طالبانو په بغلان کې د ډبرو سکرو د تازه کشف شوي کان د استخراج پیلولو خبر ورکړی

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو مسوولان وايي، د بغلان ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له یوه تازه کشف شوي کان څخه د سکرو د استخراج چارې پیل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو مسوولان وايي، د بغلان ولایت په تاله برفک ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو له یوه تازه کشف شوي کان څخه د سکرو د استخراج چارې پیل شوې دي.
رپوټونه وايي، چې د دې کان د استخراج له پیل کېدو سره به شاوخوا ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي .

د طالبانو د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د امربالمعروف امریت محتسبانو د سردې بند تفریحي سیمې ته ورغلو سېلانیانو سخه دریاوې او ځینې نور تفریحي توکي اخیستي دي. ځینو سېلانیانو ویلي، چې طالبانو دې سیمې ته د اختر په ورځو کو د مېرمنو د ورتګ مخه هم نیولې وه.
د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو امریت نن یکشنبه د غبرګولي پر ۱۰مه ویلي، چې دا توکي د بند سردې د عمومي مسلم پارک دننه له سېلانیانو نیول شوي دي.
طالبانو په دې پارک کې ۱۴ دریاوې، ۸ ام پي تري او د لاډو لوبې اړوند توکي نیولي دي.
په همدې حال کې ځینو افغانانو نیوکې کړې چې له ولایتونو ورغلي ښځینه سېلانیانې بند ته نه دي پرېښودل شوې.
په پنجشیر کې د طالب مسوولینو په خبره، شاوخوا ۸۸ زره سیلانیان د دغه ولایت شنو او تفریحي سیمو ته د تفریح لپاره ورغلي وو.
د یادو ادارو په وینا، سیلانیانو د کاپیسا ولایت د صیاد، ریګ روان غر، د غوث درې ابشار او کوهبند ولسوالۍ او د پنجشیر ولایت له تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې په پلازمېنه او ولایتونو کې تفریحي سیمو او پارکونو ته د کورنیو او ښځو پر ورتګ محدودیتونه لګولي دي. د دوی د مقرراتو له مخې، یوازې نارینه اجازه لري چې له دغو تفریحي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
کابل ښاروالی ویلي، چې د عرفې د ورځې او لوی اختر په دریو ورځو کې یې د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه ۴۶۵۳ ټنه خځلې راټولې کړې دي. ښاروالۍ له ښاریانو څخه د ښار په پاک ساتلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۰مه ویلي، چې د تنظیف مامورینو د غبرګولي میاشتې له پنځمې تر اتمې نېټې پورې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې ۴۶۵۳ ټنه کثافات راټول کړي اوپه ځانګړو وسایطو کې یې له ښار څخه لرې د ګزک سیمې ته لېږدولي دي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کړې، چې د ښار د پاکوالي، ښکلا او ټولنیز نظم په ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اختر په ورځو کې په ځانګړې توګه د لوی اختر په ورځو کې ډېری کسان خځلې او د قربانیو پاتې شوني له کومې پاملرنې پرته په غیر مناسبو ځایونو کې پرېږدي.
نړیوالو سازمانونو د افغانستان د استوګنې چاپیریال په اړه په دې وروستیو کې اندېښنې ښودلې، چې ښايي د کافي بودجې په نشتوالي کې له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي.
د اقلیمي او نورو چاپیریالي ستونزو ترڅنګ، د کثافاتو مدیریت هم د افغانستان د ښارونو او استوګنې چاپیریال تر ټولو ستره ستونزه ګڼل کیږي او د طالبانو په واک ته رسېدو سره دغه ستونزه لا ډېره شوې ده.
د جرمني د تورینګن ایالت په زونبرګ ښار کې یو۳۳ کلن افغان پناه غوښتونکی، چې څو اونۍ وړاندې یې په وسپنیزې میلې پر پولیسو او یوې هټۍ برید کړی و، محکمې ته وړاندې کېږي.
څارنوالۍ د نوموړي پر ضد پر پولیسو د برید، د هغوی پر وړاندې د مقاومت، بدني زیان رسونې، د عامه او شخصي شتمنیو د تخریب، ګواښ، درغلۍ، غلا او نورو جرمونو تورونه ثبت کړي دي.
