• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه وايي اوکراین د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ برید کړی خو کیېف یې ردوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د روسیې د اټومي انرژۍ دولتي شرکت «روس اټوم» د شنبې په ورځ وویل، د اوکراین یوې بې‌پيلوټه الوتکې د روسیې تر کنټرول لاندې د اروپا پر تر ټولو لویې زاپوریژیا اټومي بټۍ برید کړی دی. د دغه شرکت په وینا، برید اصلي او کلیدي تجهیزاتو ته زیان نه دی اړولی، خو د اوکراین پوځ دا ادعا رد کړې ده.

د روسیې د روس اټوم مشر الکسي لیخاچیف دا پېښه «قصدي» وبلله او ویې ویل، چې دغه برید د توربین د تالار په دېوال کې یو سوری رامنځته کړی دی.

لیخاچیف په یوې خبرپاڼه کې وویل: «نن ماسپښین، د اوکراین یوه چاودېدنکې جنګي ډرون د شپږم نمبر برېښنايي واحد د توربین تالار پر ودانۍ برید وکړ چې وروسته په‌کې چاودنه وشوه. دې چاودنې اصلي تجهیزاتو ته کوم زیان نه دی اړولی، خو د توربین تالار دېوال یې سوری کړی دی».

د اوکراین پوځ د روسیې دا ادعا د مسکو «یو بل تبلیغاتي چل» بللی او رد کړې یې ده. اوکرایني لوري ویلي، چې ځواکونو یې د زاپوریژیا د اټومي برېښناکوټ پر شپږم نمبر واحد هیڅ ډول برید نه دی کړی.

د زاپوریژیا اټومي بټۍ د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د روسیې له‌خوا ونیول شوه او د اوکراین په سویل ختیځ، د زاپوریژیا په سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې پرته ده.

دا اټومي سایټ د دې څلور کلنې جګړې په اوږدو کې کله نا کله د ډزو ښکار شوی، چې دغې چارې په یادو تاسیساتو کې د اټومي پېښې د رامنځته کېدو اندېښنې راپارولې دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د بشري حقونو نقض؛ په ټګزاس کې د کډوالو تر ټولو لوی پنډغالي مسوولین محکمې ته کاږل کېږي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱

د بشري حقونو مدافع ډلو د امریکا د تګزاس ایالت په الپاسو کې د کډوالو د ساتنې تر ټولو لوی مرکز کې د بشري حقونو د نقض او ناوړه چلند له امله په محکمې کې شکایت کړی دی. په دغه مرکز کې چې د کډوالو د شړلو لپاره جوړ شوی، په تېرو نهو میاشتو کې لږ تر لږه درې تنه مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له‌مخې، دغه شکایت د امریکا د مدني ازادیو ټولنې (ACLU)، د بشري حقونو د څار سازمان او د ټګزاس د مدني حقونو پروژې له‌خوا د هغو څلورو کسانو په استازیتوب ثبت شوی چې اوس مهال په «ایسټ مونټانا» کمپ کې ساتل کېږي. دا پنډغالی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د کډوالو د ډله‌ییز اخراج د تګلارې له مخې جوړ شوی او اوس پکې تر ۲۷۰۰ زیات کډوال ساتل کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌‌دی ښودلی، خو مخکې یې ویلي وو، چې دغه ۱،۲ میلیارد ډالري کمپ له فدرالي معیارونو سره سم جوړ شوی دی.

د دعوې پر بنسټ، کډوال په داسې ځایونو کې ساتل کېږي چې هېڅ کړکۍ نه‌لري او هلته د ساتونکو له‌خوا له فزیکي شکنجې، ناسمې روغتیايي پاملرنې او انفرادي بند سره مخ دي. په عریضه کې راغلي، چې د ونزوېلا یو کډوال ایریک ایوان روډریګز د ساتونکو له‌خوا دومره ووهل شو، څو د شړل کېدو پاڼې لاسلیک کړي.

همدارنګه د کامرون یو بل کډوال، جیرالډ اکارې انګې هم ویلي، چې د ساتونکو له‌خوا سخت وهل شوی دی.

