• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مونیخ هوايي ډګر د شکمنې بې پیلوټه الوتکې د لیدلو له امله تړل شوی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د جرمني مونیخ هوايي ډګر وروسته له هغه چې د ډرون (بې‌پيلوټه الوتکې) د لیدل کېدو خبر ورکړل شو، خپلې دواړه ځغاستلیکې وتړلې.

د المان د فدرالي پولیسو ویاند ویلي چې یو پیلوټ د شکمن فعالیت راپور ورکړی و.

د الماني رسنۍ فوکس انلاین د راپور له مخې، هوايي ډګر د څو ساعتونو لپاره تړل شوی او چورلکې د ډرون د موندلو په لټه کې دي.

د چارواکو په وینا، وضعیت تر اوسه لا روښانه نه دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د اوکراین په دونېڅک ښار کې د افغانستان د جګړې او په اوکراین کې د روسیې د روانې جګړې د پخوانیو سرتېرو د روسي اتحادیې لومړنی مرکز پرانیستل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د دونېڅک سیمه‌ییز مشر دینیس پوشیلین، د روسیې چارواکي ارتیوم ژوګا او یو شمېر نورو دولتي استازو، ترڅنګ د افغانستان د جګړې او د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو پخوانیو سرتېرو ګډون کړی و.

دینیس پوشیلین وویل چې پخوانیو سرتېرو په خپل نوښت په دغه مرکز کې یو موزیم جوړ کړی، چې پکې د پخوانیو او اوسنیو جګړو اړوند بېلابېل توکي او یادګارونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکې کې به په دغه مرکز کې بېلابېلې غونډې، فرهنګي او ټولنیزې برنامې جوړې شي او ځوانانو ته به د جګړو او تاریخي پېښو په اړه معلومات وړاندې کېږي.

پوشیلین د هغو پخوانیو سرتېرو مننه هم وکړه چې په بېلابېلو جګړو کې یې برخه اخیستې او د روسیې او اوکراین د جګړې له پیل وروسته یې د دونباس په جګړو کې ګډون کړی دی.

په همدې مراسمو کې هغو کسانو ته چې د ماریوپول ښار د نیولو په عملیاتو کې یې برخه لرله، د «ماریوپول د نیولو» مډالونه هم ورکړل شول.

د اسیا دفاعي فورم کې د چین نه‌حاضري د بحث موضوع ګرځېدلې

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۸:۰۸ GMT+۱

د اسیا د امنیتي او دفاعي چارو په مهم نړیوال فورم «شینګري-لا ډیالوګ» کې سږ کال د چین د نه‌حاضرۍ له امله ګډونوالو تر ټولو مهمه پوښتنه دا وه: «چین چېرته دی؟»

د رویټرز د راپور له مخې، د چین د دفاع وزیر ډونګ جون دویم پرله‌پسې کال لپاره د سینګاپور دغه مهم امنیتي غونډه کې ګډون ندی کړی، چې له امله یې د امریکا، اسټرالیا، فرانسې، بریتانیا، جاپان او نورو هېوادونو له دفاعي چارواکو سره د مخامخ خبرو فرصت هم له منځه تللی دی.

د چین په ځای بیجینګ دغه فورم ته د خلکو د آزادۍ پوځ (PLA) له «کارپوهانو او څېړونکو» څخه جوړ یو ټیټې کچې پلاوی استولی، چې دا د پخوا په پرتله کمزوری استازیتوب بلل کېږي.

په دې کلونو کې د چین د دفاع وزیر وینا د دغه درې ورځني فورم مهمه برخه ګڼل کېده، چې پکې به بیجینګ خپل دفاعي سیاست او د نړیوالو شخړو په اړه خپل دریځ بیاناوه، خو سږ کال دا وینا هم له پروګرامه لرې شوې ده.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسیت په خپله وینا کې د چین د نه‌حاضرۍ یادونه وکړه او ویې ویل: «کاش زما همکار دلته وای، خو زه هیله لرم چې په راتلونکي کې به د خبرو او لیدنو نور فرصتونه برابر شي.»

د اسټرالیا د دفاع وزیر ریچارد مارلس هم ویلي چې د چین نه‌حاضري د مهمو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه د مخامخ خبرو یو له لاسه تللی فرصت دی.

