• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې وروستۍ جګړې د میلیونونو ایرانیانو په ګډون افغانان هم اغېزمن کړې دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګلنډ ویلي، چې په ایران کې د وروستۍ جګړې له امله د میلیونونو ایرانیانو او مېشتو افغان کډوالو ژوند سخت ځپل شوی او بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي.

جان اېګلنډ ایران ته له سفر وروسته، د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹مه پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران مهمو او حیاتي ملکي بنسټونو ته سخت زیان رسېدلی، چې له امله یې بشري اړتیاوې لا پسې ژورې او ډېرې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان د خپلو کورونو پېښودو ته اړ شوي او بې‌ځایه شوي دي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا د جګړې له امله د تېښتې لاره نه لرله او هوايي بریدونو ته په نږدې سیمو کې بند پاتې وو.

د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړې، چې پر ایران په بریدونو کې تر اوسه زرګونه کسان مړ یا ټپیان شوي او همدارنګه ۱۷ میلیونه زده‌کووکي په حضوري ډول ښوونځو ته له تګ څخه بې‌برخې شوي دي.

جان اېګلنډ ویلي، هڅه کوي چې په ایران کې به د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مرستې وکړي، خو د بودیجې د کمښت له امله تر سخت فشار لاندې دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران سمندري محاصره لا هم دوام لري

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ په سنګاپور کې د شانګري‌لا د ناستې په څنډه کې ویلي، چې د ایران د سوېلي بندرونو او ساحلونو سمندري محاصره لا هم په کلکه دوام لري او د هرمز تنګی زموږ په واک کې دی.

د امریکا د دفاع وزیر په‌ خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د هرمز تنګی باید د نړۍ د ټولو هېوادونو د سوداګریزو او ټرانزیټي بېړیو پر مخ پرانیستی واوسي او هېڅ هېواد ته به اجازه ورنکړل شي چې له دغې لارې څخه د تېرېدونکو بېړیو څخه کوم محصول یا باج ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا، د امریکا ځواکونه به په سیمه کې د ازاد تګ راتګ د خوندیتوب لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د عدلیې وزیر د مدافع وکیلانو رییس په ازموینه کې د فساد له امله منفک کړی دی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست رییس مولوي جان محمد طلحه په یوه ازموینه کې د فساد له امله له خپلې دندې منفک کړی دی. د سرچینو په وینا، یاد طالب د وکالت د جوازونو د ازموینې پوښتنې افشا کړې وې.

د طالبانو باوري سرچینو نن شنبه د غبرګولي ۹مه وویل، چې د عدلیې وزارت اړوند د مدافع وکیلانو ریاست د تېرې غوايي میاشتې پر ۱۸مه نېټه د دفاع وکالت د جوازونو له غوښتونکو څخه په یاد وزارت کې ازموینه اخیستې وه. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ریاست رییس مولوي جان محمد طلحه د ازموینې پوښتنې له خپلو ځینو کسانو سره شریکې کړې وې او د ازموینې له پیلېدو څخه وړاندې سوالونه وېشل شوي وو.

طالبانو د عدلیې وزارت تروسه د مدافع وکیلانو ریاست رییس مولوي جان محمد طلحه د منفک کېدو په تړاو تروسه سه نه دي ویلي.

یو شمېر مدافع وکیلانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د رییس لوري پر خپلو ملګرو یا هم د طالبانو پر غړو د ازموینې د پوښتونو وېشل کېدو سره غواړي، داسې کسان د مدافع وکلات جوازونه ترلاسه کړي چې یوازې د دوی د ډلې غړیتوب ولري.

د طالبانو د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې د مدافع وکیلانو ریاست رییس مولوي جان محمد طالحه د یاد وزارت د وزیر پر وړاندې او د طالبانو د رییس الوزرا ملاحسن اخوند په منظوری شاوخوا ۵ میاشتې وړاندې په دې دنده ګمارل شوی و.

مولوي جان محمد طالحه له دې وړاندې په عدلیې وزارت د د حقوقي مرستو ریاست رییس په توګه کار کاوه.

د طالبانو په ادارو کې د اداري او مالي فساد شتون کومه نوې خبره نه ده خو دا ډله تر ډېره هڅه کوي چې د خپلې ډلې په فساد کې ککړ مسوولینو دوسیې پټې وساتي.

د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره یاده ډله په څرګند ډول په ادارو کې هغه کسان ګماري چې ددې ډلې غړیتوب او د تصفیې کمېسیون تایدي ولري.

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزیر له مسکو څخه له راستنېدو وروسته د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، چې نور به پاکستان هېڅکله د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي. محمد یعقوب مجاهد وویل، چې د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي همکاریو د تړون عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد نن د شنبې په ورځ، د غبرګولي ۹مه د کابل په هوايي ډګر کې مسکو ته خپل سفر خورا بریالی وباله او له روسیې سره یې د «پوځي او تخنیکي» همکاریو د هوکړه‌لیک جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

په ورته مهال نوموړي ټینګار وکړ چې دا تړون د دفاعي-امنیت تړون نه دی او باید د هېوادونو لپاره د اندېښنې لامل نه وي.