د پېښې له مخې، دغه افغان د اپرېل په لسمه نېټه د زونبرګ ښار په مرکز کې پر یوې هټۍ په وسپنیزې میلې برید کړی او د هټۍ ښیښې او دروازې یې ماتې کړې وې. وروسته چې پولیس د هغه د نیولو لپاره سیمې ته ورسېدل، نوموړي پر یوه پولیس هم د برید هڅه وکړه او نږدې و چې پر هغه د وسپنیزې میلې ګوزار وکړي.
پولیسو په پای کې پر هغه مرچ سپرۍ وکاروله او ویې نیوه.
راپورونه وايي، چې نوموړي له دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم د یوې غلا پر مهال پر پولیسو برید کړی و او یو پولیس یې ټپي کړی و. تر هغه وروسته نوموړی د رواني درملنې یوې ادارې ته لېږدول شوی و، خو لږ وخت وروسته بېرته خوشې شوی و.
اوس مهال لا روښانه نه ده چې محکمه به نوموړي ته د بند سزا ورکړي او که به یې د رواني درملنې ځانګړي مرکز ته واستوي. همدارنګه د هغه د استوګنې او پناه غوښتنې د وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه هم نه ده شوې.
د جرمني د کډوالو ادارې د پخوانۍ پرېکړې له مخې، نوموړی افغانستان ته نه شي استول کېدای، ځکه د هغه لپاره په خپل هېواد کې د ژوند او امنیت جدي خطر دی. خو د تورینګن د عدلیې چارواکو غوښتنه کړې چې د نوموړي د اخراج د مخنیوي موضوع له سره وڅېړل شي.
ټاکل شوې ده چې د دې قضیې اورېدنه د جون پر درېیمه نېټه د زونبرګ په محکمه کې پیل شي.
د افغانستان د اتومي انرژۍ په اداره کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ادارې کارکوونکو ته طالبانو شرایط سخت کړي دي. طالبانو په دې اداره کې د ارشاد او دعوت یو ریاست هم فعال کړی او دفتر یې هم له پخواني ځای څخه لېږدولی دی.
افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو اسنادو له مخې، دمګړۍ په دې اداره کې د کیمیاوي ټکنالوژۍ او رادیو اکتیف موادو ریاست، د هستوي تطبیقاتو ریاست او د اتومي وسلو او ډرونونو جوړولو برخې فعالي دي.
طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ اداره د کابل نوي سرک ته نژدې د جلب او جذب قوماندانۍ ته انتقال کړې ده او اوس مهال په دې اداره کې شاوخوا څلور سوه کسان کار کوي.
په دې اداره کې د کمپیوټر ساینس تر څنګ د ارشاد او دعوت ریاست هم فعال شوی دی.
د دې ادارې یوه چارواکي، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کړې، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې هر کارکوونکی ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال په دروازه کې له سختو امنیتي تدابیرو سره مخ کېږي او ټول شخصي وسایل ترې اخیستل کېږي او بیا خپل دفتر ته بدرګه کیږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې د بشري سرچینو او روزنیزو لګښتونو د مدیریت لپاره ځانګړي داخلي مقررات پلي کړي، چې د کارکوونکو د ګومارنې او دندې پرېښودو شرایط هم پکې شامل دي.
ددغو مقرراتو او شرایطو له مخې، چې کوم کارکوونکی له دندې استعفا کوي یا له دندې منفک کیږي، مکلف ګڼل کېږي چې د خپلې روزنې او مسلکي ظرفیت لوړونې اړوند لګښتونه، په ځانګړي ډول د ماسټرۍ او نورو تخصصي کورسونو مصارف، بېرته ادارې ته تادیه کړي.
په دې اداره کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د دوی بودجه د طالبانو د مشر ملاهبت الله له خوا په مستقیم ډول ور کول کېږي خو دوی ټینګار کوي چې د اداري رهبري افغان مسلکي کادرونه کوي.
سرچینې وایي چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان د اټومي انرژۍ په اداره کې د راډیو اکټیف موادو د څېړنې، تحلیل او تخنیکي ارزونې پر فعالیتونو تمرکز زیات کړی خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا څېړنې په مشخص ډول په کومو علمي، صنعتي یا تخنیکي برخو کې کېږي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي.
