• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاله یوسفزۍ: نړیوال د افغان ښځو د وضعیت په تړاو بې‌پروا دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړۍ د مشرانو پر بې‌عملۍ نیوکه کړې او د هغو کسانو د حساب‌ورکولو لپاره یې د اغېزناکو مېکانېزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

ملالې یوسفزۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له برېتانوۍ ورځپاڼې «ابزرور» سره په ځانګړې مرکه کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت، د طالبانو د محدودونکو تګلارو په اړه د نړۍوالې ټولنې د چلند او د دغو محدودیتونو د دوام د پایلو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغان ښځو او نجونو راتلونکې له‌منځه تللې ده.

هغې د طالبانو د جزايي اصولنامې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دې اصولنامې له‌مخې د مېړه له خوا د ښځې وهل او ټکول تر هغه وخته د عدلي تعقیب وړ نه‌ګڼل کېږي، چې هډوکی یې نه وي مات شوی.

ملالې ټینګار وکړ، چې ځینې نړۍوال مشران دا ډول چلند یوه «کلتوري او کورنۍ مساله» ګڼي، خو د هغې په وینا دا برداشت «د منلو وړ نه‌دی». هغې زیاته کړه، چې په نړیوالو قوانینو کې د ښځو او نجونو لپاره کافي خوندیتوب نه‌شته.

نوموړې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو دوام ته په اشارې وویل، سره له دې چې له سختو محدودیتونو او ځپنې سره مخ دي، بیا یې هم خپلې زده‌کړې نه‌دي پرېښې.

ملالې یوسفزۍ د ۲۰۲۱ کال پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په اړه وویل: «ما باور نه‌شو کولی، هغه کسان چې یو وخت یې زما پر لور ټوپک نیولی وو، بېرته واک ته رسېدلي او اوس د ټولو افغان ښځو او نجونو راتلونکې ترې اخلي».

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

ملالې یوسفزۍ او د ښځو د حقونو نورو فعالانو په تېرو کلونو کې څو ځله د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خو طالبان سره له دې چې د کورنیو او نړیوالو له نیوکو او همداراز پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، تر اوسه د ښځو پر ضد له هېڅ یوه فرمان څخه نه‌دي پر شا شوي او دا محدودیتونه خپلې «کورنۍ چارې» بولي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

افغان غرختونکې د اېورسټ څوکې له فتح کولو وروسته د نجونو زده‌کړو د ملاتړ کمپاین پیل کړی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱

افغان غرختونکې ذکیه احمد چې په دې وروستیو کې یې د اېورسټ څوکه فتح کړې، د افغان ښځو او نجونو له زده‌کړو د مالي ملاتړ لپاره یې یو کمپاین پیل کړی دی. هغې له خلکو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې حق د ملاتړ له دغه کمپاین سره مرستې وکړي.

ذکیه احمد د لومړۍ افغان غرختونکې ښځې په توګه چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه یې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه اېورسټ فتح کړه، په خپلې انسټاګرام پاڼې ویلي، چې د دې اصلي موخه د هغو زرګونو افغان ښځو او نجونو د غږ پورته کول دي، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له خپلو بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د زده‌کړو او ازادۍ له حقونو څخه محرومې شوې دي.

دغې غرختونکې ویلي: «راځئ ډاډه شو چې د افغانستان د محرومو ښځو غږ نه غلی کېږي. راځئ هیلې ژوندۍ وساتو».

هغې د یوه وېب‌پاڼې په معرفي کولو سره له خپلو مینه‌والو او مخاطبینو غوښتي، چې د افغان نجونو د زده‌کړې حق د ملاتړ لپاره مالي مرستې وکړي.

ذکیه احمد، چې په رېور هم پېژندل کېږي، د غبرګولي په لومړۍ نېټه له خپلو نیپالي لارښودانو سره یو ځای د نیپال له خومبو سیمې څخه دغې ۸ زره او ۸۴۸ متره لوړې څوکې ته ورسېده. تر دې وړاندې هیڅ افغان غر ختونکې ښځې دغه څوکه نه‌وه فتح کړې.

له کابله د نړۍ تر چته؛ ذکیه احمد د اورېسټ ۸۸۴۸ متره لوړې څوکې په فتح کولو تاریخ جوړ کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا ۳۱ کلنه افغان غرختونکې په ۲۰۲۲ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په استرالیا کې پناه واخیسته. هغې تر دې وړاندې د افغانستان نوشاخ، د فرانسې مون بلان، د نیپال میرا پیک او د هند ناندا دوي څوکې هم فتح کړې دي.

غرختونکو ویلي، چې د اېورسټ څوکې فتح کول کلونو تمرین او د غرختنې د تخنیکونو زده‌کړې ته اړتیا لري. ذکیه احمد مخکې ویلي وو، چې دغې څوکې ته د ختلو لپاره یې خورا ډېر تمرینونه کړي دي.

