• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو او متحده عربي اماراتو د لغمان د پېښې په اړه د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یونسیار) او متحده عربي اماراتو په جلا جلا پیغامونو کې په لغمان ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو د موټر اوښتو له امله د رامنځته شوې مرګونې پېښې په تړاو له افغانانو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګند کړي دي.

یونسیار پر اېکس په خپاره کړي پیغام کې د دغې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې سخت وخت کې یې فکرونه او خواخوږي له زیانمنو کورنیو سره دي. دغه سازمان ټپیانو ته د بېړنۍ او بشپړې روغتیا هیله کړې ده.

ورته مهال، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او افغان ولس سره خپله خواخوږي او تسلیت شریک کړی او د ټولو ټپیانو لپاره یې د ژر تر ژره روغتیا غوښتنه کړې ده.

دغه پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې له پاکستان نه د راستنېدونکو کډوالو یوه لارۍ د لغمان ـ جلال‌اباد پر لویه لاره واوښته. د راپورونو له مخې، په پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان، چې ۱۰ ماشومان او ۵ښځې هم پکې شاملې دي، مړه شوي او نږدې ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

خوشحال خان کاکړ: لویه جرګه، نوی اساسي قانون او ټاکنې د افغانستان اړتیا ده

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې د بشري حقونو درناوی، د نجونو او ښځو د زده‌کړو حق تامین، د ټولشموله حکومت جوړول او د رڼو ټاکنو له لارې د واک لېږد د هېواد د ثبات لپاره اړین دي.

خوشحال خان کاکړ د برشور ولسوالۍ یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو جګړو، ناامنۍ او بهرنیو لاسوهنو له امله له سختو ستونزو او زیانونو سره مخ شوی دی.

هغه په افغانستان کې د بشري حقونو د بشپړ رعایت غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او نورو اساسي حقونو لګېدلي محدودیتونه باید پای ته ورسېږي.

نوموړي همداراز وغوښتل چې په افغانستان کې د ټولو قومونو، سیاسي جریانونو او ټولنیزو قشرونو په ګډون یو ټولشموله ملي حکومت جوړ شي. د هغه په وینا، باید لویه جرګه راوبلل شي، نوی اساسي قانون جوړ شي او د شفافو او رڼو ټاکنو له لارې واک د خلکو منتخب استازو ته وسپارل شي.

خوشحال خان کاکړ د خپلې وینا په بله برخه کې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د طبیعي سرچینو او معدني شتمنیو د مدیریت په اړه هم نیوکه وکړه. هغه ادعا وکړه چې د سیمې طبیعي زیرمې د ځايي خلکو له رضایت پرته شرکتونو ته سپارل کېږي.

هغه وویل: «په توبه اڅکزي، توبه کاکړۍ، برشور، دکۍ، هرنایي او نورو سیمو کې د نایابه معدني موادو پراخې زېرمې شته، خو ځايي خلک ترې هېڅ ګټه نه شي اخیستلای.»

د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر د «کانونو او معدني شتمنیو د ۲۰۲۵ کال قانون» مخالفت هم اعلان کړ او ویې ویل چې د پښتونخوا د طبیعي سرچینو لومړنی حق د همدې سیمو اوسېدونکو ته رسېږي.

نوموړي د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ترهګرۍ، بې‌روزګارۍ، ګراني، جبري لادرکیو او سیاسي محرومیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه او له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو ملي، سیاسي او ولسي حقونو د خوندي کولو لپاره ګډه او منظمه مبارزه وکړي.

ملا یعقوب: له روسیې سره پوځي ـ تخنیکي تړون د کوم هېواد پر ضد نه دی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۱ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ویلي، له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکارۍ د توافقنامې لاسلیک د کوم بل هېواد پر ضد نه دی، بلکې موخه یې د افغانستان د دفاعي او امنیتي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس له لارې د دفاع وزیر څرګندونې خپرې کړې او ویلي یې دي چې د مسکو او کابل ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ احتمالي توافقنامه به د افغانستان د دفاع او امنیت د ساتنې لپاره وکارول شي.

