په نورستان کې څلور سیلانیان په اوبو کې ډوب شوي او ورک دي

په نورستان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې تېره شپه په مرکز پارون ښار کې د سېلانیانو یو موټر له سړک څخه تر اوښتو وروسته سیند ته غورځېدلی چې له امله یې څلور کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.

په نورستان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې تېره شپه په مرکز پارون ښار کې د سېلانیانو یو موټر له سړک څخه تر اوښتو وروسته سیند ته غورځېدلی چې له امله یې څلور کسان په اوبو کې ډوب شوي دي.
په نورستان کې سیمهییزو طالبانو ویلي، چې په اوبو کې د ډوب شویو کسانو د جسدونو د موندلو لپاره یې عملیات دوام لري.
طالبانو ویلي، چې یاد سیلانیان د فراه ولایت اوسېدونکي وو او نورستان ته د سیاحت لپاره ورغلي وو.

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ولسي جرګي پخوانی مرستیال او سوداګر میرزا ګټوازی د امریکا په واشنګټن هوايي ډګر کې نیول شوی دی. د سرچینو په وینا، ګټوازی د دې له امله نیول شوی دی، چې ګرین کارټ په لرلو سره یې افغانستان ته سفر کړی و او پلټنې ترې روانې دي.
میرزا ګټوازي ته نژدې سرچینو نن شنبه، د غبرګولي پر ۹مه وویل، چې له نوموړي سره امریکا ته په سفر کې د هغه مېرمنې هم ملتیا کوله، خو مېرمنې ته یې اجازه ورکړل شوې چې له هوايي ډګره ووځي. دغو سرچینو زیاته کړې، چې کټوازی د مالي فساد په کومه موضوع کې نه دی نیول شوی، بلکې یوازې افغانستان ته د سفر کولو له امله تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی. دوی دغه راز وایي، په همدې هوايي ډګر کې ځینې نور هغه کسان هم نیول شوي چې د ګرین کارټ په لرلو سره یې طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته سفرونه کړي وو.
د میرزا ګټوازي له نیول کېدو نژدې دوه ورځې تېریږي خو تروسه د امریکا امنیتي ادارو د هغه د نیولو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې په دې اړه معلومات خپاره کړي دي.
مېرزا ګټوازی نه یوازې د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې مرستیال تېر شوی دی بلکې دی اوس مهال د افغان سوداګر تر نامه لاندې د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دی افغانستان کې دننه پاتې شو او خپلو سوداګریزو چارو ته ادامه ور کړه.
تېر کال د زمري څلورمه او پنځمه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلی، چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال محمد میرزا کټوازي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي. سرچینې ویلي و، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي ول.
تېر ۱۴۰۴ کال د زمري په میاشت کې د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون یو رسمي مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی و،چې د یاد کمیسیون رییس عبدالحکیم شرعي پکې د طالبانو له بېلابېلو ادارو غوښتي چې د میرزا کټوازي قراردادونه لغوه کړي. په مکتوب کې راغلي چې میرزا کټوازی د مختلفو توکو په قاچاق کې لاس لري.
په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د نیول کېدو په تړاو ادعاوې شوي، چې نوموړي د طالبانو د ځیني مشرانو پیسو په سپینولو کې ونډه لري او په ځانګړې توګه د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني سره نژدې اړیکې لري او ښايي چې د امریکا امنیتي ادارو له دې لامل له امله نیولي وي.
تروسه میرزا ګټوازي او د هغه کورنۍ د نوموړي د نیول کېدو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي او نه یې هم ددې تورونو په اړه سپیناوي ور کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې په مالي ملاتړ یې په کاپیسا او لوګر ولایتونو کې یې پر ۱۶۰۰ اړمنو کورنیو د قربانۍ ۸ټنه غوښه وېشلې ده.
د دغې ټولنې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له یادې مرستې څخه په لوګر کې ۸۰۰ او په کاپیسا کې هم ۸۰۰ کورنیو ګټه اخیستې ده. د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ۵ کیلوګرامه د قربانۍ غوښه ترلاسه کړې.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه مرسته د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ او د افغاني سرې میاشتې په همغږۍ وېشل شوې ده.
