت غوښتنه کړې چې د خلکو د ارادې پر بنسټ رامنځته شوی وي او د هېواد د ثبات، پرمختګ او ملي یووالي لپاره کار وکړي.

طالبان وایي لوګر کې د انجې طبي بوټي کرکيله زیاته شوې ده

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۵ GMT+۱

لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انجې بوټي کرکيله په وروستیو کې د پام وړ زیاته شوې ده.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر نصیرالدین بهیج ویلي چې دوی د انجې د کرکيلې پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دا بوټی د کوکنارو یو مناسب بدیل ګڼي.

په لوګر کې بزګران هم د دې بوټي کرکيله کم لګښته او د لوړ حاصل لرونکې بولي. د دوی په وینا، انجه یو مقاوم بوټی دی چې لږې کیمیاوي سرې او اوبو ته اړتیا لري، خو بیا هم ښه حاصل ورکوي.

بزګران زیاتوي چې که څه هم دا بوټی نسبتا ناوخته حاصل ورکوي، خو په بازار کې په ښه بیه پلورل کېږي او له همدې امله د کروندګرو لپاره ګټور تمامېږي.

ویل کېږي چې د دې بوټي د کرکيلې زیاتېدو له امله به په راتلونکي کې لوګر د انجې د تولید په مهم مرکز بدل شي.

انجه یو طبي بوټی دی چې تر ډېره په سنتي طب کې کارول کېږي او د درملو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

بلخ کې د ۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د کیمیاوي سرې د تولید فابریکه جوړه شوې

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۱

طالبانو په بلخ ولایت کې د کیمیاوي او عضوي سرې د تولید یوې فابریکې د فعالیت د پیل خبر ورکړی دی. د دوی په وینا، دغه فابریکه د «درخشان ګروپ» په نوم شرکت له لوري د ۴۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شوې ده.

د فابریکې د لابراتوار مدیر محمد یاسین عزیزي، ویلي چې دا فابریکه په ۱۴ جریبه ځمکه کې جوړه شوې او شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې فابریکه کې دوه ډوله، مایع او جامد، کیمیاوي او عضوي سرې تولیدېږي او د ورځې د ۲۰۰ټنه سرې د تولید ظرفیت لري.

عزیزي زیاته کړې چې د فابریکې ټوله ماشینري د افغان انجنیرانو له لوري ډیزاین او جوړه شوې ده.

ملګري ملتونه: د پړانګانو نفوس په نړۍ کې د بیا زیاتېدو په حال کې دی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د نړۍ د پړانګانو نفوس چې په ۲۰۱۰ کال کې نږدې ۳۲۰۰ ته راټیټ شوی و، اوس د ساتنې د نړیوالو هڅو په پایله کې په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دا وحشي ژوی له ډېرې مودې راهیسې له منځه تللی بلل کېږي.

دغه اداره وايي چې له شریکو نړیوالو بنسټونو او سیمه‌ییزو ټولنو سره په ګډه هڅې روانې دي څو د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه خوندي شي او د هغوی د بقا لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، د نړیوال چاپېریال ساتنې صندوق (GEF) او نورو شریکانو سره همکاري د دې لپاره مهمه ده چې د پړانګانو د ژوند سیمې خوندي شي او د ساتنې لپاره دوامداره مالي سرچینې رامنځته شي.

یاده اداره زیاتوي چې د چاپېریال ساتنې د نوو مالي میکانیزمونو جوړول کولی شي د هغو هېوادونو ملاتړ وکړي چې د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه پکې موجود دي، څو د دغه نایابه وحشي ژوي د بقا اوږدمهاله تضمین وشي.

معلومات ښيي چې پړانګان د افغانستان په ځینو شمالي او شمال‌ختیځو سیمو کې موجود وو، په ځانګړي ډول د «کیسپین پړانګ» په نوم پېژندل شوی ډول، چې د مرکزي اسیا له سیمو څخه تر افغانستان، ایران او قفقاز پورې خپور و. خو دا ډول د شلمې پېړۍ په منځنیو لسیزو کې د ښکار، د استوګنځایونو د له منځه تلو او انساني فشارونو له امله لږ تر لږه له منځه تللی بلل کېږي.

اوس مهال په افغانستان کې د پړانګانو وحشي نفوس په نشت حساب دی او د هغوی د بېرته راژوندي کولو کوم رسمي پروګرام هم نه دی موجود.

همدا راز افغانستان لا هم د نورو نادرو وحشي ژوو لکه واورین پړانګ (Snow Leopard) او مارخور لپاره د مهمو طبیعي استوګنځایونو په توګه پېژندل کېږي، چې د هېواد د طبیعي ژوندي تنوع مهمه برخه جوړوي خو د دې طبعي ژوند د ژغورنې لپاره هغه ډول هڅې نشته چې څنګه په کار دي.

له ناورینه ډکه ستنېدنه؛ لغمان کې د راستنو شویو کډوالو د لارۍ اوښتو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۱

په لغمان ولایت کې طالب ځايي چارواکو ویلي چې د قرغي ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د راستنو شویو کډوالو یوه لارۍ اوښتې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه پېښه نن شنبه، د غبرګولي ۹مه، د سهار شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده. په پېښه کې ۲۹ تنه نور ټپیان هم دي.

ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه نور جزییات نه دي خپاره شوي.