• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: افغانستان د درملو ۳۸ سلنه اړتیا له کورنیو تولیداتو پوره کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱

طالبان وایي، د دوی د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هغې پرېکړې له عملي کېدو وروسته چې له مخې یې له پاکستان څخه د درملو واردات محدود شوي، په افغانستان کې د درملو کورنی تولید د پام وړ زیات شوی دی.

د درملو تولیدوونکو شرکتونو مسولان وايي چې اوس مهال افغانستان کولای شي د خپلو اړتیاوو شاوخوا ۳۸ سلنه درمل په کور دننه تولید کړي. د دوی په وینا، د کورنیو فابریکو تولیدات د منلو وړ کیفیت لري او د بازار اړتیاوې تر یوه بریده پوره کوي.

د اسیانور فارما د تولیدي څانګې ریس ضیاالدین مایار، ویلي چې کورني شرکتونه دا مهال د هېواد د درملو د اړتیا ۳۸ سلنه تولیدوي. د هغه په وینا دغه تولید له ۲۵تر ۳۸سلنې رسېدلې دی. نوموړي ټینګار کړی چې تولیدېدونکي درمل له کیفیتي معیارونو سره سم جوړېږي.

د روغتیايي سکټور یو شمېر متخصصینو هم د دغو درملو د کیفیت په اړه ډاډ څرګند کړی دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په افغانستان کې د درملو او روغتیايي توکو د تولید ۱۳۵ فابریکې فعالیت لري، چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له محدودېدو وروسته افغانستان د نورو توکو ترڅنګ له ګڼو اسیایي هېوادونو څخه د درملو واردات هم زیات کړي دي. همدارنګه، د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارماسینټېز» اعلان کړی چې له طالبانو سره یې هوکړه کړې او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي
۱

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

څانګه صدیقي: د افغان ښځو لپاره د هالند پرېکړه د طالبانو جنسیتي تبعیض په رسمیت پېژني

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۳۵ GMT+۱

په هالند کې مېشتې افغان‌الاصله حقوقي او سیاسي فعالې څانګې صدیقي د هالند هغه پرېکړه ستایلې چې له مخې یې افغان ښځو ته د پناه او ملاتړ زمینه برابریږي.

مېرمن صدیقي ویلي، د هالند دغه پرېکړه د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د روانو محدودیتونو، ځورونو او جنسیتي تبعیض د واقعیت په رسمیت پېژندل دي. د هغې په وینا، افغان ښځې د امنیت، کرامت او د خپلو بنسټیزو حقونو د خونديتوب مستحقې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هالند د کډوالو وزارت اعلان کړی، هغه افغان ښځې چې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنه کوي، د نوي سیاست له مخې به په ډېرو مواردو کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړي.

هالند دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د افغان ښځو د سختو او اندېښمنو شرایطو په اړه خبرداری ورکړل شو او د هغوی پر وړاندې د محدودیتونو او تبعیضي چلند په اړه اندېښنې زیاتې شوې.

د پښتو ملي ورځ؛ اتمر د ژبې د پراختیا لپاره د ملي تعهد د نوي کولو غوښتنه وکړه

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر، د پښتو ملي ورځې په مناسبت ویلي چې د دې ورځې نمانځنه باید د پښتو ژبې د پراختیا، ودې او علمي څېړنو لپاره د ملي ژمنتیا د نوي کولو په ارزښتمن فرصت بدله شي.

اتمر په خپله ایکس‌پاڼه کې د پښتو ملي ورځې مبارکي ورکړې او ویې ویل چې پښتو ژبې د هېواد د نورو ملي او بومي ژبو ترڅنګ، د افغانانو په هویتي بنسټونو کې مهم رول لوبولی او د هېواد د ګډ فرهنګ، ادب او تمدن په بډاینې کې یې ستره ونډه اخیستې ده.

هغه همداراز زیاته کړې چې پښتو ژبې د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان د خلکو په ملي یووالي او ازادۍ غوښتونکو مبارزو کې هم دوامدار او اغېزناک رول ادا کړی دی.

اتمر زیاته کړې: «د دې ژبې د ورځې نمانځنه باید د پښتو ژبې د انکشاف، پراختیا او علمي څېړنو په برخه کې د ملي تعهد د نوي کولو لپاره یو ارزښتمن فرصت وګرځي، څو له نورو خوږو ملي ژبو سره په همغږۍ او ګډ پرمختګ کې لا نوره وده وکړي.»