که څه هم چین په رسمي ډول لوړپوړی پلاوی نه دی استولی، خو د چین د خلکو د آزادۍ پوځ پخواني لوړپوړي افسر ژو بو ویلي چې دا لومړی ځل نه دی چې داسې کېږي او د پلاوي د کچې ټیټوالی غیرمعمولي نه دی.

ځینې شنونکي بیا باور لري چې بیجینګ په قصدي ډول له سختو پوښتنو لکه د تایوان کړکېچ او د پوځ د داخلي اصلاحاتو په اړه د اندېښنو له امله له لوړپوړي حضور ډډه کړې ده.

د سینګاپور د ملي پوهنتون د سیاسي چارو استاد چونګ جا ایان ویلي: «زما په نظر دوی هڅه کوي له سختو پوښتنو ځان وساتي، او د څېړنیزو پلاوو د استازیتوب اعتبار هم تر پوښتنې لاندې راځي.»

شنونکو ویلي چې بیجینګ ښايي د تېر کال د غونډې تکرار هم نه غوښت، کله چې امریکا چین د هند-پسیفیک لپاره ګواښ بللی و.

خو سږ کال د امریکا دفاع وزیر بیا هم ټینګار کړی چې هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول چین، حق نه لري چې په سیمه کې خپل تسلط تحمیل کړي، او همداراز یې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې تر پخوا ښه بللي دي.

د راپور له مخې، چین له ۲۰۰۷ کال راهیسې دغه فورم ته لوړپوړی پلاوی استاوه، خو د دفاع وزیر یې یوازې په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۹ کې او بیا له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ پورې په پرله‌پسې ډول ګډون کړی و.

ملګري ملتونه: د پړانګانو نفوس په نړۍ کې د بیا زیاتېدو په حال کې دی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د نړۍ د پړانګانو نفوس چې په ۲۰۱۰ کال کې نږدې ۳۲۰۰ ته راټیټ شوی و، اوس د ساتنې د نړیوالو هڅو په پایله کې په تدریجي ډول د زیاتېدو په حال کې دی، په داسې حال کې چې په افغانستان کې دا وحشي ژوی له ډېرې مودې راهیسې له منځه تللی بلل کېږي.

دغه اداره وايي چې له شریکو نړیوالو بنسټونو او سیمه‌ییزو ټولنو سره په ګډه هڅې روانې دي څو د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه خوندي شي او د هغوی د بقا لپاره مناسب چاپېریال برابر شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، د نړیوال چاپېریال ساتنې صندوق (GEF) او نورو شریکانو سره همکاري د دې لپاره مهمه ده چې د پړانګانو د ژوند سیمې خوندي شي او د ساتنې لپاره دوامداره مالي سرچینې رامنځته شي.

یاده اداره زیاتوي چې د چاپېریال ساتنې د نوو مالي میکانیزمونو جوړول کولی شي د هغو هېوادونو ملاتړ وکړي چې د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه پکې موجود دي، څو د دغه نایابه وحشي ژوي د بقا اوږدمهاله تضمین وشي.

معلومات ښيي چې پړانګان د افغانستان په ځینو شمالي او شمال‌ختیځو سیمو کې موجود وو، په ځانګړي ډول د «کیسپین پړانګ» په نوم پېژندل شوی ډول، چې د مرکزي اسیا له سیمو څخه تر افغانستان، ایران او قفقاز پورې خپور و. خو دا ډول د شلمې پېړۍ په منځنیو لسیزو کې د ښکار، د استوګنځایونو د له منځه تلو او انساني فشارونو له امله لږ تر لږه له منځه تللی بلل کېږي.

اوس مهال په افغانستان کې د پړانګانو وحشي نفوس په نشت حساب دی او د هغوی د بېرته راژوندي کولو کوم رسمي پروګرام هم نه دی موجود.

همدا راز افغانستان لا هم د نورو نادرو وحشي ژوو لکه واورین پړانګ (Snow Leopard) او مارخور لپاره د مهمو طبیعي استوګنځایونو په توګه پېژندل کېږي، چې د هېواد د طبیعي ژوندي تنوع مهمه برخه جوړوي خو د دې طبعي ژوند د ژغورنې لپاره هغه ډول هڅې نشته چې څنګه په کار دي.