د دفاع وزیر په وینا، له روسیې سره د دغه ډول همکارۍ په اړه اندېښنې بې‌ځایه دي او دا تړون د کوم بل هېواد پر ضد نه دی طرحه شوی.

هغه زیاته کړې: «که نور هېوادونه هم له افغانستان سره د ورته تړونونو د لاسلیکولو لېوالتیا ولري، موږ ورسره خبرې کولای شو.»

د نوموړي په خبره، د طالبانو حکومت له بېلابېلو هېوادونو سره د هغو همکاریو هرکلی کوي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ظرفیتونو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د امنیتي همکاریو د زیاتېدو په اړه راپورونه او بحثونه زیات شوي دي.

په روانه میاشت کې په کابل کې د صنعت او معدن اونۍ پنځم ملي او نړۍ‌وال نندارتون جوړېږي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱

د روانې غبرګولي میاشت په لړ کې به په کابل کې د «صنعت او معدن» اونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانېستل شي. د دغه نندارتون د سمبالوونکو په وینا، په دې نندارتون کې به د افغان پانګوالو او صنعتکارانو تر څنګ د چین، روسیې، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو پانګوال ګډون وکړي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال خان محمد وردګ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي: «خارجي کمپنیانې به له دغه نندارتون څخه لیدنې وکړي او هغوی ته به فرصت برابر کړي، څو په افغانستان کې پانګونې وکړي».

د افغانستان د نړیوال ننداراتون مرکز مشر محمد صابر لطفي ویلي، چې د ایران، روسیې او ازبکستان چارواکو هم ډاډ ورکړی چې دغه نندارتون کې به ګډون وکړي.

د شېرباز کمین‌زاده په نوم یوه صنعتکار د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې دې نندارتون کې به د افغانستان تولیدات نندارې ته کېښودل شي. د هغه په خبره، دغه نندارتون کولای شي چې په نړیواله کچه د افغانستان د تولیداتو پلور ته لاره برابره کړي.

تر دې مخکې هم طالبانو په کابل کې نندراتونونه جوړ کړي چې په‌کې ډېر کله د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین، روسیې او ایران پانګوالو ګډون کړی دی.

د چین او روسیې سترګې د افغانستان د داخلي تولیداتو پر ځای طبیعي زېرمو ته دي او د کانونو په کېندلو کې پانګونو ته لېوالتیا لري. ډېری چینایي او روسي شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په کانونو کې پانګونې کړي او عملا یې د کېندنو بهیر هم پیل کړی دی.

حکمتیار: ملا یقعوب له روسیې تخنیکي همکاري غواړي خو د کابل د علماوو رييس ټکنالوژي فضول ګڼي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار ویلي، چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د خپلې ډلې د نظامي او دفاعي ځواک د لوړولو لپاره له مسکو څخه تخنیکي مرسته غواړي، خو د کابل لپار د دغې ډلې د علماوو شورا رييس ملا دین‌محمد بیا ټکنالوژي «فضول» بولي.

حبیب‌الرحمان حکمتیار د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له روسیې کابل ته د طالبانو د دفاع وزیر له ستنېدو وروسته په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې نه پوهېږي ملا دین‌محمد خپل وجدان د دې «مزخرفاتو» پر وړاندې څنګه قانع کوي. په کابل کې د‌ طالبانو د علماوو شورا دې مشر په یوه تازه بیان کې ښځو ته د ټکنالوژۍ علم «فضول» او همداراز عصري زده کړې ناروا بللي دي.

هغه روسیې ته د طالبانو د دفاع وزیر د سفر او همداراز له مسکو سره د نظامي تخنیکي هوکړې لاسلیک ته په اشارې ویلي، که طالبان له روسیې وسایلو او تجهیزاتو ته د لاسرسي هڅه کوي، پوښتنه دا ده، چې امریکا به دغه کار ته اجازه ورکړي او که نه.