نوموړي د افغانستان ملت، د پښتو ژبې لیکوالان، ویناوال او د دې تاریخي ژبې پالونکي د پښتو ملي ورځې په مناسبت مبارک بللي او د ژبني او ملي یووالي پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی.

څېړنه: د هوا ککړتیا د ماشومانو د سږو وده ورو کوي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۲ GMT+۱

د بریتانیا د لېسټر پوهنتون څېړونکو موندلې چې د ککړې هوا تنفس کول د ماشومانو د سږو وده ورو کولی شي او اغېزې یې ان د ځوانۍ تر لومړیو کلونو پورې دوام مومي. په دې څېړنه کې له وخت مخکې زېږون، د مور شیدې، د والدینو له‌خوا د تنباکو کارول او د کور چاپېریالي شرایط لکه رطوبت هم ارزول شوي.

ساینسپوهانو د څه باندې پنځه زرو هغو کسانو د سږو فعالیت څېړلی چې د ۱۹۹۰مې لسیزې پر مهال د بریسټول ښار او شاوخوا سیمو کې زېږېدلي وو.

د «نویمې لسیزې ماشومان» په نوم د دې ډلې روغتیایي وضعیت له زېږون څخه تر ځوانۍ پورې څارل شوی او د دوی د سږو فعالیت په اته، پنځلس او بیا څلېرویشت کلنۍ کې اندازه شوی دی؛ هغه عمر چې عموماً سږي باید خپل اعظمي ظرفیت ته رسېدلي وي.

څېړونکو د امیندوارۍ د هرې درې میاشتنۍ دورې او همدارنګه د ماشومتوب د لومړنیو کلونو په هر پړاو کې د هوا له ککړتیا سره د ماشومانو د مخامخ کېدو اندازه محاسبه کړې ده. په دې کې معلقې ذرې او نایتروجن ډای اکساید هم شامل وو؛ هغه ګاز چې تر ډېره د ډیزلي موټرو او فوسیلي سونګ د تودوخې له سیستمونو څخه خپرېږي.

د څېړنې پایلو وښودله، چې امیندوارۍ، زیږون او د ماشومتوب په لومړیو پړاوونو کې د هوا له ککړتیا سره مخامخ کېدل د سږو وده تر ځوانۍ پورې ورو کولی شي. د دې اغېزو تر ټولو ډېر اغېز د ځوانۍ په دوره کې لیدل شوی، ځکه په همدې پړاو کې د سږو وده تر ټولو چټکه وي.

انا هینسل، چې د دې څېړنې مشري یې کوله، وویل: «د هوا د ککړتیا د اغېزو ډېری شواهد د لویانو او یا د امیندوارۍ له دورې سره تړاو لري، خو موږ باور لرو، چې دا ککړتیا د ماشومانو د سږو پر ودې او بشپړېدو هم مستقیم اغېز لري».

نوموړې زیاته کړه: «هغه کسان چې سږي یې په ماشومتوب کې خپل بشپړ ظرفیت ته نه‌رسېږي، په راتلونکي کې د تنفسي ناروغیو پر وړاندې ډېر زیانمن وي، ځکه د تنفس ذخیره یې کمه وي. دغه راز دوی د نورو روغتیایي ستونزو له زیات خطر سره هم مخامخ وي».

د نوموړې په وینا، نورو څېړنو هم ښودلې چې د هوا ککړتیا د سږو روغتیا زیانمنوي او دا چاره د زړه د ناروغیو خطر هم زیاتوي.

انا هینسل وویل: «موږ کلونه وخت ولګاوه څو د امیندوارۍ او د ژوند د لومړیو کلونو لپاره د معلقو ذراتو د ککړتیا دقیق اټکلونه برابر کړو، چې په‌کې د بریسټول ښار د ټرافیکي معلوماتو کارول هم شامل وو؛ هغه معلومات چې په ملي ډیټابېسونو کې موجود نه وو».

تر دې وړاندې یوې بلې څېړنې هم ښودلې وه، چې د هوا ککړتیا د ختیځ لندن د ماشومانو د سږو وده کمه کړې ده. په هغې څېړنه کې د نهو کلنو ماشومانو د سږو اندازه په اوسط ډول له طبیعي کچې څخه له ۹۰ تر ۱۰۰ میلی‌لیټرو پورې کمه وه، چې د دوو هګیو د حجم معادل ګڼل کېږي.

په سوېډن کې ترسره شویو څېړنو هم ښودلې، چې د هوا د کیفیت له ښه کېدو سره د ماشومانو د سږو وده ښه شوې ده. څېړونکي باور لري، چې د هوا د ککړتیا کمېدل ښايي د بریسټول د ماشومانو د سږو وده هم له طبیعي حالت سره نږدې کړې وي.

