د خیبر پښتونخوا په دره ادم خېل کې پوځي عملیات؛ ۱۳ وسلهوال وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په دره ادم خېل سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په یادو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳ وسلهوال وژل شوي دي. ویل کیږي چې دغلته پوځي عملیات لا هم روان دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، یوازې د عملیاتو په دویمه ورځ اته تنه وسلهوال وژل شوي، چې پکې د تحریک طالبان پاکستان اړوند د طارق ګېدړ ډلې دوه افغان غړي هم شامل دي.
راپورونه وايي، دغه عملیات د وسلهوالو د موجودیت د معلوماتو له ترلاسه کېدو وروسته پیل شوي او سیمه بشپړه توګه کلابنده شوې ده.
چارواکي وايي، وژل شوي کسان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي او د نورو کسانو د پېژندنې هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې دره ادم خېل په تېرو کلونو کې د وسلهوالو فعالیتونو او امنیتي عملیاتو مهمه سیمه پاتې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګرۍ د پېښو د زیاتېدو اندېښنه ښيي او پر افغان طالبانو غږ کوي چې د خپلو خاورو څخه د وسلهوالو ډلو حضور پای ته ورسوي.
خو افغان طالبان بیا دا ادعا ردوي او وايي چې ترهګري د پاکستان کورنۍ ستونزه ده