د یادې مرستې موخه د لوی اختر په مناسبت د اړمنو کورنیو لاسنیوی او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرسته بلل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر، ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د تورخم دروازه یو ځل بیا افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو او کورنیو پر مخ پرانیستل شوې او د بېرته ستنېدو بهیر عادي حالت ته ګرځېدلی دی.
د نوموړي په وینا، هغه موټر چې افغان کډوال لېږدوي او همدارنګه تش موټر چې له افغانستان نه بېرته پاکستان ته ستنېږي، خپل عادي تګ راتګ پیل کړی دی. هغه زیاته کړې چې د اړوندو ادارو تر څارنې لاندې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ په منظم ډول روانه ده.
انعام الله وزیر ویلي چې د لوی اختر د رخصتیو له امله د مې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې د تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړل شوې وه او د بېرته ستنېدو بهیر د څلورو ورځو لپاره ځنډېدلی و.
دا په داسې حال کې ده چې د تورخم دروازه له نږدې یو کال راهیسې د ترانزیټي او عادي تګ راتګ پر مخ تړلې ده، خو له شاوخوا درېیو میاشتو راهیسې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له یوه لوري خلاصه ده.
بلخوا، یو شمېر افغان کډوال د بېرته ستنولو د اوږدو اداري پړاوونو او د لنډي کوتل په کمپ کې د اسانتیاوو د نشتوالي په اړه پرلهپسې شکایتونه کوي.
د جمهوریت پر مهال د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیره نرګس نهان وايي، افغانستان تر هر څه وړاندې داسې دفاعي او سیاسي نظام ته اړتیا لري چې هېڅ ډلې ته د زور له لارې د واک د نیولو اجازه ورنه کړي او د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
نوموړې په خپلې ایکسپاڼه کې لیکلي چې افغانستان یوه ټولشموله، ولسواکه او د وګړو پر محور ولاړ نظام ته اړتیا لري، داسې نظام چې حکومت یې د خلکو په رایو ټاکل شوی وي او لومړیتوبونه یې د امنیت ټینګښت، خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول، د طبیعي سرچینو منظم مدیریت او له سیمهییزو هېوادونو سره د سولهییزو اړیکو ساتل وي.
نهان ټینګار کړی چې هېواد داسې رهبرۍ ته هم اړتیا لري چې د ښځو د بشري او مدني حقونو د بېرته اعادې ترڅنګ، هغوی د هېواد د یوې مهمې پانګې په توګه وګڼي او د زدهکړو، لوړو زدهکړو، ظرفیت لوړونې او په دولتي او ټولنیزو چارو کې د ګډون زمینه ورته برابره کړي.
هغې همداراز ویلي چې د افغانستان قومي، ژبني، مذهبي، فرهنګي او فکري تنوع ته باید درناوی وشي، ځکه د هغې په وینا، همدغه تنوع د افغانستان ښکلا او شتمني جوړوي.
د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې په خپلو څرګندونو کې د داسې نظام او حکومت غوښتنه کړې چې د خلکو د ارادې پر بنسټ رامنځته شوی وي او د هېواد د ثبات، پرمختګ او ملي یووالي لپاره کار وکړي.
لوګر ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د انجې بوټي کرکيله په وروستیو کې د پام وړ زیاته شوې ده.
د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر نصیرالدین بهیج ویلي چې دوی د انجې د کرکيلې پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کوي او دا بوټی د کوکنارو یو مناسب بدیل ګڼي.
په لوګر کې بزګران هم د دې بوټي کرکيله کم لګښته او د لوړ حاصل لرونکې بولي. د دوی په وینا، انجه یو مقاوم بوټی دی چې لږې کیمیاوي سرې او اوبو ته اړتیا لري، خو بیا هم ښه حاصل ورکوي.
بزګران زیاتوي چې که څه هم دا بوټی نسبتا ناوخته حاصل ورکوي، خو په بازار کې په ښه بیه پلورل کېږي او له همدې امله د کروندګرو لپاره ګټور تمامېږي.
ویل کېږي چې د دې بوټي د کرکيلې زیاتېدو له امله به په راتلونکي کې لوګر د انجې د تولید په مهم مرکز بدل شي.
انجه یو طبي بوټی دی چې تر ډېره په سنتي طب کې کارول کېږي او د درملو په جوړولو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.