حکمتیار استدلال کړی، چې امریکا په افغانستان کې د پاتې امریکایي وسلو د له‌منځه وړلو هڅه کوي او نه غواړي حتا عادي تجهیزات د طالبانو لاس ته ورسېږي.

ده همدارنګه ادعا کړې، چې د پاکستان له‌خوا د وسلو پر ډیپوګانو بریدونه هم د واشنګټن په اجازه شوي او په‌ دې شرایطو کې د طالبانو لپاره د پرمختللو تجهیزاتو تر لاسه کول له واقعیت څخه لرې ښکاري.

حکمتیار د خپلې ادعا د پخلي لپاره تاریخي مثالونه هم را اخیستي او لیکلي یې دي، چې انګلیسانو امیر دوست‌محمد خان یوازې کابل ته د روسي استازي د سفر له امله له واکه لرې کړ او کابل یې اشغال کړ.

نوموړي همدارنګه یادونه کړې، چې د شوروي حضور د افغانستان په جګړه کې د لویدیځ او اسلامي نړۍ ملاتړ د مجاهدینو خوا ته ور واړاوه او که طالبان او روسیه نن پوځي معامله وکړي، ښايي د دوست‌محمد خان د ګوښه کېدو کیسه تکرار شي.

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو دفاع وزیر په روسیې کې د یوې امنیتي غونډې په څنډه کې له مسکو سره نظامي تخنیکي هوکړه لاسلیک کړې او ویلي یې دي، چې دا د هېڅ کوم هېواد پر ضد نه ده، بلکې د افغانستان د دفاع او امنیت ساتلو لپاره به وي.

ملاله یوسفزۍ: نړیوال د افغان ښځو د وضعیت په تړاو بې‌پروا دي

۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۳۰ می ۲۰۲۶، ۲۰:۵۳ GMT+۱

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړۍ د مشرانو پر بې‌عملۍ نیوکه کړې او د هغو کسانو د حساب‌ورکولو لپاره یې د اغېزناکو مېکانېزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

ملالې یوسفزۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) له برېتانوۍ ورځپاڼې «ابزرور» سره په ځانګړې مرکه کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت، د طالبانو د محدودونکو تګلارو په اړه د نړۍوالې ټولنې د چلند او د دغو محدودیتونو د دوام د پایلو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغان ښځو او نجونو راتلونکې له‌منځه تللې ده.

هغې د طالبانو د جزايي اصولنامې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دې اصولنامې له‌مخې د مېړه له خوا د ښځې وهل او ټکول تر هغه وخته د عدلي تعقیب وړ نه‌ګڼل کېږي، چې هډوکی یې نه وي مات شوی.

ملالې ټینګار وکړ، چې ځینې نړۍوال مشران دا ډول چلند یوه «کلتوري او کورنۍ مساله» ګڼي، خو د هغې په وینا دا برداشت «د منلو وړ نه‌دی». هغې زیاته کړه، چې په نړیوالو قوانینو کې د ښځو او نجونو لپاره کافي خوندیتوب نه‌شته.

نوموړې د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو دوام ته په اشارې وویل، سره له دې چې له سختو محدودیتونو او ځپنې سره مخ دي، بیا یې هم خپلې زده‌کړې نه‌دي پرېښې.

ملالې یوسفزۍ د ۲۰۲۱ کال پر مهال په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په اړه وویل: «ما باور نه‌شو کولی، هغه کسان چې یو وخت یې زما پر لور ټوپک نیولی وو، بېرته واک ته رسېدلي او اوس د ټولو افغان ښځو او نجونو راتلونکې ترې اخلي».

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.

ملالې یوسفزۍ او د ښځو د حقونو نورو فعالانو په تېرو کلونو کې څو ځله د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خو طالبان سره له دې چې د کورنیو او نړیوالو له نیوکو او همداراز پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، تر اوسه د ښځو پر ضد له هېڅ یوه فرمان څخه نه‌دي پر شا شوي او دا محدودیتونه خپلې «کورنۍ چارې» بولي.