د روان کال د جنورۍ په درېیمه د کیوبا د یوه کډوال جیرالډو لوناس کامپوس مړینه د طبي معایناتو وروسته د زندۍ کېدو له امله وژنه وبلل شوه، په داسې حال کې چې چارواکو په لومړي سر کې د هغه مړینه د روغتیايي ستونزو له امله بللې وه. د بشري حقونو ډلو ویلي، چې دغه کس د سالنډۍ د درملو د غوښتلو په خاطر تر وهلو ټکولو لاندې مړ شوی دی.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې له‌خوا د کډوالو د نیولو د کچې په لوړېدو سره، په توقیف ځایونو کې د مړینې کچه په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده.

د نړیوالو مسایلو په تړاو د خبرو لپاره؛ د برېتانیا بهرنیو چارو وزیره چین او هند ته سفر کوي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره ایویټ کوپر سبا (دوشنبه- د غبرګولي ۱۱مه) لومړی چین او بیا هند ته په رسمي سفر ځي، څو له دغو دوو سترو نړیوالو قدرتونو سره د هُرمز تنګي د امنیت، د روسیې او اوکراین د جګړې او د اېبولا ناروغۍ د خپرېدو په ګډون پر مهمو نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، لندن اعلان کړی چې د کوپر دغه سفرونه به پر هغو موضوعاتو متمرکز وي، چې اوس مهال نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده.

ټاکل شوې، چې ایویټ کوپر د جون په ۲مه په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او د دغه هېواد له مرستیال ولسمشر هان ژینګ سره وګوري او له هغه یوه ورځ وروسته د شینزین ټیکنالوژیکي مرکز ته سفر وکړي.

د برېتانیا لومړي وزیر سټارمر او د چین ولسمشر شي جین پینګ په تېره جنوري میاشت کې په بیجینګ کې د لیدنې پر مهال له سوداګریزو مسایلو سربېره د دوه اړخیزو اړیکو د بیا رغولو په تړاو خبرې کړې وې.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیره به د جون په ۴مه هند ته ورسېږي او هلته به د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ایس جې شنکر او یو شمېر متشبثینو او اکاډمیکو شخصیتونو سره وګوري، څو د دواړو هېوادونو د ۲۰۳۵ کال د ګډ لیدلوري پر پلي کېدو خبرې وکړي.

که څه هم تېر کال دواړو هېوادونو د ازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړی، خو د هند د سوداګرۍ سکرتر راجیش اګروال تېره میاشت ویلي وو، چې د فولادو پر وارداتو د لندن د نویو محدودیتونو له امله د دغه تړون پلي کېدل له خنډ سره مخ شوي دي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو د وزیرې دغه سفرونه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او اسراییل له خوا پر ایران له بریدونو وروسته په سیمه کې جیوپولیټیک تاوتریخوالی خورا زیات شوی او د تېلو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. د برېتانیا حکومت ویلي، چې له دغو دوو سترو اقتصادي ځواکونو سره د کوپر لیدنې د نړیوالو ننګونو د هواري لپاره خورا مهمې دي.

د یادولو وړ ده چې په فارس خلیج کې د هُرمز تنګي د بندېدو له امله د نړۍ د تېلو د لېږد رالېږد شاوخوا ۲۰ سلنه برخه له جدي خنډ سره مخ شوې ده. د ایران له خوا د هرمز تنګي تړل کېدو او د بېړیو توقیفولو د نړۍ په کچه سوداګري اغېزمنه کړې ده.

تاجکستان له پاکستان سره د ستراتیژیک مشارکت د پیاوړتیا ژمنه تازه کړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۸ GMT+۱

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین ویلي، هېواد یې له پاکستان سره د ستراتیژیک مشارکت پیاوړتیا ته ژمن دی او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، سیمه‌ییز اتصال او انرژۍ په برخو کې د همکاریو د پراخولو لپاره هڅې کوي.

نوموړي د شنبې ورځ (د غبرګولي ۹مه) په دوشنبه ښار کې د اوبو په اړه د څلورم نړیوال کنفرانس له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستان ټلوېزون سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د دواړو هېوادونو اړیکې د پام وړ پراخې شوې دي.

هغه وویل: «په ۲۰۲۱ کال کې دواړو هېوادونو خپلې اړیکې په رسمي ډول د ستراتیژیک مشارکت کچې ته لوړې کړې». د هغه په وینا، پاکستان او تاجکستان د ګډو لوژستیکي دهلیزونو پر جوړولو کار کوي، څو د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ خوندي او دوامدارې لارې رامنځته شي.