د درملو یوه روسي شرکت اعلان کړی چې د روان کال په اوړي کې افغانستان ته صادرات پیلوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۱ GMT+۱

د فارماسینتیز په نوم د روسیې یوه لوی درمل جوړونکي شرکت اعلان کړی، چې د روان کال په اوړي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي. دغه روسي شرکت د طالبانو له عامې روغتیا وزارت سره له هوکړې وروسته کابل ته د خپلو درملو د لومړۍ جوپې د لېږلو چمتووالی نیسي.

په پام کې ده، چې لومړنۍ جوپه په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان بازارونو ته واستول شي.

د یاد شرکت د سوداګرۍ مرستیال نیکیتا پونیا په دې اړه وویل، چې په افغانستان کې د روسي درملو لپاره اړتیا ډېره ده او دغه هېواد ته د صادراتو پیل به په سیمه کې د فارماسینتیز ګروپ حضور نور هم پیاوړی کړي.

د شرکت په وینا، د افغانستان بازار ته ننوتل د دوی د نړیوالو فعالیتونو په پراختیا کې یو نوی پړاو دی او دوی د لا زیاتو همکاریو او د صادراتو د تدریجي زیاتوالي پر لارو چارو کار کوي.

که څه هم د هغو درملو د ډولونو په اړه چې ټاکل شوې افغانستان ته صادر شي مشخص معلومات نه‌دي ورکړل شوي، خو دغه شرکت اوسمهال دیارلسو هېوادونو ته د اېډز، نري رنځ، شکرې او سرطان په ګډون د بېلابېلو ناروغیو د درملنې لپاره څه باندې ۱۳۰ ډوله درمل صادروي.

په دغو هېوادونو کې د همګټو هېوادونو د غړو ترڅنګ سوریه، میانمار او ډومینیکن جمهوریت شامل دي.

فارماسینتیز پلان لري، چې د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د افغانستان ترڅنګ د ونزوېلا، ویتنام، مراکش، بوسنیا او هرزیګوینا، اکوادور او مالي هېوادونو بازارونو ته هم داخل شي. د دغه شرکت د تولیداتو په لېست کې تر ۳۰۰ ډېر ډوله درمل او تر ۶۰ زیات کیمیاوي مواد شامل دي، چې د تولیداتو په سلو کې له ۸۰ څخه زیاته برخه یې په حیاتي او ضروري درملو کې راځي.

د دغه شرکت تولیدي فابریکې په ایرکوتسک، براتسک، اوسوریسک، سانت پیټرزبرګ او تیومین ښارونو کې موقعیت لري او په کلني توګه څه باندې ۱۰۰ میلیونه کڅوړې درمل تولیدوي.

له افغانستان سره د روسیې د درملو دغه همکارۍ داسې مهال پیلېږي، چې طالبانو څو میاشتې مخکې له پاکستان سره هر ډول سوداګري بنده کړې ده. د دې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستان څخه د درملو را واردونکو شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې خپل مسیر دې بدل کړي او د پاکستان پر ځای دې له نورو هېوادونو څخه هېواد ته درمل را وارد کړي.

افغان سوداګرو هم د پاکستان پر ځای ایران او په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا هېوادونو د نورو توکو تر څنګ د درملو وارداتو ته مخه کړې ده.

طالبان: افغانستان د درملو ۳۸ سلنه اړتیا له کورنیو تولیداتو پوره کوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

په افغانستان کې د درملو تولیدونکو شرکتونو مسوولینو ویلي، چې اوس مهال افغانستان کولای شي د خپلو اړتیا وړ شاوخوا ۳۸ سلنه درمل په کور دننه تولید کړي. د دوی په وینا، د کورنیو فابریکو تولیدات د منلو وړ کیفیت لري او د بازار اړتیاوې تر یوه بریده پوره کوي.

د طالبانو د کار وزارت: د اختر تر رخصتیو وروسته په ټولو ادارو کې د ارزونې بهیر پیلوو

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د لوی اختر له رخصتیو وروسته په مرکز او ټولو ولایتونو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو د حاضرۍ او فعالیتونو سراسري ارزونه پیلوي. دغه وزارت زیاته کړې، چې دا څار د رييس‌ الوزرا د حکم او د کاري رژیم پر بنسټ عملي کېږي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د مفتشینو ډلې به نه یوازې د کارکوونکو حاضري او د دندو څرنګوالی وارزوي، بلکې د چارو د پرمخ وړلو څرنګوالی، اداري نظم، د خدمتونو کیفیت او د مراجعینو د اړتیاوو پر وړاندې د ادارو ځواب وینه هم وسنجوي.

وزارت ټینګار کړی، چې څارنه به په ټول هېواد کې هم‌مهاله پیل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې سره به د روڼتیا، حساب‌ورکونې او مسوولیت‌مننې کچه لوړه شي او د خدماتو په وړاندې کولو کې به ځنډونه راکمه شي او همدارنګه تمه ښودل شوې، چې اړوندې ادارې به پر وخت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تفتیش اساسي موخه د خلکو د قناعت ترلاسه کول دي؛ په دې توګه به د چارو په ترسره کولو کې د خنډونو او ځنډونو مخه ونیول شي او یو منظم، اغېزناک او ځواب‌ورکوونکي اداري نظام رامنځته شي. وزارت د ټولو ادارو له کارکوونکو غوښتي چې له مفتشینو سره همکاري وکړي.