نیویارک ټایمز: ایران کې یوه ډله توندلاري هڅه کوي له امریکا سره خبرې اترې ګډې وډې کړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۱ GMT+۱

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې ایران کې یوه ډله توندلاري، سره له دې چې د هېواد رهبر له امریکا سره د مذاکراتو ملاتړ کوي، هڅه کوي د تهران او واشنګټن ترمنځ روانې خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي. ورته مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر دولتي ټلوېزیون نیوکه کړې چې مذاکرات ناکام ښيي.

د راپور له مخې، د ایراني توندلارو یوه اغېزناکه ډله هڅه کوي له امریکا سره روانې خبرې اترې ګډې وډې کړي، په داسې حال کې چې دواړه لوري احتمالي هوکړې ته تر بل هر وخت نږدې شوي دي.

راپور زیاتوي چې په پارلمان، دولتي رسنیو او د ملي امنیت په عالي شورا کې ځینې توندلاري څېرې، د ایران د رهبر له ملاتړ سره سره، د غونډو، رسنیزو کمپاینونو او سیاسي فشارونو له لارې واشنګټن ته د امتیاز ورکولو مخالفت کوي.

د دې ورځپاڼې په وینا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې وروستیو کې پر دولتي ټلوېزیون نیوکه کړې چې مذاکرات ناکام انځوروي او سیاسي اختلافات لا ژوروي، په داسې حال کې چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي له خوا له امریکا سره خبرې اترې لا هم روانې دي.

راپور د شنونکو او چارواکو له قوله لیکي چې توندلاری بهیر د لږکیو استازیتوب کوي، خو بیا هم د ایران د سیاسي جوړښت په ځینو برخو اود پلویانو ترمنځ نفوذ لري.

نیویارک ټایمز همداراز د توندلارو څېرو او د مذاکره کوونکي پلاوي د غړو ترمنځ د واشنګټن سره د خبرو اترو په اړه د اختلافاتو او کړکېچ خبر ورکړی دی.

د برېتانیا ځانګړو ځواکونو د افغانستان د عملیاتو د احتمالي سرغړونو څېړنه په چټکۍ تړل شوې

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۶ GMT+۱

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو « ایس اې ایس» د جګړې د جرمونو په اړه نوي خپاره شوي اسناد ښيي چې په افغانستان کې د دوی د عملیاتو پر مهال د احتمالي سرغړونو لومړنۍ داخلي څېړنه یوازې په یوه ورځ کې پای ته رسېدلې او تړل شوې.

د اسنادو د څېړنې د قضیې په اړه ویل شوي چې دا پلټنه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ د هغو عملیاتو پر مهال د شاوخوا ۸۰ افغانانو د وژل کېدو د ادعاوو په تړاو روانه ده، چې په ۲۰۲۳ کال کې د اوږدو قانوني شخړو او رسنیزو افشاګریو وروسته پیل شوې ده.
د اسنادو له مخې، د ځانګړو ځواکونو لوړپوړو چارواکو څو ځله هغه راپورونه له پامه غورځولي چې پکې ویل شوي وو بې‌وسلې افغانان د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي. په ځینو پېښو کې د ترلاسه شویو وسلو شمېر د وژل شویو کسانو له شمېر څخه کم ښودل شوی دی.

په خپرو شويو اسنادو کې د یوې پېښې یادونه هم شوې چې په ۲۰۱۱ کال کې پکې یو ۱۵ کلن هلک وژل شوی و. د راپور له مخې، دا موضوع د ځواکونو د حقوقي سلاکارانو تر کچې رسېدلې وه.

د اسنادو په اړه ویل شوي چې د ملکي افغانانو د احتمالي ناقانونه وژنو راپورونه د کلونو لپاره یوازې اوازې بلل کېدې او د پلټنې لپاره پوځي پولیسو ته نه سپارل کېدل.
شنونکي وايي، د دې اسنادو خپرېدل ښيي چې د برېتانیا دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو د پټ ساتلو او د هغوی د نوم د خوندي کولو هڅې کړې دي، خو لا هم د قربانیانو کورنۍ د عدالت غوښتنه کوي.