مهرالدین سیمه‌ییز اتصال د دواړو هېوادونو د همکاریو یو مهم بنسټ بللی دی.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د انرژۍ سکتور د دواړو هېوادونو لپاره د پراخو فرصتونو ډګر وباله او ویې ویل، چې دغه همکاري به د سیمه‌ییز یووالي او اقتصادي ادغام بهیر ته هم وده ورکړي.

هغه زیاته کړه: «د انرژۍ په برخه کې د تاجکستان او پاکستان همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو په ګټه ده، بلکې د سیمه‌ییز ادغام بهیر ته به هم مثبت حرکت ورکړي».

مهرالدین دکاسا ۱۰۰۰ پروژې اهمیت ته په اشارې وویل، چې دواړه هېوادونه به له سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ د دې پروژې د عملي کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تېره اونۍ د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست ويلي وو، چې په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو برخو کې پيل شوي چې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. نوموړي زياته کړې وه، چې د یادې پروژې لومړي لاټ چارې بشپړې او د دوو نورو لاټونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.

د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال: که دښمن تېروتنه وکړي زموږ ځواب به د نه‌باور وړ وي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۷ GMT+۱

د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني وویل: «زموږ میدان چمتو دی او که دښمن بیا تېروتنه وکړي، نو د ایران ځواب به ډېر کلک، غوڅ او د نه‌باور وړ وي». هغه زیاته کړه: «ایران پر هرمز تنګي بشپړ واکمن شوی او له ۵۰۰ کلونو وروسته داسې یو دریځ ته رسېدلی چې د ایران د خلکو مسلم حق دی».

جواني زیاته کړه: «دښمن اوس د ځان پر وړاندې له دوو لارو سره مخ دی؛ بده لاره او بدتره لاره».

د یو بل خبر له‌مخې، د ایران صدا او سیما دولتي راډیو ټلوېزیون د تهران او واشګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه په یوه راپور کې چې «غیر رسمي جزییات» سرلیک یې ورکړی ویلي، چې امریکا ژمنه کړې، چې د ۶۰ ورځو په اوږدو کې ۱۲ میلیارده ډالره شتمنیو ته د لاسرسي زمینه داسې برابره کړي، چې دا سرچینې په نښه شویو بانکونو کې پرته له کوم محدودیته د لېږدولو او مصرفولو وړتیا ولري.

په‌دې راپور کې زیاته شوې، چې د دغه تفاهم پر بنسټ، اسلامي جمهوریت د تېرېدونکو بېړیو او کښتیو د ماهیت د تشخیص یوازنۍ او ځانګړې سرچینه ده او هر هغه بېړۍ چې بار یې ګواښونکی وپېژندل شي او یا یې وروستی ګټه اخیستونکی له اسلامي جمهوریت سره په «دښمنۍ» کې وي، د سوداګریزې بېړۍ په توګه نه پېژندل کېږي او له ټاکل شویو لارو څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

صدا او سیما ټینګار کړی، چې دا نسخه لا هم د یوه غیر رسمي تفاهم حیثیت لري، ځکه چې دا لا هم د ارزونې، مذاکرې او بیاکتنې په پړاوونو کې ده.

په ایران کې وروستۍ جګړې د میلیونونو ایرانیانو په ګډون افغانان هم اغېزمن کړې دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګلنډ ویلي، چې په ایران کې د وروستۍ جګړې له امله د میلیونونو ایرانیانو او مېشتو افغان کډوالو ژوند سخت ځپل شوی او بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي.

جان اېګلنډ ایران ته له سفر وروسته، د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹مه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران مهمو او حیاتي ملکي بنسټونو ته سخت زیان رسېدلی، چې له امله یې بشري اړتیاوې لا پسې ژورې او ډېرې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان د خپلو کورونو پېښودو ته اړ شوي او بې‌ځایه شوي دي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا د جګړې له امله د تېښتې لاره نه لرله او هوايي بریدونو ته په نږدې سیمو کې بند پاتې وو.

د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړې، چې پر ایران په بریدونو کې تر اوسه زرګونه کسان مړ یا ټپیان شوي او همدارنګه ۱۷ میلیونه زده‌کووکي په حضوري ډول ښوونځو ته له تګ څخه بې‌برخې شوي دي.

جان اېګلنډ ویلي، هڅه کوي چې په ایران کې به د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مرستې وکړي، خو د بودیجې د کمښت له امله تر سخت فشار لاندې دي.