حبیبالرحمان حکمتیار د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له روسیې کابل ته د طالبانو د دفاع وزیر له ستنېدو وروسته په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې نه پوهېږي ملا دینمحمد خپل وجدان د دې «مزخرفاتو» پر وړاندې څنګه قانع کوي. په کابل کې د طالبانو د علماوو شورا دې مشر په یوه تازه بیان کې ښځو ته د ټکنالوژۍ علم «فضول» او همداراز عصري زده کړې ناروا بللي دي.
هغه روسیې ته د طالبانو د دفاع وزیر د سفر او همداراز له مسکو سره د نظامي تخنیکي هوکړې لاسلیک ته په اشارې ویلي، که طالبان له روسیې وسایلو او تجهیزاتو ته د لاسرسي هڅه کوي، پوښتنه دا ده، چې امریکا به دغه کار ته اجازه ورکړي او که نه.
ده همدارنګه ادعا کړې، چې د پاکستان لهخوا د وسلو پر ډیپوګانو بریدونه هم د واشنګټن په اجازه شوي او په دې شرایطو کې د طالبانو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو تر لاسه کول له واقعیت څخه لرې ښکاري.
حکمتیار د خپلې ادعا د پخلي لپاره تاریخي مثالونه هم را اخیستي او لیکلي یې دي، چې انګلیسانو امیر دوستمحمد خان یوازې کابل ته د روسي استازي د سفر له امله له واکه لرې کړ او کابل یې اشغال کړ.
نوموړي همدارنګه یادونه کړې، چې د شوروي حضور د افغانستان په جګړه کې د لویدیځ او اسلامي نړۍ ملاتړ د مجاهدینو خوا ته ور واړاوه او که طالبان او روسیه نن پوځي معامله وکړي، ښايي د دوستمحمد خان د ګوښه کېدو کیسه تکرار شي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
ملالې یوسفزۍ او د ښځو د حقونو نورو فعالانو په تېرو کلونو کې څو ځله د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.
خو طالبان سره له دې چې د کورنیو او نړیوالو له نیوکو او همداراز پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، تر اوسه د ښځو پر ضد له هېڅ یوه فرمان څخه نهدي پر شا شوي او دا محدودیتونه خپلې «کورنۍ چارې» بولي.
د یاد شرکت د سوداګرۍ مرستیال نیکیتا پونیا په دې اړه وویل، چې په افغانستان کې د روسي درملو لپاره اړتیا ډېره ده او دغه هېواد ته د صادراتو پیل به په سیمه کې د فارماسینتیز ګروپ حضور نور هم پیاوړی کړي.
د شرکت په وینا، د افغانستان بازار ته ننوتل د دوی د نړیوالو فعالیتونو په پراختیا کې یو نوی پړاو دی او دوی د لا زیاتو همکاریو او د صادراتو د تدریجي زیاتوالي پر لارو چارو کار کوي.
که څه هم د هغو درملو د ډولونو په اړه چې ټاکل شوې افغانستان ته صادر شي مشخص معلومات نهدي ورکړل شوي، خو دغه شرکت اوسمهال دیارلسو هېوادونو ته د اېډز، نري رنځ، شکرې او سرطان په ګډون د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره څه باندې ۱۳۰ ډوله درمل صادروي.
په دغو هېوادونو کې د همګټو هېوادونو د غړو ترڅنګ سوریه، میانمار او ډومینیکن جمهوریت شامل دي.
فارماسینتیز پلان لري، چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د افغانستان ترڅنګ د ونزوېلا، ویتنام، مراکش، بوسنیا او هرزیګوینا، اکوادور او مالي هېوادونو بازارونو ته هم داخل شي. د دغه شرکت د تولیداتو په لېست کې تر ۳۰۰ ډېر ډوله درمل او تر ۶۰ زیات کیمیاوي مواد شامل دي، چې د تولیداتو په سلو کې له ۸۰ څخه زیاته برخه یې په حیاتي او ضروري درملو کې راځي.
د دغه شرکت تولیدي فابریکې په ایرکوتسک، براتسک، اوسوریسک، سانت پیټرزبرګ او تیومین ښارونو کې موقعیت لري او په کلني توګه څه باندې ۱۰۰ میلیونه کڅوړې درمل تولیدوي.
له افغانستان سره د روسیې د درملو دغه همکارۍ داسې مهال پیلېږي، چې طالبانو څو میاشتې مخکې له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړې ده. د دې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان څخه د درملو را واردونکو شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې خپل مسیر دې بدل کړي او د پاکستان پر ځای دې له نورو هېوادونو څخه هېواد ته درمل را وارد کړي.
افغان سوداګرو هم د پاکستان پر ځای ایران او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا هېوادونو د نورو توکو تر څنګ د درملو وارداتو ته مخه کړې ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د لوی اختر له رخصتیو وروسته په مرکز او ټولو ولایتونو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ او فعالیتونو سراسري ارزونه پیلوي. دغه وزارت زیاته کړې، چې دا څار د رييس الوزرا د حکم او د کاري رژیم پر بنسټ عملي کېږي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مفتشینو ډلې به نه یوازې د کارکوونکو حاضري او د دندو څرنګوالی وارزوي، بلکې د چارو د پرمخ وړلو څرنګوالی، اداري نظم، د خدمتونو کیفیت او د مراجعینو د اړتیاوو پر وړاندې د ادارو ځواب وینه هم وسنجوي.
وزارت ټینګار کړی، چې څارنه به په ټول هېواد کې هممهاله پیل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سره به د روڼتیا، حسابورکونې او مسوولیتمننې کچه لوړه شي او د خدماتو په وړاندې کولو کې به ځنډونه راکمه شي او همدارنګه تمه ښودل شوې، چې اړوندې ادارې به پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تفتیش اساسي موخه د خلکو د قناعت ترلاسه کول دي؛ په دې توګه به د چارو په ترسره کولو کې د خنډونو او ځنډونو مخه ونیول شي او یو منظم، اغېزناک او ځوابورکوونکي اداري نظام رامنځته شي. وزارت د ټولو ادارو له کارکوونکو غوښتي چې له مفتشینو سره همکاري وکړي.
د ادارو د تفتیش او حسابورکونې موضوع د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې څو ځله یاده شوې، خو د بشري حقونو بنسټونه او مدني فعالان ترې د روڼتیا، مسلکي جذب، او د خدماتو د معیاري کېدو عیني پایلو غوښتنه کوي. هممهاله د طالبانو په ادارو کې د پراخ فساد او بېعدالتۍ راپورونه هم ورکړل شوي دي.