د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان د عملیاتو د احتمالي سرغړونو څېړنه په چټکۍ تړل شوې

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو « ایس اې ایس» د جګړې د جرمونو په اړه نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې په افغانستان کې د دوی د عملیاتو پر مهال د احتمالي سرغړونو لومړنۍ داخلي څېړنه یوازې په یوه ورځ کې پای ته رسېدلې او تړل شوې.
د اسنادو د څېړنې د قضیې په اړه ویل شوي چې دا پلټنه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د هغو عملیاتو پر مهال د شاوخوا ۸۰ افغانانو د وژل کېدو د ادعاوو په تړاو روانه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اوږدو قانوني شخړو او رسنیزو افشاګریو وروسته پیل شوې ده.
د اسنادو له مخې، د ځانګړو ځواکونو لوړپوړو چارواکو څو ځله هغه راپورونه له پامه غورځولي چې پکې ویل شوي وو بېوسلې افغانان د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. په ځینو پېښو کې د ترلاسه شویو وسلو شمېر د وژل شویو کسانو له شمېر څخه کم ښودل شوی دی.
په خپرو شويو اسنادو کې د یوې پېښې یادونه هم شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې پکې یو ۱۵ کلن هلک وژل شوی و. د راپور له مخې، دا موضوع د ځواکونو د حقوقي سلاکارانو تر کچې رسېدلې وه.
د اسنادو په اړه ویل شوي چې د ملکي افغانانو د احتمالي ناقانونه وژنو راپورونه د کلونو لپاره یوازې اوازې بلل کېدې او د پلټنې لپاره پوځي پولیسو ته نه سپارل کېدل.
شنونکي وايي، د دې اسنادو خپرېدل ښيي چې د برېتانیا دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د پټ ساتلو او د هغوی د نوم د خوندي کولو هڅې کړې دي، خو لا هم د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.
