د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ ځايي خلک وايي چې د دې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې نامعلومو کسانو د تحریک طالبان پاکستان تبلیغاتي توکي وېشلي چې د دې ډلې د مشر مفتي نور ولي مسید د اختر پیغام هم پکې شامل دی.
د باجوړ یوه قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې تېره شپه ناوخته د باجوړ په مرکز خار تحصیل کې پر دېوالونو د ټي ټي پي د مشر لیکلي پیغامونه نښلول شوي دي.
په دغو پیغامونو کې د ټي ټي پي د مشر د اختر پیغام هم شامل دی چې د هغه له انځور سره خپور شوی دی.
ځینې ځايي سرچینې وايي چې دا لیکلي توکي د خار تحصیل د عیدګاه او شاوخوا ځینو نورو جوماتونو پر دېوالونو نښلول شوي وو او نن سهار چې کله ځايي خلک د اختر د لمانځه لپاره جوماتونو ته لاړل، نو پمفلټونه پر دېوالونو نښلول شوي لیدل کېدل.
د باجوړ د پولیسو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط تر دې حده تایید کړه چې د خار تحصیل په ځینو سیمو کې د تېرې شپې په تیاره کې نامعلومو کسانو د ټي ټي پي توکي پر جوماتونو او دېوالونو نښلولي دي.
بلخوا له شمالي وزیرستان څخه هم راپورونه وايي چې هلته هم د ټي ټي پي د مشر د اختر پیغام او د ځینو نورو وسله والو ډلو لیکلي پیغامونه پر دېوالونو نښلول شوي او په عامو خلکو کې وېشل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د ټي ټي پي د مشر له خوا هر کال د اخترونو په مناسبت پیغام خپرېږي چې د ټي ټي پي د رسمي رسنۍ عمر میډیا له خوا پر بېلابېلو ټولنیزو رسنیو خپرېږي.
سږ کال هم د ټي ټي پي په درې مخیز پیغام کې له خلکو غوښتل شوي چې د حکومت پر ضد راپورته شي. ټي ټي پي د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی، خو د ټي ټي پي جنګیالیو ته لارښوونه شوې چې که د امنیتي ادارو له خوا پر دوی برید وشي، نو دوی دې هم «غاښ ماتوونکی» ځواب ورکړي.