خیبر پښتونخوا: هنګو کې څلور افغان ماشومان د اوبو ډنډ کې د ډوبیدو له امله مړه شوي

د خېبر پښتونخوا ایالت د هنګو ولسوالۍ په کوټکي سیمه کې څلور افغان ماشومان د اوبو په یوه ډنډ کې د ډوبېدو له امله مړه شوي او یو بل ماشوم ژغورل شوی دی.
د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) د معلوماتو له مخې، پېښه د هنګو ښار د پولیسو حوزې اړوند په یوه سیمهییز کوچني بند کې رامنځته شوې، چې پنځه ماشومان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ته لوېدلي وو.
چارواکي وايي، په مړو شویو ماشومانو کې دوه سکه وروڼه هم شامل دي. د راپورونو له مخې، د ماشومانو عمرونه د پنځو او اتو کلونو ترمنځ وو.
د ژغورنې ادارې ویلي، د پېښې ټول قربانیان افغان کډوال ماشومان دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او د لټون او ژغورنې عملیات یې ترسره کړل. دغو ډلو د څلورو ماشومانو جسدونه له اوبو را وایستل او یو ماشوم ژوندی وژغورل شو.
ځايي چارواکي وايي، د پېښې په تړاو نورې قانوني او اداري چارې روانې دي.
