بلوچستان یوالي کمیټه:د بلوچستان په اواران ولسوالۍ کې ګرځبندیز د ولسي ژوند سخت اغېز کړی

د بلوچستان د اواران ولسوالۍ په مشکې سیمه کې له تېرو شپږو ورځو راهیسې لګول شوی ګرځبندیز د سیمې د اوسېدونکو ورځنی ژوند په جدي ډول اغېزمن کړی دی. د بلوچ یوالي کمیټې په وینا، دغه محدودیت د خلکو تګ راتګ سخت کړی او ګڼ اوسېدونکي یې په کورونو کې بند پاتې دي.
کمیټه وایي چې خلکو ته د ازاد تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، چې له امله یې عام وګړي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په وینا، حتی د اختر په ورځو کې هم خلکو ته د قربانۍ لپاره د څارویو د پېرلو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې دا کار د خلکو پر مذهبي او ټولنیزو فعالیتونو مستقیم اغېز ښيي.
په راپور کې ویل شوي چې د ګرځبندیز له امله ښوونځي تړل شوي او د زدهکوونکو تعلیمي بهیر سخت زیانمن شوی دی.
همدارنګه، د روغتیايي مرکزونو په اړه ویل کېږي چې ناروغان او د هغوی خپلوان د امنیتي ځواکونو له لوري له پرلهپسې مزاحمتونو او ستونزو سره مخ دي، چې دا وضعیت د ناروغانو جسمي درد لا زیاتوي او هغوی له سخت رواني فشار سره مخ کوي.
کمیټه ټینګار کوي چې روغتیا او زدهکړه بنسټیز بشري حقونه دي او د دې حقونو محدودول د دولتي فشار او د بشري حقونو د سرغړونې ښکاره بېلګه ګڼل کېږي.
بلوچ یوالي کمیټې له ملي او نړیوالو بشري حقونو سازمانونو غوښتنه کړې چې په مشکي او د بلوچستان په نورو سیمو کې د روان ګرځبندیز موضوع جدي وڅېړي، او د ولس د اساسي حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