د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي ادارې پخوانیو متخصصانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کېدای شي طالبان د ځینو تخنیکي وسایلو د پیاوړتیا لپاره له ایران، روسیې او چین څخه وارداتي تجهیزات وکاروي او د لابراتوارونو د فعالولو هڅې یې کړې وي، خو زیاته یې کړه چې دمګړۍ داسې شواهد نشته چې دا اداره دې د هستوي وسلو د پراختیا لپاره تخنیکي ظرفیت ولري.
هغوی زیاته کړه، « نه د جمهوریت په دوره کې او نه هم اوس دا ډول ظرفیت شته. که څه هم طالبان له چین سره د روزنیزو همکاریو او د هستوي انجینرۍ او فزیک د پروګرامونو په برخه کې هڅې کوي».
کارپوهان ټینګار کوي چې راډیو اکټیف وړانګې په اصل کې د طبي، صنعتي او څېړنیزو سولهییزو موخو لپاره کارول کېږي،خو همدا مواد د نظامي او تخریبي موخو لپاره هم کارېدلی شي، چې په داسې حالت کې چاپېریال او انساني ژوند ته جدي ګواښونه پېښولی شي.
یو تن متخصص چې پخوا یې په دې اداره کې کار کړی، په خپلو څرګندونو کې وایي چې که په کابل کې دا ډول تخنیکي فعالیتونه کېږي، دی یې احتمال نه ردوي، خو ټینګار کوي چې د دې کچې پرمختللي هستوي ظرفیت لپاره واضح علمي او صنعتي بنسټونه اړین دي، چې شته شواهد یې نه ښيي.
طالبانو ددې ادارې د فعالیتونو د څرنګتیا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو افغانستان د هغو ۲۳ هیوادونو له ډلې دی چې په ۱۳۳۶ل کې یې د نړیوال اټومي اژانس غړیتوب ترلاسه کړ.
ددغه سازمان مهمې دندې د سوله ییزو هستوي تخنیکونو پرمختګ او پراختیا، په نظامي برخه کې د هغو نه کارول او همدارنګه د لازمو تدابیرو نیول او د څیړنو د ارتقا او سوله ییزو موخو لپاره د اټومي انرژي عملي تطبیق ګڼل شوې او تر دې دمه یاد سازمان ۱۵۱ غړي لري.
په افغانستان کې د اټومي انرژي اداره د لومړي ځل لپاره په کابل پوهنتون کې د ظاهر شاه د سلطنت پر مهال جوړه شوه او په ۱۳۸۷ کال کې د پخوانې ولسمشر حامد کرزي په فرمان سره د ۱۳۸۹ کال د وري په میاشت کې د یو مستقل دولتي سازمان په توګه د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون په توګه معرفي شوه.
یاد سازمان پر مرکزي دفتر سربیره په ولایتونو کې هم څلور امریتونه لري چې په هرات، کندهار، مزار شریف او جلال اباد ولایتونو کې فعالیت لري.
دې ادارې د جمهوري نظام پرمهال له نړیوال اټومي اژانس سره نږدي اړیکې او له ایران سره د همکاریو هوکړه لیکونه درلودل او د یاد سازمان له غړو وزارتونو او عمومي ریاستونو سره یې د هستوي تکنالوژي په برخه همکاري کوله، خو د طالبانو تر واک لاندې دوره کې تر دې مهاله روښانه نه ده، چې یاده اداره د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس او نورو هېوادونو سره پخوانۍ اړیکې لري او که اغیزمنې شوې دي.
بلخ کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د لوی اختر په ورځو او شپو کې د مزارشریف ښار او د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي چې پکې شپږ کسان وژل شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې شپږ کسان مړه شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
بلخ کې طالب ځایي چارواکي وایي، یادې ترافیکي پېښې د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله رامنځته شوې دي.
د بلخ د ترافیکو مدیریت په وینا، د ترافیکي پېښو د مخنیوي او د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره یې په ښار او د ولایت په نورو سیمو کې د ترافیکي لارښوونو او قوانینو اړوند د پوهاوي بنرونه هم نصب کړي دي.