نبيل: پر بندي ښځو د جنسي تېري راپورونو د طالبانو ان دیني مشروعیت هم تر پوښتنو لاندې راوستی

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په غبرګون کې چې په افغانستان کې طالبانو له ۲۱ ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی او ان پرې جنسي تېری یې کړی ویلي، دا راپور د طالبانو دیني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي.

رحمت‌الله نبیل د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۸مه) په خپله اېکس پاڼه وویل: «که د ملګرو ملتونو دغه راپورونه رښتیا وي چې په افغانستان کې پر زندانی ښځو جنسي تېری شوی، نو دا نور نه یوه عادي پېښه ده او نه هم د څو کسانو شخصي تېروتنه؛ بلکې داسې تورونه دي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو اخلاقي، ديني او انساني مشروعیت لا نور هم تر جدي پوښتنې لاندې راولي».

رحمت الله نبيل دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یوناما د راپور له مخې؛ په دغو پېښو کې جنسي تېری، ډله‌ییز جنسي تېری، جبري ودونه او په جبري توګه د ښځو بربنډول شامل دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۵ کال پرمهال د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې ترسره شوې دي.

رحمت‌الله نبیل زیاته کړې: «نن د طالبانو د مشرانو په وړاندې یوه اساسي پوښتنه ولاړه ده: که دا راپورونه دروغ وي، نو ولې له خپلواکو، شفافو او بې پرې څېړنو وېرېږئ؟ ولې زندانونه او توقیف ځایونه د نړیوالو حقیقت موندونکو پلاوو پر مخ تړلي دي؟»

نبیل د طالبانو د مشرانو د واک او مسووليتونو په اړه وويل: «د طالبانو مشران نه‌شي کولای چې ټول واک په خپل لاس کې وساتي، خو کله چې د داسې درنو تورونو خبره راشي، ځانونه بې مسوولیته وښيي».

هغه زیاته کړې، دغه پوښتنه يوازې له طالبانو څخه نه، «له هغو علماوو هم ده، چې هره ورځ پر منبرونو د حلال او حرام، زکات او سوقات، مسواک او ږیرې په اړه خبرې کوي، خو د داسې درنو تورونو په وړاندې چوپ پاتې دي».

نوموړي همداراز څرګنده کړه: « د ظلم په وړاندې چوپتیا بې طرفي نه‌ده؛ بلکې له اخلاقي، ديني او انساني مسوولیت څخه تېښته ده».

طالبانو لا تر اوسه د یوناما دغه راپور او د رحمت‌الله نبیل څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

هالنډ د افغان ښځو لپاره د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط اسانه کړل

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د هالنډ «اېن‌اېل ټایمز» رسنۍ راپور ورکړی، چې افغان ښځې او نجونې به له دې وروسته په ډېرو مواردو کې د استوګنې د اجازې د ترلاسه کولو وړ وبلل شي.

د هالنډ د پناه غوښتنې چارو وزیر ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د وضعیت د لا خرابېدو له امله افغان ښځې «په نږدې ټولو مواردو» کې په هالنډ کې د استوګنې د ترلاسه کولو شرایط پوره کوي.

د هالند د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیر بارت فان دن برېنک د افغانستان د پناه غوښتنې د دوسیو اړوند تګلاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د نوي راپور له ترلاسه کولو وروسته بدله کړې ده.

په دغه راپور کې، چې د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۵ کال تر اکتوبر پورې موده رانغاړي، ویل شوي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حالت ډېر خراب شوی دی.

د «اېن‌اېل ټایمز» د راپور له مخې، د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د طالبانو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د ښځو د تګ راتګ ازادي او د هغوی د ټولنیز او تعلیمي ژوند فرصتونه لا زیات محدود کړي دي.

هالنډي چارواکي وايي، دا بدلون په دې معنا دی، چې د افغان ښځو د پناه غوښتنې دوسیې به د د خوندینې په موخه له پراخ لیدلوري وارزول شي او د هغوی د غوښتنلیکونو د منل کېدو احتمال به ډېر شي.

د رسمي شمېرو له‌مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په هالنډ کې د افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۷۶۰ ته رسېدلي، چې د تېرو کلونو پرتله زیاتوالی ښيي.

دغه نوې پرېکړه داسې مهال شوې، چې تر دې وړاندې د هالنډ د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزارت د یو شمېر افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي وو او ویلي یې وو، سره له دې چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګېدلي، خو د اوسني سیاست د بدلون لپاره کافي دلیل نه‌شته.