ذبیحالله مجاهد وویل: «په زندانونو کې هېڅ شکنجه نشته او دا عمل په بشپړ ډول منع دی. زموږ د قوانینو له مخې د نیول کېدو له مرحلې څخه تر توقیف او خوشې کېدو پورې پر هېڅ چا شکنجه نه پلي کېږي.»
د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګلنډ ویلي، چې په ایران کې د وروستۍ جګړې له امله د میلیونونو ایرانیانو او مېشتو افغان کډوالو ژوند سخت ځپل شوی او بشري اړتیاوې زیاتې شوې دي.
جان اېګلنډ ایران ته له سفر وروسته، د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۹مه پر خپل اېکسپاڼه لیکلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د ایران مهمو او حیاتي ملکي بنسټونو ته سخت زیان رسېدلی، چې له امله یې بشري اړتیاوې لا پسې ژورې او ډېرې شوې دي.
نوموړي ویلي، چې د ایراني کورنیو او افغان کډوالو په ګډون شاوخوا ۳،۲ میلیونه کسان د خپلو کورونو پېښودو ته اړ شوي او بېځایه شوي دي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا د جګړې له امله د تېښتې لاره نه لرله او هوايي بریدونو ته په نږدې سیمو کې بند پاتې وو.
د ناروې د کډوالو شورا مشر زیاته کړې، چې پر ایران په بریدونو کې تر اوسه زرګونه کسان مړ یا ټپیان شوي او همدارنګه ۱۷ میلیونه زدهکووکي په حضوري ډول ښوونځو ته له تګ څخه بېبرخې شوي دي.
جان اېګلنډ ویلي، هڅه کوي چې په ایران کې به د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې مرستې وکړي، خو د بودیجې د کمښت له امله تر سخت فشار لاندې دي.