هغه وویل چې دا تړون یوازې د روسیې جوړو شویو وسلو د بیارغونې او ساتنې لپاره دی: «تاسو ګورئ چې په افغانستان کې ډیری روسي وسلې شتون لري په شمول د چورلکو او الوتکو چې ترمیم ته اړتیا لري. موږ اړ یو چې له هغو هیوادونو سره تړونونه لاسلیک کړو چې دا وسلې یې جوړې کړې ترڅو موږ وکولی شو دا تجهیزات په سمه توګه وکاروو».

له امریکا سره هوکړه کوو

مجاهد د خپلې وینا په یوه بله برخه کې هڅه وکړه چې د تړون په اړه نړیوال حساسیتونه کم کړي. هغه روښانه کړه چې دا سند هیڅ هېواد ته ګواښ یا خطر نه رامینځته کوي، بلکې د سیمه ایز امنیت ډاډمن کولو کې مرسته کوي.

نوموړي ان د واشنګټن سره د همکارۍ امکان هم یاد کړ او زیاته یې کړه:«موږ کولی شو له امریکا سره هم داسې تړونونه ولرو؛ ځکه دلته د هغوی هم ډېري وسسلې پاتې شوې دي».

د طالبانو د دفاع وزیر ټینګار وکړ چې افغانستان د هوایي دفاع سیستم ته اړتیا لري او طالبان به په راتلونکي کې دا و ارزوي چې یاد سیستم له کومو هیوادونو څخه وارد کړي.

مجاهد زیاته کړه چې له روسیې سره د دغه هوکړه‌لیک د پلي کېدو بهیر به ډېر ژر پیل شي.

د پاکستان اندیښنو ته ځواب

د طالبانو د دفاع وزیر په څرګنده توګه د کابل د وروستیو اقداماتو په اړه د اسلام اباد غوسې او اندېښنې ته اشاره وکړه ویې ویل چې دا تړون د پاکستان لپاره د اندېښنې سرچینه ګرځیدلې ده.

هغه په ​​خبرداري سره زیاته کړه: «موږ به په نږدې راتلونکي کې هڅه وکړو چې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره باندې د برید جرئت ونکړي»

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان د پوځ راکټي او هوایي بریدونو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې کړې دي.

څارونکي وايي چې طالبان سره له دې چې له روسیې سره تخنیکي تړون لاسلیک کړی، هڅه کوي چې ځان خپلواک وښيي.

اوکراین د روسیې په سوېل کې د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د روسیې د سوېل د روستوف او کراسنودار سیمو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې اوکرایني بې‌پيلوټه الوتکو تېره شپه د روسیې په تاګانروګ بندر کې د تېلو یو ټانکر ویشتلی او د دغه هېواد د ارماویر ښار په یوه بله برخه کې یې د تېلو یوه زېرمه هم په نښه کړې ده.

د روستوف سیمې والي یوري سلیوسار د شنبې په ورځ، په‌خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي، چې د تاګانروګ بندر پر ټانکر لګېدلی اور په بشپړ ډول مړ شوی دی. دغه ښار چې شاوخوا ۲۴۰ زره نفوس لري، چارواکو پکې د تېلو د تویېدو یا د سمندر د ککړېدو راپور نه دی ورکړی، خو د والي په وینا په‌دې برید کې دوه کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د دغه ښار ښاروالې سویټلانا کامبولوا ویلي، چې په سیمه کې د مې پر ۲۷مه نېټه لګول شوی سیمه‌ییز بېړنی حالت د دغو پېښو له امله نور هم غځول شوی دی.

بل لور ته، په ګاونډي ولایت کراسنودار کې د ارماویر» ښار سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ښار په صنعتي زون کې د تېلو په یوه ډیپو کې لګېدلی اور اوسمهال تر کنټرول لاندې راوړل شوی او په‌ دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

د روستوف والي یوري سلیوسار زیاته کړې، چې د دغه ولایت په کچه نږدې ۵۰ اوکرایني بې‌پيلوټه الوتکې د دفاعي ځواکونو له لوري رانسکورې شوې دي. د دغو بریدونو راپورونه په ټوله ولایت کې ورکړل شوي دي؛ دا هغه ولایت دی چې د اوکراین له ډونباس سیمې سره ګډه پوله لري او اوسمهال د روسیې او اوکراین ترمنځ د سختو جګړو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

د مونیخ هوايي ډګر د شکمنې بې پیلوټه الوتکې د لیدلو له امله تړل شوی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د جرمني مونیخ هوايي ډګر وروسته له هغه چې د ډرون (بې‌پيلوټه الوتکې) د لیدل کېدو خبر ورکړل شو، خپلې دواړه ځغاستلیکې وتړلې.

د المان د فدرالي پولیسو ویاند ویلي چې یو پیلوټ د شکمن فعالیت راپور ورکړی و.

د الماني رسنۍ فوکس انلاین د راپور له مخې، هوايي ډګر د څو ساعتونو لپاره تړل شوی او چورلکې د ډرون د موندلو په لټه کې دي.

د چارواکو په وینا، وضعیت تر اوسه لا روښانه نه دی.