د ادارو د تفتیش او حساب‌ورکونې موضوع د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې څو ځله یاده شوې، خو د بشري حقونو بنسټونه او مدني فعالان ترې د روڼتیا، مسلکي جذب، او د خدماتو د معیاري کېدو عیني پایلو غوښتنه کوي. هم‌مهاله د طالبانو په ادارو کې د پراخ فساد او بې‌عدالتۍ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

نورستان د اختر په ورځو کې؛ د سیلانیانو هوايي ډزو خلک ځورولي او یو کس هم وژل شوی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د نورستان په مرکز پارون کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې سېلانیانو هوایي ډزې کړې دي. د معلوماتو له‌مخې، د پارون اړوند اشټیوي کلي کې د دې ډزو له کبله یو کس هم وژل شوی دی.

د نورستان اوسېدونکي وایي، د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د زین‌الاسلام په نوم یو ځایي اوسېدونکی چې خپل کور کې پر کار بوخت وو، په یوې هوایي مرمۍ ولګېد او ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

د اشټیوي کلي اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې د مېلو په ورځو کې نورستان ته ورتلونکي سېلانیان باید له وسلو سره پرېنښودل شي.

یوه ځایي اوسېدونکي وویل: «زموږ خلک سخت ژوند شرایط لري، موږ غرونو او بانډو کې شپه او ورځ کار کوو او دغه بې احتیاطه ډزې کولای شي چې د خلکو په کورونو کې غمونه جوړ کړي».

په خواله رسنیو کې هم یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په‌کې لیدل کېږي د نورستان پارون کې سېلانیان سختې ډزې کوي او هر لوري څخه د مرمیو غږونه اورېدل کېږي.

د نورستان اوسېدونکو نیوکه کړې، چې د دوی عامه نظم خراب شوی او طالبانو بیا د دغو ګډوډیو هېڅ راز مخنیوی نه‌دی کړی. تر دې وړاندې هم د طالبانو په واکمنۍ کې د اخترونو پر مهال سېلانیانو نورستان کې دا ډول کړنې کړي او نیوکې دا دي چې د دغو پېښو په تکرار سره سره بیا هم ځايي ادارې د مخنیوي لپاره هېڅ راز اقدامات نه‌دي کړي.

د سرچینو په وینا، په ټول هېواد کې وسلې یوازې له طالبانو سره دي او بل څوک د وسلې د ساتنې، لېږدونې او کارونې اجازه نه‌لري.

خوست کې د طالبانو والي: زموږ زندانونه د انتقام، شکنجو او زور زیاتي ځایونه نه‌دي 

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۱ GMT+۱

خوست کې د طالبانو والي عبدالرحمان حقاني د دې ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې اوس زندانونه د انتقام، شکنجې او زور زیاتي ځایونه نه، بلکې د اصلاح، روزنې او زده‌کړو مرکزونه دي. هم‌مهاله نیوکې دي چې طالبان زندانونو کې ښځې، خبریالان او پخواني امنیتي منسوبین شکنجه کوي.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سر ویلي، عبدالرحمان حقاني په دې لیدنه کې زیاته کړې، چې د اسلامي اصولو او د طالبانو د نافذه قوانینو له‌مخې، د بندیانو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی د اصلاح لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

نوموړي بندیانو ته په خطاب کې وویل: «نظام د مور او پلار حیثیت لري او موخه یې د خلکو اصلاح، روزنه او د هغوی د دنیا او اخرت نېکمرغي ده».

هغه له بندیانو غوښتنه وکړه، چې په زندان کې له تېرېدونکي وخت څخه د زده‌کړو، د ځان‌اصلاح او مثبت بدلون لپاره ګټه واخلي، څو بېرته د ټولنې د ګټورو غړو په توګه عادي ژوند ته ورستانه شي.

حقاني همداراز اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بندیانو د ستونزو د حل، د خدمتونو د ښه کولو او د اصلاح او روزنې د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه ډاډ ورکړ، چې د بندیانو شته ستونزو، اړتیاوو او غوښتنو ته به جدي پاملرنه وشي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د ۱۵ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

له دې سره سم، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له افغانستان انټرنشنل سره په یوې ځانګړې مرکه کې بیا په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې راپورونه په کلکه رد کړل او ویې ویل، چې د دوی د اصولو له مخې د تورنو کسانو هر ډول ځورونه منع ده.

ذبیح‌الله مجاهد: په زندانونو کې هر ډول شکنجه منع ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

ذبیح‌الله مجاهد وویل: «په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او دا عمل په بشپړ ډول منع دی. زموږ د قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې څخه تر توقیف او خوشې کېدو پورې پر هېڅ چا شکنجه نه پلي کېږي.»